د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

جانتان چنګ: د افغان پوځيانو روزنه ښايي نيمګړې پاتې شي


امريکايي چارواکي وېره لري چې د افغان پوځيانو د روزنې ماموريت ښايي نيمګړى پاتې شي.

په هلمند کې يوه امريکايي قوماندان ويلي، دوى د روزنې دغه ماموريت ته زيات وخت نه لري.

ډګرمن جانتان چنګ په هلمند ولايت کې د امريکايي سلاکارانو د يوې ډلې مشري کوي وايي، د افغان پوځيانو د روزنې لپاره کافي وخت نه لري؛ دوى په هلمند ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو سرتېري روزي.

که چېرې واشنګټن له مهالوېش سره سم د نوامبر مياشتې تر پايه له افغانستانه د خپلو پوځيانو ايستل پيل کړي، په افغانستان کې به يې روزنيز ماموريت تقريباً پاي ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان قواوې د وسله والو طالبانو پرضد په جګړه بوختې دي.

دوى په هلمند ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو سرتېري روزي.
دوى په هلمند ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو سرتېري روزي.

د هلمند ولايت په شوراب پوځي اډه کې له رويټرز اژانس سره د خبرو پر مهال بريد جنرال جانتان چنګ وويل، لا هم ډېر کار شته چې بايد ترسره شي.

له مهالوېش سره سم، د ٢٠١٧میلادي کال په لومړيو کې به په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر له ٩٨٠٠ څخه ٥٥٠٠ ته راکم شي.

امريکايي چارواکي وايي، له دې کبله د افغان پوځيانو د روزنې ماموريت ښايي دوام ونه کړي.

په هلمند کې دغه امريکايي پوځي مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت ځينې شمالي برخې په وروستيو کې نيولې دي.

د هلمند د والي وياند وايي، په دې ولايت کې افغان قواوې په دفاعي حالت کې دي او تر ډېره توانېدلي د امن له ټينګښت سره همکاري وکړي.

عمر ځواک دا خبره ازادي راډيو ته وکړه او ويې ويل د هلمند وضعيت تر پخوا ښه شوى دى:

افغان قواوې په دفاعي حالت کې دي
افغان قواوې په دفاعي حالت کې دي

"د دوو درېيو مياشتو مخکې په پرتله وضعيت ډېر نورمال دى، ټول ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، کله چې له اړوندو مرکزونو چې پلانونه ورکول کېږي له هغو سره سم عمليات کوي، په ځينو ولسواليو کې چې عمليات شوي نتيجه يې ورکړې ده او دوى ځينې لاسته راوړنې هم لري، هغه روزنې چې په اړوندو ساحو کې دوى ته ورکول کېږي ګټور تمام شوي، افغان ځواکونه د جنګ په ساحه کې دي او په جنګ مصروف دي غواړي هغه ساحې چې دښمن په کې تهديدات کوي، هلته مخکې تګ وکړي او هغه سيمې د وسله والو له موجوديته پاکې کړي"

په هلمند ولايت کې د امريکايي سلاکارانو د ډلې مشر بريدجنرال جانتان چنګ وايي هغه روزنې چې افغان افسرانو ته ورکول کېږي په هغو کې د جنګ تاکتيکونه، د وسايطو ترميم د تجهيزاتو څارنه او پاکول او د بمونو د شنډولو مهارتونه شامل دي.

خو امريکايي چارواکي وايي د روزنې دغه ماموريت په ځينو افغان افسرانو کې د اداري فساد له کبله زيانمن شوى او دې مسئلې د سرتېرو پر مورال او روحيې هم اغېز کړى دى.

په افغانستان کې د ناټو نوي امریکايي قومندان جنرال نیکولسن وايي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې سختو جګړو او د افغان ځواکونو درنو تلفاتو، د ناټو د روزنې ماموریت له خنډ او ځنډ سره مخ کړی.

نیکولسن له ټاکل کېدو را وروسته په خپلې لومړۍ مرکې کې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا مهال د ناټو هغه هڅې چې غواړي په افغانستان کې یو پر ځان ډاډه امنیتي ځواک وروزې له ټاکلي مهال ویش شاته پاتې دي.

تېر ميلادي کال افغان قواوو د ناټو له هوايي ملاتړ پرته د دولت-ضد وسله والو پر ضد جګړه وکړه چې ډېر تلفات هم ورواوښتل. په دې کال ځينې سيمې هم د افغان قواوو له لاسه ووتلې.

XS
SM
MD
LG