د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

له امریکا سره په دفاعي او امنیتي تړون کې ۵ عمده ټکي


په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پوځي ماموریت د روان کال د ډيسیمبر په یو دیرشمه پای ته رسیږي.

خو د افغانستان او امریکا دفاعي او امنیتي تړون یو شمېرامریکايي پوځيانو ته زمینه برابروي چې د روان کال ترپای وروسته هم، په دې هېواد کې پاتې شي.

د ازادۍ راډیو خبریال چارلس ریکناګل، په دې تړون کې پينځه عمده ټکې داسې توضیح کړي دي:

اول : څومره امریکايي عسکر پاتې کېږي او ترکومه؟

د امنیتي او دفاعي تړون موافقه د ۲۰۱۵ [میلادي] د جنورۍ له اولې ورځې د اجرا وړده چې د ۲۰۲۴ [میلادي] کال ترپایه به پرځای وي او د دواړو خواوو د موافقې په صورت کې ترهغه وروسته هم دوام کولای شي.

هر هېواد که وغواړي چې له دې موافقې ووځي، باید مقابل لوري ته دوه کاله مخکې رسمي خبر ورکړی.

http://mfa.gov.af/en/news/bsa

په دې سند کې د هغوعسکرو شمېرپه زغرده نه دی لیکل شوي چې د روان کال ترپای ته رسیدو وروسته، په افغانستان کې پاتې کېدلای شی خو د امریکا ولسمشربارک اوباما اعلان کړی چې ۹۸۰۰ عسکر یې پاتې کېږي.

اوباما وویل چې؛ د ۲۰۱۵ [میلادي] کال په پاې کې به د دې عسکرو د شمېرپه تدریجي کمولو پيل وکړي او د ۲۰۱۶ [میلادي] کال ترپایه به محدود شمېرپوځيان پاتې شي.

اسوشیتدپرس وايي، واشنګټن پلان لري چې د ۲۰۱۶ [میلادي] کال تر پایه، په تدریجي ډول، خپل عسکر زرو تنو ته را کم کړي.

داعسکربه په کابل کې د پوځي مشاورې یو دفترلري اود افغانستان د اردو په روزنیزو پروګرامونوکې به مرسته کوي.

http://bigstory.ap.org/article/us-keep-9800-troops-afghanistan-year-end

خوپه افغانستان کې به یوازې امریکايي ځواکونه نه وي.د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشرتابه د سپټمبرپه دیرشمه له ناټو سره هم د امنیتي همکاریو تړون وکړ.

د دې تړون له مخې به د ناټو له ۴ تر۵ زرو پورې عسکرهم په افغانستان کې میشت وي چې په جګړه کې به برخه نه اخلي او افغان امنیتي ځواکونو ته به پوځي مشورې ورکوي.

د ناټو داعسکربه چې په افغانستان کې پاتې کېږي د بریتانیې، ترکېې، جرمني او ایټالیا وي.

نو داسې ویلاي شو، چې تر۲۰۱۴ [میلادي] کال وروسته به په افغانستان کې لږ تر لږه څوارلس زره او اته سوه بهرني عسکر پاتې شي.

دوهم : امریکايي پوځيان په افغانستان کې ولې پاتې کېږي؟

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون پراساس امریکايي ځواکونه دا دنده لري چې د افغان امنیتي ځواکونو قابلیتونه دومره لوړ کړي چې هغوي په کورله ستونزوسره مقابله وکړي، د افغانستان د خاورې بشپړتیا وساتي او د بهرنیو ګواښونو په وړاندې ودریږي.

د دې لپاره به امریکايي ځواکونه د افغانستان کورنیو امنیتي قواووته مشورې او روزنه ورکوي.

د امنیتي او دفاعي تړون پراساس، تر هغو چې افغان لوري غوښتنه نه وي کړې، امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پوځي عملیات نه شي کولاي.

دا تړون د افغان ځواکونو پرملاتړ، د استخباراتي معلوماتو پرشریکولو او د افغانستان د هوايي ځواکونو د قابلیتونو پرلوړولو ټینګار کوي.

په همدې ډول، د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو نوی ماموریت هم د افغان عسکرو او پولیسو پر روزنه او ملاتړ ټینګار کوي.

دریم : د دې تړون په اړه اختلافي موارد څنګه شو؟

د افغانستان پخواني ولسمشرحامدکرزي له امریکا سره د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون له لاسلیکه ډډه کړې وه.

