جمهور رییس کرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي سند له هره پلوه ډیر مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې؛ په اړه یې باید ملي ګټو ته په پام پریکړه وشي.
ولسمشر کرزي د مشورتي لویې جرګې په پرانیستونکې وینا کې څرګنده کړه چې؛ امنیتي او دفاعي سند له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو له تړون نه مهم دی او کولای شي چې پر افغانستان، سیمه او امریکا اغیز پرې باسي.
د جمهور رییس کرزي په وینا که چیرې دا سند لاسلیک شي نو له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به هم د یو شمېر اسلامي هېوادونو د عسکرو په ګډون له لسو ترپنځلسو زرو بهرني سرتیري په دې هېواد کې پاتې شي:
"که د دې سند په اړه مو له امریکا سره موافقه وکړه، نو بیا به محدود شمېر یعنی له لسو ترپنځلسو ددوی سرتیري په افغانستان کې پاتې کیږي.
کله چې وایم دوي هدف مې یوازې امریکا نه ده بلکې ناټو او د ایساف په چوکاټ کې یو شمېر اسلامي هېوادونه هم دي.
لکه متحده عربي امارات، ترکیه او ځینې نور اسلامي هېوادونه".
جمهور رییس کرزي له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړه مشورتي لویې جرګې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې؛ د هغې په جوړولو کې هم تر فشار لاندې وو او د اوسنۍ مشورتې لویې جرګې په اړه هم پرې فشار زیات وو خو دا یې ونه ویل چې؛ دا فشارونه د چاه له خوا وو.
ده وویل چې؛ د امنیتي او دفاعي سند د متن په اړه په تیر یوه کال کې له امریکایي چارواکو سره ډیرې خبرې او بحثونه شوي او د افغانستان ټولې ملي ګټې په کې په پام کې نیول شوي.
جمهور رییس کرزي له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند له سیاسي، اقتصادي او امنیتي پلوه ډیر مهم وباله، خو ټینګار یې وکړ چې؛ د دې سند له لاسلیک کولو سره باید په افغانستان کې سوله راشي:
" که چیرې امریکا له موږ سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کوي موږ ترې امنیت او سوله غواړو.
زه په دې پوه یم چې سوله د دوي په لاس کې ده په دې ښه پوه شوی یم .
زما د لسو کلونو کار دا خبره را ښودلې چې؛ سوله د دوي په لاس کې ده.
کله چې سوله وي او امنیت وي نو دوۍ دې په خپلو اډو کې ناست وي چې؛ څه کوي هغه د دوي کار دی او پر موږ دې کار نه لري".
د مشورتي لویې جرګې غړي به په پنځوسو کمیټو کې د څلورو ورځو لپاره پردې سند بحثونه او سلا مشورې کوي او که چیرې پرې سلا شول نو د تصویب لپاره به ملي شورا ته هم استول کیږي.
ولسمشر کرزي په خپله وینا کې وویل چې؛ امریکا د امنیتي او دفاعي سند له مخې په افغانستان کې نهه پوځي اډې غواړي، خو په بدل کې یې په دې ژمنه ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به پیاوړي کوي.
د افغانستان د جمهور رییس په وینا له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند د لسو کلونو لپاره دی او که چیرې لاسلیک شي افغانستان کې به ثبات راځي او بهرني عسکر به په تدریج سره له دې هېواد نه ووځي.
راپور: نسیم شفق