د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د افغان پوځيانو روزنه د خاصو مهارتونو پر زده کړه متمرکزه کېږي


د امريکا د سمندري ځواکونو يوه جنرال چې تر دې وروستيو پورې يې د افغانستان په جنوب لوېديځ کې د افغان ځواکونو د روزنې مشري کوله د چهارشنبې په ورځ وويل:

”په سيمه کې امريکايي او نړيوال ځواکونه په جنګي برخه کې د افغان ځواکونو د عمومي روزنې څرنګوالى، پر خاصو مهارتونو متمرکز کوي“

تورنجنرال چارلز ګرګېنوس په واشنګټن کې د اتلانتيک شورا په نامه يوه څېړنيز مرکز ته په خبرو کې وويل: ”د افغان ځواکونو قطعې هغومره ښې دي چې اړتيا يې احساسېده“

ده په خپلو خبرو کې ويلي، د افغان ځواکونو د روزنې د دوام لپاره يوې اساسي حل لارې ته اړتيا ده.

د واشنګټن ټايمز ورځپاڼې په حواله، نړيوال ځواکونه دا مهال د افغان ځواکونو د رهبرۍ مهارتونو په روزلو، دغه راز د اختصاصي کنډکونو لکه د توپچي، استخباراتي، اکمالاتي او انجنيرۍ کنډکونو په جوړولو او تقويه کې مرسته کوي.

تورنجنرال چارلز ګرګېنوس په خپلو خبرو کې ويلي، نړيوال ځواکونه دا مهال په پنځو کليدي برخو کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، د درنو وسلو په کارولو، د جنګ له ساحې د ټپيانو په ايستلو، طبي مرستو، په کور کې د جوړو شويو بمونو په شنډولو، استخباراتو، د کشف او نظارت په برخو کې مرستې کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت يوه وياند دولت وزيري له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، دوى هم اړتيا احساسوي چې افغان ځواکونه د هوايي ځواک او د درنو وسلو د کارونې په برخه کې وروزل شي:

”اکثره زموږ خپل استادان ښوونه او روزونه پرمخ بيايي، خو په هوايي برخه کې مرستو ته اړتيا لرو، چې په افغانستان کې دننه او بهر مو پيلوټان وروزل شي. دغه راز د درنو وسلو د کارونې په برخه کې روزنيزو مرستو ته اړتيا لرو، لکه د زغروالو وسلو، توپچي او انجنيرۍ، کشف او استخباراتو په برخه کې اړتيا لرو چې مرسته مو وشي“

د افغانستان په جنوب لوېديځ کې د سمندري ځواکونو جنرال چارلز ګرګېنوس ويلي چې په سيمه کې په لوړه کچه بېسوادي هغه ستونزه ده، چې د روزنې چارې يې سختې کړې دي.

ده ويلي چې په افغان ځواکونو کې بېسوادي له ٨٥ تر ٩٠ فيصدو پورې ده.

ښاغلي ګرګېنوس زياته کړې: ”دا د هغو پوليسو د روزنې چارې ډېرې سختوي، چې لوستل نه شي کولاى“
XS
SM
MD
LG