ښاغلي کرزي چې امریکايي پوځيان يې په څو مواردو کې په افغانستان کې په ملکي تلفاتو کې په لاس درلودو تورنول، له امریکايي عسکرو غوښتي وو، چې له تروریزم سره په مبارزه کې به د شپې عملیات او د افغانانو د کورونو تلاشي بندوي.

http://www.theguardian.com/world/2013/nov/24/hamid-karzai-refuses-to-sign-us-afghan-security-deal

خو تیرکال لوېې جرګې د دې تړون متن وکوت. د جرګې غړو وویل چې؛ په تړون کې د کورونو د تلاشۍ مسله داسې مطرح شوې چې خلکو ته د منلو وړ ده. جرګې پر پخواني ولسمشر غږ وکړ چې لاسلیک یې کړي.په امنیتي او دفاعي تړون کې ویلي شوي:

″بهرني عسکر باید د تروریزم پر ضد عملیاتو په وخت کې د افغانانو او د هغوي د کورونو امنیت او خوندیتوب ته جدي پام وکړي.″

په تړون کې ویل شوي چې له تروریزم سره د امریکايي ځواکونو د مبارزې عملیات به چې د کورونیو د تلاشۍ مساله په کې راځي، د افغان ځواکونو په مشرتابه ترسره کېږي.

امریکايي ځواکونه به د افغان امنیتي قواوو د ملاتړ لپاره کار کوي.

د اختلاف بله مساله دا وه چې د امریکا حکومت ټینګارکاوه،چې افغانستان به د دوي پرهغو عسکرو چې په دې هېواد کې کوم جرم یا جنایت کوي، خپل قوانین نه عملي کوي.

په لاسلیک شوي امنیتي او دفاعي تړون کې د دې مسالې په اړه په ډير وضاحت لیکل شوي:

کابل موافقه کړی او واشنګټن ته یې حق ورکړی چې که یو امریکايی عسکرپه افغانستان کې ټولنیزجرم یا جنایت کوي، د هغه د محاکمې چارې په لاس کې واخلي.

ددې په مقابل کې واشنګټن موافقه کړې چې که چېرې د دوي کوم عسکر په افغانستان کې کوم ټولنیزجرم یا جنایت کوي، قضايي چارې به یې امریکا ته سپارل کېږي او کابل به با خبره ساتي او د غوښتنې په صورت کې افغان لوري په داسې مواردو کې، په قضايي بهیرونو کې د کتونکې په توګه حضور درلودلای شي.

خو دا امنیتي تړون د افغانستان دولت ته، د اړتیا په وخت کې د امریکايي قراردادیانو او د هغوي د مامورینو د حقوقي تعقیب او محاکمې اجازه ورکوي.

که چېرې کابل امریکايي عسکرو ته له خپلو جزايي قوانینو د مصونیت موافقه نه وای کړي، واشنګټن له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون نه لاسلیکاوو.

د امریکا حکومت له عراق سره په ورته مساله اختلاف درلود او بلاخره یې پریکړه وکړه چې؛ تر ۲۰۱۱ [میلادي] کال وروسته په عراق کې د خپلو عسکرو پوځي ماموریت تمدید نه کړي.

http://www.rferl.org/content/us-afghanistan-status-forces/25138834.html

څلورم : ایا امریکا به د دریمګړي په وړاندې د افغانستان دفاع کوي؟

د کابل او واشنګټن د امنیتي همکاریو تړون د بل هېواد د حملې په صورت کې، د افغانستان د دفاع مکلفیت پر واشنګټن نه وراچوي، خود موافقې په متن کې په زغرده راغلي چې واشنګټن باید افغانستان ته هر ډول بهرنۍ خطر اوحمله د ډیرې جدي اندیښنې وړ وګڼي.

دا موافقه همدا راز وايي، چې که چېرې پرافغانستان له بهره حمله وشي، کابل او واشنګټن د یوه مناسب ځواب په اړه خبرې اومشورې کولای شي چې په هغه کې سیاسي، پوځي او اقتصادي اقدام شامل دی.

پینځم : امریکا به په افغانستان کې خپلې پوځي اډې وساتي؟

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي اودفاعي همکاریو موافقه متحدوایالاتو ته حق ورکوي چې په افغانستان کې خپل اوسني پوځي مرکزونه وساتي او د دواړو خواوو د موافقې په صورت کې نوې اډې جوړولای شي.

د امنیتي تړون دا برخه به ایران له ډيرې نږدې څاري ځکه ایران پر امریکا تور لګوي چې غواړي له تروریزم سره د مبارزې په پلمه، په سیمه کې دځان لپاره د دایمي پوځي حضور ځاي پیدا کړي.

د ایران دولتي ټلویزون پرس ټي وي [Press TV] د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون د لاسلیک په ورځ د جرمني او جاپان یادونه وکړه او ویې ویل چې امریکا په دې هیوادو کې د سړې جګړې سره د مبارزې په نوم خپلې پوځي اډې زیاتې کړې.

http://www.presstv.ir/detail/2013/12/26/341971/us-insisting-karzai-sign-surrender-deal/

XS
SM
MD
LG