افغانستان
په خوست کې خلک د بیارغونې د پروژو له خراب کیفیت څخه شکایت کوي
د دغو شورا ګانو غړو پرون په یوې غونډه کې وویل؛ چې زیات شمېر سرکونه، ودانۍ او ویالې چې په دې وروستیو کې جوړې یا رغول شوي دي یا خو له مینځه تللي او یا هم زیانمنې شوي دي.
د خوست د ولایت مقامات هم په دغه ولایت کې د پروژو خراب کیفیت تائیدوي خو وايي؛ چې د پراختیايي پروژو قراردادونه په مرکز کابل کې ورکول کیږي؛ چې په کې د فساد له امله د پروژو دقیق تطبیق او سم کیفیت په پام کې نه نیول کیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن متحده عربي اماراتو کې تمرينونه پيل کړ

دغه تمرینونه چې په ابوظبي کې د شیخ زاید په لوبغالي کې ترسره کېږي، هدف یې راتلونکۍ اوونۍ له متحده عربي اماراتو سره شل اوره لوبو ته تیاری نیول دي.
په پام کې ده چې، د دواړو لوبډلو ترمنځ درې لوبې د روانې میلادي میاشتې په ۱۶،۱۸ او ۱۹مه ترسره شي.
د افغانستان او د متحده عربي اماراتو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوره لوبو دغه لړۍ وروسته له هغې تنظیم شوې چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره د دریو یو ورځنيو لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه، په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړه.
اسټرالیا دغه اقدام د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پرحقونو د تیري په غبرګون کې کړی دی.
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې يو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې یو پلاوی نن ازبکستان ته ولاړ چې د حیرتان- مزارشریف پر پټلۍ د سوداګریزو توکو د انتقال ستونزه هواره کړي.
باختر اژانس چې اداره یې د طالبانو په لاس کې ده ویلي چې، په دغه پلاوي کې د طالبانو د ریاست الوزرا، د تدارکاتو د ملي ادارې او د مالیې وزارت استازي شامل دي.
د اوسپنې پټلۍ د ادارې ویاند سمیع دراني د تېرې یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تمه ښودلې وه چې په دغه سفر کې به د ترتیب شوي اکشن پلان مطابق یوه موافقه نهایي شي او د حیرتان مزارشریف د اوسپنې پټلۍ څخه به د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل شي.
د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې، د افغانستان دننه د دغې ۷۵ کیلومتره اوږدې پټلۍ فعالیت یې له دې کبله ځنډولی چې دا هېواد نهدی توانېدلی چې پر وخت د دغې پروژې تخنیکي ساتنه وکړي.
د کډوالو عالي کمېشنري: تېر کال مو ۸سوه زره افغانانو ته مرستې رسولي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، په افغانستان کې یې د تېر کال تر وروستیو پورې نژدې اته سوه زره کسانو ته موسمي مرستې رسولي او دا اداره به له تر ټولو زیانګالو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې نن چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، د افغانستان سخت ژمی چمتووالي ته اړتیا لري او د ازبکستان په همکارۍ په ترمز کې د دې ادارې لوژیستیکي مرکز د بېړنیو مرستو رسولو مسله ډاډمنوي.
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې، په افغانستان کې بېوزلي زیاته شوې او د دې هېواد د څلوېښت ملیون وګړو له نیمایي زیات یې کافي خوړو ته لاسرسی نهلري.
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې همدارنګه ویلي، په اوس وخت کې د هغو کسانو شمېر چې له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي، درې ملیون تنو ته رسیږي.
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستندويه بنسټونو فعاليت د ښځينه کارکوونکو له کار سره تړلی

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د مدني ټولنې ۹۳سلنه سازمانونو او بنسټونو ویلي چې، که ونهشي کولای چې ښځینه کارکونکې وګماري نو به دې ته اړ شي چې خپل فعالیتونه کم یا یې بشپړ ودروي.
ملګروملتونو نن په یوه ټویټ کې ویلي، د بشري مرستو ښځینه کارکونکې د ژوند ژغورنې د مرستو په رسولو کې خورا مهمې دي.
دغه وروستی جنسیتي خبرداری د ملګروملتونو د ښځو څانګې ورکړی دی.
تر دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د تېرې دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او اوسمهال افغان نجونې او ښځې په خپل وطن کې د تبعید شویو په څېر ژوند لري.
منيزه کاکړ: پاکستان کې له افغان بنديانو د وکالت په نوم پيسې اخيستل کېږي

