د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

سرخط: له ښکاره جګړې، د سولې تر پټو خبرو


له طالبانو سره د سولې پټې خبرې او د داعش د حضور په اړه اندیښنې د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

ویسا ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې افغان حکومت او امریکا د ملا عبدالقیوم ذاکر له ډلې سره د سولې خبرې پیل کړي دي.

په مطلب کې راغلي، دغه خبرې د هلمند په خانشین، دیشو او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو د پوځي کمېټې له مسئول او پوځي قومندانانو سره پيل شوي دي.

د مطلب لیکوال ویلي، افغان حکومت یو شمېر سیمې وار د مخه د عبدالقیوم ذاکر ډلې ته د تکتکیي شاتګ په پلمه پريښي او نورې سیمې به هم ورپریږدي.

په مطلب کې د چارو د کتوونکو په حواله لیکل شوي، طالبانو ته د سیمو ورکول د سولې بهیر ته ګټه نه رسوي، بلکې د جګړې لپاره طالبان ځآنته جغرافیه پيدا کوي او خپلې لیکې پياوړې کوي.

له ښکاره جګړې، د سولې تر پټو خبرو دا د سرخط ورځپاڼې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی.

په مطلب کې راغلي، په دې وروستیو کې په طالبانو کې دریمه جنګي ډله هم رامنځ ته شوې او افغان حکومت او امریکایانو د ملا قیوم ذاکر په مشرۍ د همدغې دریمې ډلې له طالبانو سره خبرې پیل کړي دي.

ورځپانې د طالبانو د سرچینو په حواله لیکلي چې د ملا عبدلقیوم ذاکر په څیر یوشمیر طالبان غواړي چې له پاکستان ځان ګوښه او له افغان حکومت سره سوله وکړي، خو یوشمیر بهرنۍ کړۍ د دغو خبرو مخالفت کوي.

په مطلب کې د ولسي جرګې غړي خالد پښتون هم د ملاقیوم ‌ذاکر له ډلې سره د افغان حکومت خبرې تائید کړي او ویلې یې دي چې دغه ډله حکومت ته یو لړ پیشنهادونه هم لري.

کابل پوسټ بیا له حزب اسلامي سره د سولې روانو خبرو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې له دغې ډلې سره د افغان حکومت ل خبرو نه د امریکا نه ملاتړ ممکن ستونزې پیدا کړي.

جامعه باز ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندیښنو ته ځانګړې کړې او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په حواله یې لیکلي چې د افغانستان په پنځه ویشتو ولایتونو کې د داعش شااوخوا شپږ زره خواخوږي موجود دي.

په سرمقاله کې راغلي، له طالبانو سره جګړه او یا هم د سولې خبرې باید افغان حکومت د داعش په وړاندې مبارزه کې غافله نه کړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، داعش په ننګرهار کې سخته ضربه لیدلې، خو کافي نه ده او په نورو ولایتونو کې یې هم په وړاندې جدي پوځي عملیات وشي.

XS
SM
MD
LG