د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

نړېوال ځواکونه به په تدریجي ډول د امنیت ساتنې چارې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري


د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ یو شمیر ټکي رسنیو د امریکایي چارواکو په وینا څرګند کړې دي.ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي روښانه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي، هیله ده چې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د یاغیانو پرضد خپلې اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي او ورسره یو لړ نوې پریکړې وکړي، داسې چې د افغانستان د هغو ښارونو چې نفوس یې ډیر دی امنیت تامین شي، د هغو ښارونو امنیت تامین شي چې د مهم لارو پر سر دي او د زراعتي سیمو امنیت ټینګ شي.

د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په وینا به د دې ترڅنګ د امریکا د مرستیال ولسمشر وړاندیز ته هم توجه وشي چې وایي، په افغانستان او پاکستان کې دې د القاعده شبکې پرضد مبارزه تقویه شي .

د امریکا د پوځي مقاماتو په وینا د ستراتیژۍ لومړیتوب په دې کې دی چې څومره ژر کیدای شي هغومره ژر دې د افغان پوځیانو روزنه وشي او د افغان ځواکونو شمیر دې تر دوه زره دولسم میلادي کاله څلور لکو ته ورسیږي.

د امریکایي چارواکو په وینا افغانانو ته د افغانستان د ښارونو د امنیت سپارلو مساله ممکن افغان ځواکونو ته له نوې میلادي کاله پیل شي او لومړی هم د هرات ښار امنیت افغان ځواکونو ته حواله شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې ښایي پنځه کاله وروسته افغان ځواکونه دې ته بشپړ تیار شي چې د ټول هیواد امنیتي مسوولیت په خپله غاړه واخلي.

افغانانو ته د امنیت د سپارلو له بهیر سره به امریکایي ځواکونه لکه څرنګه چې له عراقه وځي تدریجي افغانستان هم پریږدي.

سپینه ماڼۍ وایي، ښایي له اتو تر نهو کلونو پورې امریکايي قواوې له افغانستانه ووځي خو د امریکا دفاع وزارت څرګندوي چې دا ګرانه ده چې مشخصه نېټه وټاکل شي.

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس وویل، افغانانو ته د افغانستان د امنیت سپارلو مساله د دغه هیواد له داخلي حالاتو سره تړلې ده.

بل لور ته د امریکایي چاروکو په وینا ویل شوي دي چې د امریکا په ستراتیژۍ کې بل ټکی دا دی چې له هغو کسانو سره اړیکي ټینګې شي چې کیدای شي هغوی د طالبانو له ډلو راوایستل شي او په سیمه ییزو حکومتي ادارو کې جذب شي.

رپوټونه څرګندوي چې د امریکا ولسمشر له حکومتي مسوولانو غوښتي دي چې افغانستان ته د نورو پوځيانو داستولو لګښت وسنجوي. ویل کیږي چې افغانستان ته د هر نوي امریکایي عسکر لیږل د کال پنځه لکه ډالر مصرف لري.

امریکایي چارواکي اټکل کوي که افغانستان ته نور په لسګونو زره امریکایي عسکر واستول شي په افغانستان کې به د امریکا پوځي لګښت هر کال له دیرش تر څلویښت میلیارډه ډالره زیات شي.
XS
SM
MD
LG