د پاکستان په کراچۍ کې د افغان بندیانو د حقونو مدافع منیزه کاکړ وايي، دغه بندیان دې د هغو کسانو په خبرو نه خطا وځي، چې پر محکمو ګرځي او ځانونه د افغانانو قومي مشران معرفي کوي.
منیزې کاکړ ازادۍ راډیو ته وویل، د دغو بندیانو د کورنیو ځینې غړي د ټلیفون له لارې تېر ایستل شوي او په یوه یا بل نامه پیسې ورڅخه اخیستل شوي دي.
نوموړې وويل: "دوی ته خبر ورکوو، چې وکالت یې په وړیا ډول ترسره کېږي. دغو افغان بندیانو ته اړتیا نهشته چې چا ته د فیس یا بل نامه پیسې ورکړي."
باختر اژانس چې د طالبانو لهخوا اداره کېږي د سېشنبې په ورځ د سند ایالت له یوه زندانه د ۴۰ نورو افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان د سند ایالت بیا په ځانګړي ډول کراچۍ کې د بندي افغانانو شمېر تر زرو اوړي.
د ژورنالېستانو ټولنې د يوناما له يوه استازي سره د رسنيو پر مالي ستونزو خبرې کړي

د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه وايي، پرون یې په هرات کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له یوې محلي چارواکې سره د رسنیو پر مالي ستونزو خبرې وکړې.
دغې کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی په هرات کې د یوناما د ولایتي دفتر له مشرې ارزو هاتاکوی (Arezoo Hatakoi) سره دغه غونډه تنظیم کړې وه، چې د محلي رسنیو مشرانو په کې برخه درلوده.
د اعلامیې لهمخې په دې غونډه کې پر هغو چلنجونو بحث وشو، چې دا وخت د افغانستان رسنۍ او ژورنالېستان ورسره مخامخ دي، په ځانګړي ډول د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې.
د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې مشر شامل احمد مشال د رسنیو پر لږو عوایدو اندېښنه وښوده او له یوناما یې د رسنیو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په لسګونو رسنۍ تړل شوي او د رسنیو په زرګونو کارکوونکي وزګاره شوي دي.
د اروپايي ټولنې يوه استازي افغانستان کې د ناچاوده مهماتو په اړه خبرداری ورکړی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړې استازولۍ مرستیالې پرون د هیلوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې له مشرتابه سره په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو پر موضوع خبرې وکړې.
رافایله لودیچي (Raffaella Iodice) په خپل ټویټر کې لیکلي، د افغانستان په هر ولایت کې د جګړې د میراث په توګه لا هم ناچاوده مهمات پیدا کېږي.
د هغې په وینا، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو پاکولو او د افغانانو له خوندیتوب سره مرستې ته ژمن دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې تېر کال ویلي وو، چې د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ میاشتې تر اګست پورې په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو د چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت شوي، له کبله یې څه باندې ۱۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د روغتيا سازمان افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ډېرېدو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان WHOوایي، په افغانستان کې به روان ۲۰۲۳ کال شاوخوا ۸۷۵ زره ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخامخ وي او په دوی کې ۱۲۵ زره به یې له پېچلي وضعیت سره مخ وي.
د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې، له ۲،۳ ملیونه زیات ماشومان به هم ښایي له متوسطې خوارځواکۍ سره مخ وي.
همدارنګه ویل شوي چې، ۸۴۰ زره امیندواره مېرمنې او شیدې ورکونکي میندې به د خوارځواکۍ له بېړني حالت سره مخ وي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې یا MSF پرون په یوه راپور کې ویلي، افغانان د بېوزلۍ، محدودیتونو او د یوه غیر فعال سیسټم له امله له روغتیايي خدمتونو بېبرخې دي.
دې ټولنې ویلي، یوه عمده ستونزه دا ده چې، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې روغتیایي مرکزونه نه ښه مجهز دي، نه کافي امکانات لري او نه هم کافي پرسونل.
د طالبانو حکومت د ترکيې او سوريې له زلزلهځپلو سره ۱۵مليونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

د طالبانو حکومت د ترکیې او سوریې له زلزلهځپلو سره د پنځلس ملیونه افغانیو د مرستې اعلان وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دواړو هېوادونو له زلزلهځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د ترکیې له زلزلهځپلو سره د لس ملیونه افغانیو او د سوريې له هغو سره د پنځه ملیون افغانیو د مرستې اعلان کړی دی.
دغه راز ویل شوي چې، د افغانستان د اسلامي امارت د ژغورنې او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي، چې د اړتیا پر مهال د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي او خپلو ترکي او سوریايي زلزلهځپلو خویندو او ورونو ته مرستې ته ورسوي.
د طالبانو حکومت داسې مهال د سوریې په ګډون د ترکیې له زلزلهځپلو سره مرسته کوي چې په هېواد کې دننه په ملیونونو کسان بشري مرستو ته اړ دي او ترکیې هم په دې برخه کې تر اوسه د ډېرو افغانانو لاسنیوی کړی دی.
کابل کې د کمعمره ځوانانو د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري په کابل کې تر ۱۴ کلونو د کمعمره ځوانانو ترمنځ فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د فوټبال فدراسیون په وینا، د دغو سیالیو موخه له ۱۴ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ورپېژندل دي.
یاد فدراسیون دغه راز زیاتوي ډېر ژر به په نورو ولایاتو کې هم د کمعمره ځوانانو سیالۍ پیل شي.
د یادونې وړ ده چې نن (د فبرورۍ ۷مه) په هرات ولایت کې هم د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوي دي.