د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

"د کابل وروستۍ حمله د «ISI» په مرسته حقاني شبکې کړې"


افغان حکومت وایي چې په کابل ښار کې د وروستۍ حملې په اړه لومړنۍ څیړنې ښيي چې دا حمله د پاکستان د استخباراتو په ملاتړ حقاني شبکې کړې ده.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل،چې دا حمله لا ډېرې تخنیکې څیړنې ته اړتیا لري، څو په اړه یې نور جزیات هم روښانه شي.

د کابل ښار د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه د افغان حکومت لومړني تحقیقات ښيي چې دا حمله د پاکستان د استخباراتو په همکارۍ د حقاني شبکې له خوا شوې ده، خو په دې اړه څیړنې لاهم روانې دي.

په دې حمله کې چې د تیرې سې شنبې په ورځ ارګ ماڼۍ ته نږدې د جګپوړو چارواکو د ساتونکو په اداره شوې وه ۶۴ کسان مړه او ۳۴۷ نور ټپیان شوي دي چې د چارواکو په وینا اکثره یې عام وګړي وو.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې پیچلې حملې په اړه لا زیاتو تحقیقاتو ته اړتیا ده.

واخان مینه پال د ولسمشر د ویاند مرستیال
واخان مینه پال د ولسمشر د ویاند مرستیال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"څیړنې روانې دي تاسې پوهیږئ چې دا ډېره پیچلې حمله وه او په دې حملې باید ډېره تخنیکي څیړنه وشي، یو شی چې معلوم دی هغه دا چې دغه حمله حقاني شبکې د پاکستان د ای.اس.ای په مرسته کړې ده."

په کابل ښار کې دا حمله چې د مرګ ژوبلې له پلوه بې ساری ښودل شوې د افغان حکومت او نړیوالو له سختو غبرګونو سره مخامخ شوه او افغان حکومت د پېښې قربانیانو ته د درناوي لپاره خپل ملي بیرغ یوه ورځ نیمه ځوړند پرېښود.

بل لور ته د ولسي جرګې ځیني غړي حکومت ته سپارښتنه کوي، هغه کسان چې په خپلو امنیتي دندو کې يې غفلت کړې دی باید له کار ګوښه کړای شي.

بل لور ته د ولسي جرګې ځیني غړي حکومت ته سپارښتنه کوي، هغه کسان چې په خپلو امنیتي دندو کې يې غفلت کړې دی باید له کار ګوښه کړای شي.
بل لور ته د ولسي جرګې ځیني غړي حکومت ته سپارښتنه کوي، هغه کسان چې په خپلو امنیتي دندو کې يې غفلت کړې دی باید له کار ګوښه کړای شي.

د دغې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت باید خپل استخباراتي ادارې پیاوړې کړي، څو په راتلونکي کې د دا ډول حملو مخه ونیولې شي.

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"ښه خبره دا ده چې زموږ کشفي او استخباراتي ارګانونه په پښو ودریږي، هغه امکانات چې دوی یې په لاس کې لري باید په مناسب ځای کې استعمال شي، سیسټم باید له اوسنۍ زمانې سره سم عیار شي، څو د دا ډول حملو مخنیوی وشي."

د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د دې حملې په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله د لومړنۍ امنیتي حوزې څو تنو مسؤلینو دندې وځنډولې.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د کابل د پېښې په تړاو راټول کړي اسناد او همدارنګه څو نورو مواردو کې له حکومت سره شته اسناد به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG