د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

ریکرافټ: سوله په افغانستان کې د دایمي ثبات یوازنۍ لار ده


په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیر وايي، د سولې پروسه په افغانستان کې د دایمي ثبات د راوستلو یوازنۍ لار ده.

د چین استازی هم په دې باور دی چې د افغانستان د شخړې د حل لپاره باید د دې هېواد د سولې له پروسې کلک ملاتړ وشي.

په ملګرو ملتونو کې د برتانيې او چین استازو تېره شپه د امنیت نړېوالې شورا ته د افغانستان د وضیعت په اړه ویناوې وکړې.

د برتانیا سفیر ماټیو ریکرافټ په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې نړېواله ټولنه د یوه با ثباته او امن افغانستان ملاتړ کوي.

نوموړي وویل، د یوه با ثباته افغانستان راتلونکی له دوو مهمو مسئلو سره تړلی دی چې امنیت او اقتصادي وده ده.

ښاغلي ریکرافټ وویل، که څه هم روان میلادي کال په افغانستان کې لوی امنیتي چلنجونه او ستونزې وې، خو د هغه په خبره افغان امنیتي ځواکونو وښودله چې هغوی د داسې چلنجونو د مقابلې توان لري.

په ملګرو ملتونو کې د برتانیې استازي د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړيکو د ساتلو او د سولې پروسې د بیا پیل لپاره د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس هڅې وستایلې.

د ټاپي پروژې د اهمیت په اړه په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیر وویل، د دې پروژې افتتاح وښودله چې دا پروژه د ټولې سیمې لپاره څومره حیاتي اهمیت لري.

ماټیو ریکرافټ یو ځل بیا له افغانستانه د برتانیې د مالي او سیاسي ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ او د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې د افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال سفیر هم د امنیت نړیوالې شورا ته د افغانستان په اړه څرګندونې وکړې.

وانګ مین له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان ټولې سیاسي ډلې باید ملي ګټې په پام کې ونیسي.

وانګ لین دغه راز پر نړېوالو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي څو وتوانېږي ښه حکومتداري رامنځته کړي.

د چین استازي وویل پیکېنګ هیله من دی چې د سیمې هېوادونه به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د زمینې برابرولو په برخه کې خپل رول ترسره کړي.

د هغه په خبره چین چمتو دی چې په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره پر طالبانو بندیزونه پر ځای وساتل او په افغانستان کې يې د داعش د فعالیت د پراخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

XS
SM
MD
LG