د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

خلیلي: نړۍ د افغانستان د کړکېچ په هواري کې لازمه همکاري نه کوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي نړۍ له افغاستان سره د تروریستانو د مرکزونو په لمنځه وړلو کې لازمه همکاري نه کوي.

د سولې د عالي شورا مرستیال په کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل که څه هم افغانان د تروریستانو په مقابل کې په مېړانې مبارزه کوي خو د تروریستانو مرکزونه له هېواده بهر دي.

د تروریستانو پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د ځینو هېوادونو د نه همکارۍ انتقادونه تازه نه دي خو ښايي دا لومړی ځل وي چې د افغانستان د سولې عالي شورا په دې برخه کې جدي انتقاد کوي.

د سولې د عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پرمهال په زغرده دا وویل چې نړۍ په افغانستان کې د روان کړکېچ په هواري کې لازمه همکاري نه کوي.

ښاغلی خلیلي وايي نړۍ کولای شي هغه مرکزونه چې پر افغانانو جنګ تحملیوي لمنځه یوسي او پر ملا تړو یې فشار راوړي خو په دې برخه کې په هغه شکل چې افغان حکومت یې غوښتنه لري پام نه کوي.

هغه زیاته کړه:

"هغه مرکزونه چې دغه برنامې پر موږ تحملیوي نړۍ کولای شي مخه یې ونیسي، نړۍ کولای شي چې لازم فشار راوړي، نړۍ کولای شي د تروریستانو هغه مرکزونه چې له پولې اخوا موجود دي وتړي او مخه یې ونیسي خو زموږ ګیله له دنیا څخه ده په هغه شکل چې موږ غوښتل او غواړو یې توجه نه ده شوې."

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نړۍ د اقتصادي فورم په غونډې کې ویلي و چې افغانستان ته تروریستان له روسیې، چين، ازبکستان ، تاجکستان، پاکستان او منځني ختيځه ورځي او دغه تروریستان نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه او نړۍ ګواښې نو لازمې ده چې پر وړاندې ګډه او رښتینې مبارزه وشي.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا دا چې نړۍ ولې د تروریستانو د ځپلو په به برخه کې یو موټی نه ده ویشلې نظرونه لري.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه نصرالله ستانکزی وايي د تروریستانو مرکزونه په پاکستان کې دي خو نړۍ د شته مجبوریتونو له مخې پر پاکستان لازم فشار نه شي راوړلای.

ستانکزی وايي افغان حکومت باید یوه داسې جامع او عملي طرحه چې په هغه کې د پاکستان په ګډون د ټولو ګټې خوندي وي نړۍ د تروریزم پروړاندې د مبارزې په برخه کې له ځان سره همغږې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ځینو مواردو کې هغه لازمه همکاري چې د افغانستان له دولت سره وجود ولري دغو هېوادونو د خپلو ستراتیژیکې ګټو لپاره نه ده کړې او بله مشکل دا دی چې نړیواله ټولنه هم د افغانستان د قضایاوو په ارتباط واحد دریځ نه لري نو افغانستان ته پکار ده چې خپلې دریځونه تقویه کړي او له یوه قوي دریځه د سولې قضيې ته داخل شي."

د سیاسي چارو یو بل کارپوه صدیق پتمن بیا وايي افغان حکومت دا ظرفیت نه لري چې د یوې منظمې عملي کړنلارې پر اساس نړۍ له ځان سره د تروزیزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هغږې کړي.

ښاغلي پتمن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که چیرته په افغان حکومت کې د دې ظرفیت پیدا نه شي چې د جنګ او سولې په اړه د افغانانو د برحقه دریځ په اړه نړۍ ته قناعت ورکړي مشکله به وي چې له افغانو سره د جنګ او سولې په برخه کې نړیوال هغږې شي او همکاري ورسره وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG