د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

استراليا د افغان پوځيانو په روزلو كې د خپلو مرستو په دوام ټينګار وكړ


د استراليا د دفاع وزير جان فالكنر
د استراليا د دفاع وزير جان فالكنر

د استراليا د دفاع وزير جان فالكنرپه افغانستان كې له استراليايې پوځيانوسره د ليدنې پرمهال ژمنه وكړه، چې د پلان شوېو جرمونو د كشف په برخه كې به د افغانستان د اردو او پوليسو د منسوبينو په روزلوكې مرستې وكړې.

جان فالكنرتېره ورځ د افغانستان د دفاع او كورنيو چارو له وزيرانو سره د لېدو پر مهال دا ژمنه هم كړې ده، چې د افغان پوځيانو د مسلكي ظرفيتونو په پورته بېولو كې به هم مرستې وكړې.

د افغانستان د دفاع د وزارت د ستراتيژيكو اړيكو مديرظاهرمراد ازادۍ راډيوته وويل، چې د استراليا د دفاع وزيرد افغانستان د دفاع له وزيرجنرال عبدالرحيم وردك سره د ليدو پرمهال وويل:

هېواد يې حاضردى، چې د افغان پوځ له پياوړي كېدو او د امنيتي حالاتو له ښه كېدو سره نورې مرستې هم وكړي:
استرليا د افغان پوليسو په روزنه كې مرستې كوي


"دواړو د افغانستان د امنيتي وضعې او د افغانانو د بيا پيوستون په اړه خبرې وكړې او د افغانستان د دفاع وزيرهيله څرګنده كړه، چې استرليا بايد خپلې مرستې جاري وساتي."

استراليا اوس مهال څه باندې يو زرو درې سوه تنه پوځيان لري، چې د ايساف يا سوله ساتو ځواكونو په ليكو كې د ارزګان په ولايت كې په خدمت بوخت دى.

د استراليا د دفاع وزير د هېواد د كورنيو چارو له وزيرمحمدحنيف اتمرسره هم لېدلى دي.

د دې وزارت وياند زمري بشري ازادۍ راډيو ته وويل، چې جان فالكنرد افغان پوليسو د مسلكي روزلو او د دوى د ظرفيتونو د پورته بيولو ژمنې هم كړي دي:

"په دغو ليدنه كې د پوليسو په ظرفيتونوخبرې وشوې او د كورنيوچارو وزارت له هغه څخه دا غوښتنه وكړه، چې د پوليسو په پوهنه كې لا زياتې مرستې وكړي او په ځانګړي توګه هغه افغان كدرونه له هېواده بهرته وليږل شي، څو د نوي معيارونو پر بنسټ د پوليسو په اړه نوي معلومات پيداكړي."

استراليا په داسې حال كې د افغان ځواكونو له روزلو سره د مرستو څرګندونې كوي، چې نړېواله ټولنه په دې هڅه كې ده چې د يوه منظم پروګرام سره سم افغان ځواكونه د دې جوګه كړي، چې په راتلونكوڅو كلونو كې د هېواد امينت، پرته د بهرنيو ځواكونو له مرستې وساتي.
XS
SM
MD
LG