د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۴

"ځیني څیرې له امریکا سره د تړون پر وړاندې خنډ ګرځي"


د افغانستان د ملي مشارکت ګوند ځینې کړۍ او څیرې تورن کړل چې؛ د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو په لمسون د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅې کوي.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند یو شمېرغړو د هغو کسانو په وړاندې شعارونه ورکړل چې؛ د دوي په خبره د ایران او پاکستان په هڅونه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند پر وړاندې خنډ جوړوي.

د دغه ګوند مشر نجیب الله کابلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، داسې اسناد او شواهد لري چې؛ ښیي یو شمېر مطرح څیرو په دې وروستیو کې له ایراني چارواکو سره په هغه هېواد کې د امنیتي او دفاعي تړون پر وړاندې د ستونزو جوړولو په هکله خبرې کړي.

ښاغلی کابلي وایي، ایران له دغو کسانو سره د مرستو ژمنه کړې ده:

"د عقرب په اتمه نیټه سردار موسوي درې کسان ایران ته ورغواړي. انجینیر احمد شا احمدزی، وحید مژده او حاجي فرید غواړي او ورته وایې، چې تاسو د محسني غوندي خود فروخته کسانو په نسبت موثره یاست او کولای شی چې د تسنن له نوم څخه په استفادې کار و کړۍ او نفوذ وکړی.

اوس تاسو زموږ لپاره موثره یاست چې کار وکړي. هغه پيسې چې مو تاسو ته په اتو، لسو کلونو کې درکړي، نن یې ثابت کړی. موږ یې په اړه اسناد لرو."


په دې غونډه کې د هغو کسانو پرتصویرونو هم چلیپاوې کش شوې وې چې؛ نجیب الله کابلي یې نومونه واخیستل.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې؛ د ولسمشر کرزي د ملي امنیت سلا کار ډاکټر سپنتا څو ورځې دمخه ولسي جرګې ته وویل چې؛ یو شمېر کسان له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون پرضد د اعتراضونو د تنظیمولو لپاره په پاکستان له وسلوالو طالبانو سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

هغه د چا نوم وانه خیست خو ویې ویل چې؛ د ځینو کسانو غږونه یې ثبت کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم ویلي چې؛ د دې مسالې په اړه به څیړنې وکړي.

خو د ملي متحدې جبهې مشر انجینیر احمد شا احمدزي له ازادې راډیو سره په خبرو کې د ملي مشارکت د ګوند له خوا پرده او د دې جبهې پر یو شمېر نورو غړو لګیدلی تورونه رد کړل:

"دا ټول تورونه ناسم او غیر عاقلانه دي. موږ هیڅ ضرورت نه لرو چې د خپل ملک د سرنوشت په اړه له هغوي څخه تعلیمات تر لاسه کړو.

نه مژده نه زه او نه هم حاجي فرید له ایران سره اړیکې نه لرو. دوي زموږ دوستان دي، ګاونډي مو دي اسلامي هېواد دی، خو د ملک په مسایلو کې له هغو نه مشوره اخیستل غیر ملي کار دی."


د افغانستان د ملي مشارکت ګوند یو پریکړه لیک هم صادر کړ، په دې پریکړه لیک کې پر ځینو تصویري رسنیو هم انتقادونه شوي چې د ایرانې خپرونو په خپرولو سره د افغانانو د ذهنیتونو د اړولو هڅه کوي.

ملي مشارکت ګوند له اړوندو دولتي ادارو وغوښتل چې؛ مخه د دې رسنیو مخه ونیسي.

دغه تورونه داسې مهال لګول کیږي چې؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند په اړه مشورتي لویه جرګه هم سبا په کابل کې جوړیږي.
XS
SM
MD
LG