د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

په افغان سوله کې د چین رول


د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان دولت او سوله والو مخالفانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره چین یو ښه انتخاب بولي.

یادهشورا وايي، که چېرې چین په ریښتینې توګه د افغانستان د سولې لپاره هلې ځلې وکړي؛ کېدای شي یاد هېواد ګټور، مهم او ارزښتمن رول ترسره کړي.

خو دافغانستان د سولې عالي شورا مرستیال ویاند عبدالحکیم مجاهد د سې شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ په لومړي سر کې باید د افغانستان د سولې لپاره یو میکانیزم رامنځ ته شي:

"د سولې لپاره یوه میکانیزم ته ضرورت دی؛ داسې یو میکانیزم چې د هغه په نتیجه کې د وسله والو مخالفانو بشپړ اعتماد رامنځ ته شي؛ هم د افغان حکومت او هم د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو باور رامنځ ته شي او بیا وروسته د سولې په مذاکراتو او د اعتماد په جوړولو کار پیل شي."

ښاغلي مجاهد زیاتوي د افغانستان د سولې لپاره په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ سیاسي اداره هم زیاته مهمه ده.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د سې شنبې په ورځ کابل د افغانستان، پاکستان او چین لوړپوړیو چارواکو د درې اړخیزې غونډې کوربه و.

د افغانستان د بهرنیو چارو زوارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج ازادۍ راډیو ته وویل؛ چینايي او پاکستاني چارواکو له افغانستان سره ژمنه وکړه چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره به همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې چین په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د منځګړیتوب ته تیاری ښودلی و.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یوشمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې چین کولای شي؛ د افغانستان له سولې سره په نسبي ډول مرسته وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي ازادۍ راډيو ته وویل؛ د افغانستان ستونزه نړیوال او سیمه ییزه ده او د حل لپاره یې نړیوال تفاهم ته اړتیا لیدل کیږي:

"چین کولای شي، د افغانستان له سولې سره لږه مرسته وکړي؛ خو په دې شرط چې امریکا اجازه ورکړي؛ زه په دې باور یم چې امریکا به هیڅکله هم چین ته اجازه ورنه کړي. دلته خبره دا ده چې د افغانستان مساله افغاني نه بلکې سیمه ییز ابعاد لري؛ ترهغه چې د افغانستان د سولې لپاره نړیواله اجماع رامنځته نه شي؛ دغه ستونزه نه حل کیږي."

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وايي؛ په سیمه او افغانستان کې د چین اقتصادي ګټو ته په کتو دغه هېواد غواړي په افغانستان کې سوله راشي.

په ورته وخت کې دوی په دې باور دي؛ د چین هغه نفوذ ته په کتو چې په پاکستان یې لري؛ کولای شي، پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې صادقانه همکاري ته وهڅوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG