د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

ناټو په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په اړه موافقه وکړه


د ناټو دفاع وزيرانو پرون په بروکسل کې موافقه وکړه؛ چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې، په افغانستان کې د دوي د حربي ماموريت له پای ته رسېدو وروسته به په دغه هېواد کې د روزنې او مشورې پنځه مرکزونه جوړ کړي.

دا پرېکړه په افغانستان کې د ناټو تړون د راتلونکو عملياتو د چوکاټ برخه ده او د دوي د ځواکونو د پرېښودو پرېکړې ته لاره اواروي.

د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن وويل؛ دا به د امريکا او ناټو پوځيانو ته لاره اواره کړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي:

«د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه موافقه به وروسته له دې وشي چې د ناټو او افغان حکومت ترمنځ د پوځيانو د څرنګوالي په اړه موافقه وشي دا به په افغانستان کې زموږ د پوځيانو د حضور لپاره چوکاټ برابرکاندي.

اجازه راکړئ چې دا يادونه وکړم، زه ډاډ احساسوم چې موږ به موافقې ته ورسطږو ځکه د افغانستان حکومت په دې ښه پوهېږي چې له دې ډول امنيتي موافقې پرته موږ افغانستان ته پوځيان او روزونکي نه شو لېږلي.»


راسموسن د بروکسل په غونډه کې د ناټو د غړيو هيوادونو د دفاع وزيرانو موافقې ته په اشارې وويل، دا طرحه به د دوي پوځي ماهرانو ته، چې په راتلونکو مياشتو کې پلان نهايي کوي، لارښوونه وکړي.

د امريکا دفاع وزير چک هېګل وويل، هيواد يې ژمن دي چې په دې ماموريت کې به تر ټولو لوي برخوال وي او د افغانستان په جنوب او ختيځ کې د نورو هيوادونو مشري وکړي.

ده د جرمني او ايټاليا د ژمنو هرکلۍ وکړ؛ چې د افغانستان په لوېديځ او شمال کې د نورو هيوادونو د قواوو مشري ته تيار شوي دي.

د متحدو ايالتونو دفاع وزير دا هم وويل چې ترکيې يادونه کړې؛ چې په کابل کې د رول پر منلو غور کوي.

جرمني ويلي چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې له شپږ سوه تر اته سوه پوري پوځيان پرېږدي.

ناټو دغه راز وويل چې په افغانستان کې به د خپلو روزونکو او سلاکارانو د ساتنې مسووليت په غاړه واخلي.

راسموسن وويل؛ چې نوي ماموريت به ايساف نه نومېږي، بلکې بل نوم به لري، هدف به يې د افغان ځواکونو روزنه ، هغوي ته د مشورې ورکړه او دغه راز مرسته وي.

د افغانستان دفاع وزير بسم الله محمدي له غونډې وروسته وويل چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه خوشبينيه دي:

«د غونډې ټولو برخوالو، د هيوادونو استازو چې دلته حاضر ول، ټول له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه ملاتړ اعلان کړ. دا د افغانستان لپاره يو طلايي فرصت او چانس و، د افغانستان خلکو ته يو زېري و، د افغانستان دښمنانو ته بد خبر و.»

د ناټو په پرونۍ غونډه کې له ناټو دباندې د هغو هيوادونو دفاع وزيرانو هم ګډون کړي و چې ځواکونه يې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ايساف په چوکاټ کې فعاليت کوي.
XS
SM
MD
LG