د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د لویې جرګې دېری ګډون کوونکي کابل ته رارسیدلی دی


د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمیسیون چارواکي وایي؛ د هېواد له اکثرو ولایتونو او ایران او پاکستان څخه په یاده جرګه کې د ګډون لپاره د خلکو استازی کابل ته رسیدلي دي.

دوی هیله وښوده چې ترسبا پورې به د هیواد له لیرې ولایتونو او همدارنګه د ځینو اروپایی هیوادونو څخه هم پاتی ګډون کوونکي کابل ته راورسیږی.

د دې کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه یي د سې شنبې په ورخ ازادي راډیو ته وویل؛ د هېواد له ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د جرګې د ګډون والو راتګ، د یکشنبې له ورځې پیل شوي دي:

"د هېواد له ټولو ولایتونو څخه د جرګې ګډون کابل ته د رارسېدو په حال کې دي؛ کوم ولایتونو بامیان، دایکندي او داسې نور چې لارې یې سختیی دي، د هغو استازي به هم ترسبا راورسیږي. راجسټریشن په تیزۍ سره روان دی او ترپرونه اوه پنځوس تنه راجسټر شوي دي."

په دې جرګه کې به دوه زره او پنځه سوه تنه ګډون وکړي او د عقرب د پنجشنبې په ورځ به پیل شي.

ښاغلی حسیني پشه یی وویل، د جرګې په لومړۍ ورځ به د جرګې اداري هیات او نور تشکیلات بشپړ او په دوهمه ورځ به یې پر اصلي موضوع بحثونه پیل شي.

ده وویل، په لومړي سرکې به د جرګې له غړو څخه پنځه بینادي کميټې جوړې او وروسته به همدغه کميټې دولس نورې کميټې جوړې کړي.

په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون په نیت له ولایتونو څخه د خلکو راغلي استازي وایي؛ تراوسه یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون اسناد نه دی ترلاسه کړی.

دوی د جرګې د اجنډا په هکله مختلف نظریات لري، ځیني وایي، له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کېدل د هېواد په ګټه دی او ځیني وایي، پردې مساله باید نور بحثونه هم وشي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس سیدجان کاریزوال چې د افغانستا ن او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک کېدو سره موافق دی. ازادي راډیو ته وویل، چې امنیتي تړون د افغانستان په ګټه دی:

"موږ پیشنهادونه لرو، انشاءاله هغه به ومنل شي، جرګې زموږ د ستونزو د حل غوره لاره ده. موږ له راتګه مخکې د کندهار له خلکوسره مشورې کړي، موږ د امنیتي تړون لاسلیک کیدل دهیواد په ګټه ګڼو."

خو د کونړ ولایت د سولې د شورا ريیس حاجي محمد اسماعیل وایي، خپله رایه او نظر به د جرګې د اسناد له لوستلو وروسته څرګند کړي:

"تراوسه موږ د جرګې اسناد نه دي مطالعه کړي؛ له مطالعې وروسته به معلومه شي چې؛ څومره د خلکو په ګټه دي او د لاسلیک کېدو وړ دی او که نه."

د راپورونو له مخې د امریکا متحدوایالاتو څو ځلې ټینګار کړی چې؛ د دواړو هیوادو ترمینځ دې امنیتي تړون د اکتوبر په میاشت کې لاسلیک شي، خو افغان چارواکي په دې نظر وو چې؛ د تړون مواد به لویې مشورتي جرګې ته وړاندې کړي؛ څو د جرګې غړي پرې بحثونه ورکړي او په لاسلیک کېدو او یا نه لاسلیک کېدو یې پرېکړه وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG