د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د ننګرهار په انتحاري حمله کې ۱۲تنه وژل شوي


د ملي اردو لیکو ته نوي جذب شوي سرتيري چې غوښتل يې د نظامي زده کړو لپاره کابل ته لاړ شي د دوشنبې په مازیګر شاوخوا څلور بجې د جلال اباد ښار اړوند د سرخرود دوسرکې په سیمه کې په یوه ځان وژونکي برید کې مړه او ژوبل شول.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ وايي، په دې پېښه کې ټول پنځوس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې:

"په کاسټر ډوله موټر یو زرنج چې د چاویدونکو توکو ډک و، د ځانمرګي بریدګر په وسیله دغو توکو ته چاودنه ورکړل شوې د دې چاودنې په ترڅ کې دولس تنه شهیدان شوي او ۳۸ تنه نور زخميان شوي زخمیان د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي چې د ځينو روغتیايي وضعیت نازک دی."

د خوګياڼي په وینا زخميان د جلال اباد ښار په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د یو شمېر روغتيايي وضعیت د انديښنې وړ دی.

په ننګرهار کې د ملي اردو د جلب جذب قومندان ډګروال اسدالله وايي، په دې موټر کې د ختیځو ولایتونو د مختلفو کمېسارېو پنځوس تنه نوي ګمارل شوي سرتيري سپاره وو:

"۵۰ تنه وو چې په دې کې ۲۶تنه د نمبریک و، ۷ تنه د نمبر دو و او یو تن په کې د نورستان د کمېساری و او ۱۶نور د کونړ د کمېساری و په مجموع کې ټول ۵۰ تنه و او یو په کې ډریور و او یو کلينر و."

د خوګياڼي په وینا زخميان د جلال اباد ښار په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د یو شمېر روغتيايي وضعیت د انديښنې وړ دی.
د خوګياڼي په وینا زخميان د جلال اباد ښار په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د یو شمېر روغتيايي وضعیت د انديښنې وړ دی.

په سیمه کې د پېښې عيني شاهدان وايي، د دې برید له امله ټول قربانيان غریب او بې کسه خلک و.

دوی وايي، کله چې پېښه رامنځته شوه له هرې خوا يې دا نارې اوریدې چې یتیم یم، د کور سرپرست یم راسره مرسته وکړئ:

"لومړی تن: دوی چغې شروع کړې ویل يي ای وروره راشئ راسره مرسته وکړئ د چا لاس نه و د چا پښې نه وې چا غږ کاوه چې یتیم يمه چا ویل چې د کور سرپرست یمه او چا به ویل چې مور او پلار مې نشته بس قیامت و.

دوهم تن: یو ناڅاپه کړنګ شو او دوړې جوړې شوې چې راورسیدو بس زخميان هم پراته و او مړي هم پراته و بس دا د وطن دښمنان دي خدای دې تبا کړي."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له یوه نامعلوم ځای څخه رسنیو ته په استولي پيغام کې د دې پېښې مسولیت منلی او زیاته کړې ده چې دوی یو بریدګر په مهارت سره دغه موټر ته ورننویستی او هلته يې ځان ته چاودنه ورکړې.

خو امنيتي چارواکي بیا وايي، دا ځان وژونکی برید د یوه زرنج موټرسایکل په وسیله چې له چاویدونکو توکو ډک و ترسره شوی.

د ننګرهار په انتحاري حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG