په کابل کې د هندوستان سفير امر سېنها وايي، د بلوچستان په کچلاغ سیمه کې د طالبانو پر اوسني مشر ملا اختر منصور حمله ښيي چې د طالبانو تر منځ درز او اختلافونه زيات شوی دی.
د ده په وينا په داسې حال کې بايد هندوستان مداخله وکړي ځکه چې پاکستان د طالبانو له يوازې يوې ډلې سره خبرې کوي او په دې هڅه کې دی چې نړيوالو ته د حقاني شبکه د طالبانو د مشرتابه په توګه وروپېژني.
په کابل کې د هند سفیر امر سېنها دا خبرې د هندوستان "دي هندو" ورځپاڼې ته کړي دي، هغه وايي چې پاکستان حقاني شبکې ته د مشرۍ لپاره ځای ورکړی دی او ښايي دغه شبکه د پاکستان په نوښت د طالبانو په نامه پر نړيواله کچه وپېژندل شي.
ښاغلي سېنها له دي هندو ورځپاڼې سره د خپلو هغو څرګندونو په اړه هم خبرې کړي چې په پاريس کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پاکستان د صدراعظم نواز شريف د کتنې په اړه يې کړي وې.
ده ويلي چې که افغانستان له پاکستان سره په اوسنیو شرايطو کې همکاري وکړي، دا به په دې مانا وي چې افغانستان، پاکستان ته اجازه ورکوي چې د طالبانو مشرتابه وټاکي او دا کار بايد ونه شي ځکه چې د افغانستان د سولې پروسه بايد د افغانانو له خوا وټاکل شي.
ده ويلي چې حقاني شبکه به له دې پرته چې د يو شمېر هېوادونو له تور لېست څخه يې نوم ليرې شي، څه ډول مثبت رول ولوبوي؟
ده ويلي چې په اوسنیو حالاتو کې وېره شته چې ان حقاني شبکه د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو برخه شي.
امر سېنها دي هندو ته ويلي چې له طالبانو سره د پاکستان د خبرو پايلې به دا وي چې نړيوالې ټولنې ته به حقاني شبکه د طالبانو د مشرتابه په توګه وړاندې کړي.
د ده په وينا افغانان هندوستان د جنوبي اسيا يوه ځلانده برخه ګڼي او تمه لري چې د سیمه ییزو ګټو لپاره پر ځينو موضوعاتو په جدي توګه خبرې وکړي.
ده ويلي چې د ډسمبر د اوومې د اسيا زړه کنفرانس به په افغانستان کې د سولې راوستلو نوی فرصت وړاندې کړي.