د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۴

"افغانستان او امریکا د امنیتي همکاریو د سند د متن پر سر سلا شوي"


د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي همکاریو د تړون د مسودې پر متن نن په مشورتي لویه جرګه کې خبرې اترې پیلیږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، افغانستان او امریکا د امنیتي همکاریو د سند د متن پر سر سلا شوې دي.

له استرالیايي چارواکو او د امریکا د دفاع له وزیر چک هیګل سره په ګډه خبري غونډه کې جان کري وویل چې؛ پرمتن له سلا کېدو وروسته به اوس د افغانستان لویه جرګه د دې سند پر مادو غور کوي:
"دا د افغانستان په خلکو پورې اړه لري. کله چې زه په هغه شپه ناوخته له کابله روانیدم چې ما او ولسمشر کرزي د دې خبرو اترو لویه برخه پای ته ورسوله، نو موږ دواړو وویل دا باید لویې جرګې ته ولاړ شي.

داسې کسان و، چې پوښتنې او شک یې درلود چې ایا داسې به پېښه شي. نو دا دی دا کار سبا ته کېږي. جرګه پرې بحث کوي او موږ یې په مسوده سلا شوې یوو."

مشورتي لویه جرګه کولای شي د دې سند هره ماد له غور او بحث وروسته یا ومني او یا یې هم رد کړي.

که چېرې لویه جرګه دا سند تایید نه کړي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي سند د لاسلیکېدو مخه نیولی شي.

جان کري زیاته کړه چې؛ د چارشنبې په ورځ یې له ولسمشرحامد کرزي سره په ټیلفون خبري کړي، د نوموړي په وینا د ولسمشر کرزي سره یې په خبرو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له کبله د امریکا له خوا د بخښنې غوښتو خبره هیڅ نه ده مطرح شوې:

"صادقانه یې ووایم، نه پوهیږم چې د بخښنې غوښتلو مسله له کومه ځایه پیل شوې ده. ځکه ولسمشر حامد کرزي له امریکا څخه د داسې بښنې په اړه کومه غوښتنه نه ده کړې او په دې اړه هیڅ خبرې هم نه دي شوي. "

تردې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د دفاعي او امنیتي تړون مسودې متن چمتو شوی دی او د لویې جرګې غړو ته به چې نن جرګه پیلوي دا متن وویشل شي.

که څه هم تر اوسه پورې امریکا په افغانستان کې د خپلو پاتې کېدونکو سرتیرو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي، خو جان کري وویل چې په افغانستان کې به یې رول محدود وي.

نوموړې زیاته کړه چې؛ امریکايي سرتیري به په هیڅ صورت په جګړه کې برخه ونه لري او یوازې د افغان ځواکونو په روزنه، سنبالونه او ملاتړ کې به برخه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکې څرګنده کړې چې د چارشنبې په ورځ جان کري دوه ځلې له ولسمشر حامد کرزي سره ټیلفوني خبرې کړي او ولسمشر حامد کرزي جان کري ته بلنه ورکړه چې په لویه جرګه کې برخه واخلي خو د میرمن ساکې په وینا جان کري په دې جرګه کې د ګډون کوم پلان نه لري.

افغان چاروکو د دې مسودې متن چې دواړو لورو پرې سلا کړی خپور کړی دی.
XS
SM
MD
LG