د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

ډیپلوماټ مجله: ولې باید نړۍ افغانستان هېر نه کړي؟


یو شمیر لویدیځو نشریو د افغانستان په اړه دنړېوالې ټولنې د همکاریو پر دوام مقالې لیکي دي.

ډیپلوماټ مجله په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب لیکلی چې نوم یې دی: (ولې باید نړۍ افغانستان هېر نه کړي؟)

مجله د دې مقالې په یوه برخه کې لیکي چې په غزې کې تاوتریخوالی؛ د اوکرایین جګړو، په افریقا کې د بوکو حرام بریدونو؛ په سوریې او عراق کې جګړو او هم د داعش په نوم د یوې سخت دریځي ډلې رامنځته کېدو خلکو ته ټکان ورکوونکي ذهنیتونه پیدا کړي دي.

د مجلې په لیکنه د دغو ګواښونو پر وړاندې د نړېوالې ټولنې په مبارزه کې افغانستان کولی شي؛ یو داسې رول ولوبوي چې دوی ته ورپه زړه کړي چې که چیرې دغه ستونزې هېرې شي؛ نو نړۍ به له څه ډول ګواښونو سره مخامخ وي.

له همدې کبله د مجلې په لیکنه باید نړۍ له افغانستانه مخ وانه ړوي او له دغه کړکیچ سره مخامخ هېواد څخه ونه وځي.

ډیپلوماټ مجله زیاتوي، افغانستان نن د هغه هېواد د خلکو د هڅو او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او قربانیو له کبله د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر یوولسمې نیټې دمخه حالاتو سره نه شي پرتله کېدای.

مجله زیاتوي، د ورستیو کلونو د لاسته راوړنو او پرمختګونو سره سره دغه هېواد اوس هم له کورنۍ جګړې؛ تروریستي بریدونو او اقتصادي ستونزو سره لاس اوګریوان دی.

ډیپلوماټ مجله لیکي چې افغانستان لا هم له اقتصادي اړخه یو بې وزله هېواد دی او د ماشومانو د مړینې او بې سوادۍ سطح په کې ډېره لوړه ده؛ له همدې کبله د لیکوال په خبره باید د افغانستان د ولسمشر انتخاباتو کلیزه د نړیوالې ټولنې د نویو ژمنو او له دغه هېواد سره د مرستو د دوام سره مل وي.

لیکوال زیاتوي، ټول غواړي افغانستان نور د تروریستانو په ځاله بدل نه شي او د سیمې امنیت ونه ګواښي. له همدې کبله لیکوال کاږي چې افغانستان ټولیزو هڅو ته اړتیا لري؛ تر څو د حکومتوالی ظرفیت په کې لوړ او هوایي ځواک یې پیاوړی شي او هم باید افغانانو ته دا زمنیه برابره شي چې د ځان لپاره یوه باثباته او هوسا راتلونکې وټاکي.

د نړیوال بانک نشریې بیا په خپلې وروستۍ ګڼې کې په یوه مقاله کې لیکلي چې دغه بانک په افغانستان کې ګمرکي اصلاحات پیاوړي کوي.

د نشریې په لیکنه ګمرکي مالیات د افغانستان یوه تر ټولو لویه عایداتي منبع ده چې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې یې ۵۰ میلیونه ډالره افغانستان ته ورکړي دي؛ خو زیاتوي چې دغه ګمرکي عواید په ۲۰۱۲ کال کې یو میلیارد ډالرو ته ورسېدل.

د نړېوال بانک نشریه لیکي؛ په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د افغانستان د ټولو عوایدو څخه ۳۵ فیصده یې له ګمرکي مالیاتو ترلاسه کړي دي.

دغه نشریه زیاتوي چې د ګمرکي سیسټم د ښه والي او په هغه کې د اغیزمنو اصلاحاتو د راوړلو په هدف دغه بانک په تخنیکي او نظارتي برخو کې د اصلاحاتو او هم د افغانستان د ګمرکاتو په برخه کې د همکارۍ د میکانیزم وړاندیزونه دغه هیواد ته ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG