د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۱

د امنیتي سند جعلي متنونه خپاره شوي دي


د لویې جرګې د جوړیدو کمیسیون وایي چې؛ د کابل او واشنګتن د امنیتي او دفاعي سند جعلي متنونه د یو شمېر استخباراتي کړیو له خوا خپاره شوي.

د مشورتي لویې جرګې د تیاریو کمیسیون په دې باور دی چې؛ ځیني استخباراتي کړۍ غواړي چې؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند د جعلي متن په وسیله د دې جرګې په وړاندې حساسیتونه را وپاروي.

د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو د کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه یي، وایي چې د دې سند د جعلي متن خپریدل د خلکو په ذهنونو بده اغیزه کوي او باید چې مخه یې ونیول شي.

ښاغلي پشه یي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې کارترشا د ځینو ګاونډیو هېوادونو لاس دی، خو نوموړی د کوم هېواد نوم وا نه خیست:

"زه یې نوم نه اخلم، خو بعضې ممالک او بعضې استخباراتي کړۍ د منطقې غواړي چې دا جرګه سبوتاژ کړي او سند خلکو ته جعلي تصویر ورکړي، په دې جعلي سند کې دوی وایي لیکل شوي چې امریکایان کولای شي د افغانانو کورونو ته ننوځي او عملیات وکړي، خو په اصلي سند کې دا قید ده چې هیڅ امریکایي نه شي کولای د افغانانو کورته ننوځي او عملیات وکړي."

ټاکل شوې سبا په کابل کې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه مشورتي لویه جرګه پیل او څلور ورځې دوام وکړي.

د جرګې شااوخوا دوه نیم زره ګډونوال به په پنځوسو کمیټو کې د امنیتي او دفاعي سند په موادو بحث او سلا مشورې وکړي.

افغان چارواکي وایي، تر اوسه له امریکا سره د دې سند په دوو مواردو موافقې ته نه دي رسیدلي چې؛ یو یې د افغانانو د کورونو تالاشي او بل د پاته کیدونکو امریکایي ځواکونو د قضایي تعقیب څرنګوالی دی.

د لویې جرګې د جوړیدو د کمیسیون ویاند وایي، امنیتي ځواکونه باید د سند د جعلي نسخو د خپریدو مخه ونیسي.

د امنیتی سند دا جعلي نسخې چا خپرې کړي، عبدالخالق حسیني پشه یی یې په اړه وایي:

"دا هغه خلک دي چې له دې وطن سره علاقه نه لري، د افغانانو دوستان نه دي، بلکې د افغانستان په ضد باندې فعالیتونه او کارونه کوي، دوی له بیروني حلقاتو څخه پیسې اخیستي او هغه کسان دي چې بیروني خلکو ته کار کوي نه افغانستان لپاره."

له دې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا ویلي وو، چې د دې سند جعلي متن په واشنګټن کې د افغانستان دسفارت په ادرس خپور شوي.

سپنتا ویلي، دوي د هغو کسانو غږونه هم ثبت کړي چې د امنیتي او دفاعي سند د مخالفت په خاطر یې په پاکستان کې له طالبانو سره ټیلفوني خبرې کړي.

په دې برخه کې تراوسه حکومت د چا نوم نه دی یاد کړی، خو ملي امنیت وایي چې د تورنو کسانو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

بل لورته د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یوشمیر مشکوک کسان یې نیولي چې د لویې جرګې د ګډوډولو پلانونه یې درلودل.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG