د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

م. م په افغانستان کې خپل فعاليت محدودوي


ملګروملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د خپلو ځینو فعالیتونو د محدودولو پلان لري.

د جرمني خبري آژانس DPA په افغانستان کې د ملګروملتو د سیاسي دفتر یوناما له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله په راپور کې لیکي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ونډې د راتلونکې په اړه غیررسمي بحثونه پیل شوي.

راپور لیکي چې ملګري ملتونه، که څه هم له افغانستان سره د توان تر وروستي حده مرسته کوي خو د ټولو اړتیاوو په برخه کې د توقعاتو پوره کول ګران کار دی.

اټکل کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو بودیجه په راتلونکې کال کې راکمه او ځینې چارې یې افغان حکومت ته وسپارل شي. د ملګروملتونو د دې راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته وړاندې شو، په زابل او غور ولایتونو کې د ملګروملتونو د دفترونو چارې د روانې جون میاشتې ترپایه افغان حکومت ته سپارل کېږي او اته نور ولایتي دفترونه به یې د راروان 2013 کال په پیل کې بند شي.

راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې د خپل پوځي حضور محدودولو ته تیاري نیسي ملګري ملتونه غواړي چې په دې هېواد کې د خپل ماموریت د راتلونکې په اړه څېړنه پیل کړي.

د ملګروملتو له دې پرېکړې مخکې فرانسې اعلان وکړ چې غواړي سږکال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي او امریکا ویلي چې په 2014 کال کې به خپل ټول محارب پوځونه له افغانستانه وباسي.
د ملګروملتونو راپور زیاتوي، له افغانستانه په زیاته اندازه د ناټو او نړیوالو ځواکونو وتل ښايي په افغانستان کې غیرقانوني اقتصاد چې مهمه برخه یې د مخدروموادو عواید دي د هغو کسانو لپاره نور هم په زړه پورې کړي چې د دوام لپاره شاته یو حمایوي سیسټم لري.

راپور زیاتوي، د افغانستان په وجود کې د داسې خطرناکې ناروغۍ د له مینځه وړلو لپاره نه یوازې په هېواد کې دننه، بلکې په نړیواله ټولنه کې سیاسي اراده په کار ده.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلې ونډې د احتمالي کمولو په اړه دا راپور په داسې حال کې خپروي چې په راتلونکو دوو اونیو کې په توکیو کې د افغانستان په اړه د مرستندویو هېوادونو یو مهم کنفرانس په پام کې دی.
XS
SM
MD
LG