د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

"حکومت دې د سولې د خبرو لپاره ځانګړې ستراتیژي جوړه کړي"


د مشرانو جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي چې له وسله والو طالبانو سره دې د سولې د خبرو لپاره ځانګړي ستراتیژي جوړه کړي.

د دې جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي د سې شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، حکومت په دې پروسه کې په غور سره عمل وکړي.

سره له دې چې حکومت په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو لپاره د تیارۍ خبرې کوي، د مشرانو جرګې اداري پلاوی او یو شمېرغړي وایي چې طالبان د خپلو حملو په زیاتولو سره، د سولې خبرو ته حاضر نه دي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی او یو شمېر غړي وايي، حکومت باید په دې پروسه کې پوره احتیاط وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي وویل:

"موږ هم خپل غږ د ملت له کوره د ملي یووالي حکومت ته رسوو چې د سولې په پروسه کې دې په غور سره عمل وشي.دا توپیر باید موجود وي چې سوله له چاسره وشي او له چا سره ونه شي."

د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي، هرکله چې له طالبانو سره د سولې خبره راپورته شوې او پرمختګ په کې شوې، طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

د سولې عالي شورا د مشرانو جرګې نظر تاییدوي او وایي چې دې شورا یو کمېسیون ګمارلي چې د دې ډول خبرو لپاره یوه نوې ستراتیژي جوړه کړي.
د سولې عالي شورا د مشرانو جرګې نظر تاییدوي او وایي چې دې شورا یو کمېسیون ګمارلي چې د دې ډول خبرو لپاره یوه نوې ستراتیژي جوړه کړي.

دوی وايي، په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د حملو زیاتوالی ښيي چې دوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر نه دي.

په مشرانو جرګه کې دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ، په ننګرهار ولایت کې د طالبانو په یوه انتحاري حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي او له ۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د مشرانو جرګې نظر تاییدوي او وایي چې دې شورا یو کمېسیون ګمارلي چې د دې ډول خبرو لپاره یوه نوې ستراتیژي جوړه کړي.

سرتاج عزیز ژمنه کړې چې د روانې اپریل په پای کې به پنځمه څلور اړخیزه غونډه جوړوي
سرتاج عزیز ژمنه کړې چې د روانې اپریل په پای کې به پنځمه څلور اړخیزه غونډه جوړوي

د دې شورا مرستیال مولوي عطاء الرحمن سلیم ازادي رادیو ته وویل:

"د سولې عالي شورا یو کمېسیون ګمارلی چې د سولې د عالي شورا پر ستراتیژۍ له سره کار وکړي، هیله ده داسې ستراتیژیکي جوړه کړې چې له اوسنیو شرایطو سره برابره وه."

د سولې په اړه په څلورم پړاو خبرو کې پریکړه وشوه چې د تېرې مارچ میاشتې په لومړېو کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې کیږي، خو د مارچ په وروستیو کې افغان چاروکو وویل چې پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړي نو ځکه خبرې هم ونه شوې.

اوس-اوس د سولې عالي شورا چارواکي وایي، د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ژمنه کړې چې د روانې اپریل په پای کې به پنځمه څلور اړخیزه غونډه جوړوي او له هغې وروسته به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابروي.

د مشرانو جرګې غړي وایي، ترهغې چې حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یوه ځانګړې کړن لاره غوره نه کړي، دا ډله به خبرو ته حاضر نه شي او د هېواد په مختلفو سیمو کې به حملو ته زور ورکړي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG