د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۵۲

افغانستان

په کندوز کې ٣٠٠ ملي او سیمه ییز پوليس تر مسلکي زده کړې وروسته فارغ شول

په کندوز ولايت کې ٣٠٠ ملي او محلي پوليسو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه.

د کندوز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ د فراغت مراسمو ته د وينا پر مهال دغه پوليس اتلان وبلل:

"تاسې رښتيني اتلان ياست چې د هېواد د سولې او ثبات لپاره د جنګ تودو سنګرونو ته ځئ او د هېواد د دښمنانو په وړاندې مبارزه کوئ. تاسې زموږ وياړ ياست."

په کندوز کې د پوليسو د روزنيز مرکز مشر زبردست ساپي ازادۍ راډيو ته وويل چې د ملي پوليسو روزنې دوې مياشتې او د محلي پوليسو يوه مياشت دوام درلود.

ښاغلى ساپى وايي، په وروستيو کې د لنډې مودې لپاره د وسله والو له خوا د کندوز ښار تر نيول کېدو وروسته په دغه ولايت کې شا و خوا ٧٠٠ پوليس روزل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

مرستندویه بنسټونه په کمې شوې بودیجې ۲۲.۳ میلیون اړو افغانانو ته مرستې رسوي

غور کې اړمنو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور. April 09 2022

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، روان ۲۰۲۳ کال د بشري چارو شریکان هڅه کوي، په کمه شوې بودیجې سره په افغانستان کې ۲۲.۳ ميلیون وګړو ته مرستې ورسوي.

د اوچا د افغانستان څانګې دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او افغانستان یې د نړۍ یو تر ټولو ناوړه بحران بللی چې په وینا یې د دې هېواد د وګړو دوه په دریمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د کمې شوې بودیجې اندازه ۳،۲ ميلیارډ ډالره ښودلې، حال دا چې مخکې یې روان کال په افغانستان کې د بشري چارو لپاره د څه باندې ۴،۶ ميلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.

افغان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې سکواډ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړه چې ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی.

په اعلان شوې لوبډله کې نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحیمزی او اظهارالحق نوید داسې لوبغاړي دي چې په لومړي ځل چانس ورکړل شوی دی.

راشدخان بیا په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی.

کرکټ بورډ په دې تړاو د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د مهالوېش له مخې به دغه ټېسټ سیالي د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نیټې پورې به دوام وکړي.

دغه راز د غوره شویو لوبغاړو په تړاو ویل شوي: "افغان لوبډلې ته چټک توپ اچوونکي ابراهیم عبدالرحیمزی او نجات مسعود او ځوان ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی اظهار الحق نوید اضافه شوي دي. دغه راز کریم جنت چې په تېرو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې یې خورا ښې لوبې وکړې او د یادو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو، هم د دې لوبډلې برخه شوی دی."

په دې ۱۵ـ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، افسر ځاځی، اکرام علي خېل، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، اظهار الحق نوید، ظاهر خان، حمزه هوتک، ابراهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او یمین احمدزی شامل دي.

سربېره پر دې ضیاالرحمن اکبر، عظمت الله عمرزی، نورعلي ځدراڼ او سید احمد شېرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مله دي.

د ویلو ده چې افغان لوبډلې تازه د سریلانکا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په ورستیو دوه لوبو کې په لویو توپیرونو ماتې وخوړې.

کرکټ؛ سريلانکا له افغانستانه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان او سریلانکا د لوبو یو انځور

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر له افغانستانه لوبه وګټله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې۱۱۶منډې کړې وې او د سریلانکا لوبډلې ته یې د ۱۱۷منډو هدف ټاکلی وچې دې ډلې په ۱۶م اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې.

په دې سره افغانستان د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وبایلله.

افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې وه، او دویمه او درېیمه بیا د سریلانکا لوبډلې وګټلې.

کرکټ؛ افغانستان سريلانکا ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او سریلانکا د لویو یو انځور

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه لوبه روانه ده.

پچه افغانستان ګټلې او د بېټېنګ پرېکړه یې کړې وه چې په پنځوسو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړې او د سریلانکا لپاره یې د ۱۱۷ منډو هدف ټاکلی.

سریلانکا تر اوسه په اتم اور کې ۶۶ منډې کړي او هېڅ لوبغاړی یې نه‌دی سوځېدلی.

افغانستان او سریلانکا د جون په دوهمه نېټه د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه.

لومړۍ مسابقه افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر وګټله، خو په دویمه لوبه کې سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه.

وېسټ د افغانستان په اړه د يو شمېر هېوادونو له استازو سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي چې په لندن کې یې په بهرنیو چارو، کامنولټ یا ګډو ګټو او پرمختیایي چارو کې د بریتانیا د دولت له وزیر او د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د بریتانیا د صدراعظم له ځانګړي استازي طارق احمد او د افغانستان او پاکستان د څانګې له رییس اندریو مک کوبرې سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي.

دا خبره ویسټ نن په یوه ټویټ کې کړې، خو په اړه یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.

نوموړي د امریکا بریتانیا د ځانګړي اتحاد ستاینه کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي له دې مخکې په یوه بل ټویټ کې ویلي وو چې روانه اوونۍ د جون له پنځمې نه تر نهمې نېټې پورې به له لندن او ابوظبي څخه کتنه ترسره کړي او د بریتانیا او متحده عربي اماراتو له همکارانو سره به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.

ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې خوراکي توکي له وېش مخکې څېړل کېږي

ارشیف: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرسته شویو توکو بار موټرې چې اړمنو ته د وېش په خاطر لېږدل کېږي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډيلیو ایف پي' وایي، له هغو کسانو سره چې په افغانستان او د نړۍ په نورو ځایونو کې د خوړو مرسته کوي، هغوی ته خوندي خواړه رسول یې د پروګرام اساسي جز دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې دا خبره نن د جون د اوومې د خوړو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې کړې ده.

د دې پروګرام چارواکي وایي، کابل ته د خوراکي موادو له رسېدو سره سم هغه څېړل کېږي تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې زیانمن شوي او خراب شوي نه وي او وروسته د وېش لپاره په ځانګړو ګدامونو کې زېرمه کېږي.

چارواکو ویلي، د خوړو له خوندیتوب پرته د خوړو خوندیتوب ناممکن دی.

په عین حال کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په اوس وخت کې په افغانستان کې تر ۱۵ میلیونو زیات وګړي د خوړو له پلوه له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو ویلي، روان ۲۰۲۳م کال به په افغانستان کې نږدې ۲۹ ميلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ټام وېست په سرپل کې د نجونو زده کوونکو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې له مسمومېدو وروسته روغتون ته لېږدول کېږي. May 9, 2017

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست وايي، په سرپل ولایت کې د یو شمېر نجونو مسمومېدو سخت اندېښمن کړی دی.

وېسټ نن سهار وختي پر ټویټر ولیکل چې د دې پېښې د څېړنې لپاره باید هر راز لازم اقدام وشي، څو په نتیجه کې یې د ماشومانو خوندیتوب یقیني شي.

د وېسټ په وینا افغانان دا حق لري چې له وېرې پرته زده‌کړې وکړي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په سرپل کې د شاوخوا اتیا نجونو زده‌کوونکو د مسمومیت په اړه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ ویلي و، چې د افغان ماشومانو د خوندیتوب لپاره باید لازم اقدامات وشي.

د یکشنبې په ورځ د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې شاوخوا اتیا تنه زده‌کوونکې مسمومې شوې.

د دې پېښې علت تر اوسه نه‌دی معلوم شوی.

کرکټ: د افغانستان او سريلانکا ترمنځ درېيمه يوه ورځنۍ لوبه پيل شوې

د افغانستان او سریلانکا له مخکینیو لوبو یو انځور

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه لوبه پیل شوې.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د بېټېنګ پرېکړه یې وکړه.

تر اوسه چې د لوبې دولسم اور روان دی افغانستان ۷۲ منډې کړي او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلې دي.

افغانستان او سریلانکا د جون په دویمه نېټه د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه.

لومړۍ مسابقه افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر وګټله، خو په دویمه لوبه کې سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه.

کرکټ؛ نن د افغانستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه ده

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د تېرو لوبو یو انځور

د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره مسابقه کېږي.

دغه لوبه به د کابل پر وخت سهار نهه بجې پيل شي.

افغانستان لومړۍ مسابقه د ۶ وېکټو په توپیر ګټلې وه، خو په دویمې سیالۍ کې بیا سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه.

که افغانستان نننۍ مسابقه وګټي، د روانې لوبلړۍ ګټونکی کېږي.

امریکا په سرپل کې د ښوونځیو د ۸۰ نجونو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي مسموم شوې زده کوونکې روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په سرپل کې د ښوونځیو د ۸۰ نجونو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده.

مېرمن امیري پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ماشومانو د خوندیتوب د یقیني کېدو لپاره باید هر اقدام وشي.

هغې لیکلي: "موږ باید د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې له محدودیتونو او ډار پرته تعلیم ته لاسرسی ولري."

د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې شاوخوا ۸۰ نجونې، د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په ګډون ۹ تنه نور هم مسموم کړای شوي دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاندې نبیلا مسرالي هم د دغو نجونو د مسمومېدو پر خبر ژوره خواشیني څرګنده کړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي، واکمن چارواکي دې ته اړتیا لري چې د دغه بوږنوونکی جنایت پېښه تعقیب کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG