د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې د پټې استوګنې پرمهال په پنځو خوندي کورونو کې ژوند کړى، په همدې موده کې يې څلور ماشومان پيدا شوي، دوو ماشومانو يې په دولتي روغتونونو کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستي دي، دا خبره د هغې تر ټولو ځوانې کونډې له هغې څخه د تحقيقاتو پر مهال کړې ده.
په پاکستان کې د يوه فراري په توګه د اسامه د ژوند په اړه جزئيات د بن لادن له دېرش کلنې کونډې أمل أحمد عبدالفتاح السادة څخه په شويو تحقيقاتو کې ورکړل شوي دي. دغو جزئياتو بيا دا پوښتنې پيدا کړي چې بن لادن څنګه کولاى شواى د ٢٠٠١م کال د سپټمبر د ١١ مې له بريدونو وروسته د اوږدې مودې لپاره په پټه استوګنه وکړي، په داسې حال کې چې دى په نړيواله کچه تر تعقيب لاندې و.
د اسامه له کونډې څخه د تحقيقاتو د راپور جزئيات لومړى د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې له خوا خپاره شول، چې اسوشېټېډ پرېس اژانس يې يوه کاپي د جمعې په ورځ ترلاسه کړه.
د بن لادن کونډه السادة دا مهال د اسامه له دوو نورو ښځو او ګڼو ماشومانو سره د پاکستان په يوه زندان کې دي. دوى وروسته تر هغه ونيول شول چې امريکا په مې مياشت کې د اسلام اباد په يوه پوځي ښارګوټي ايبټ اباد کې د اسامه پر کور بريد وکړ او ويې واژه. د عملياتو پر مهال د امريکا د سمندري ځواکونو له خوا السادة پر پښه په مرمۍ ويشتل شوې وه.
د اسامه د درېيو کونډو مدافع وکيل محمد امير خليل وويل، موکلينې به يې د اپرېل پر دويمه نېټه په پاکستان کې د غيرقانوني استوګنې له کبله په رسمي ډول تورنې شي. دغه تورونه ښايي د دوى د پنځه کلن بند د سزا سبب شي.
د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته دا څرګنده شوې چې دى له ٢٠٠٢م کال وروسته په پاکستان کې اوسېدلى دى.
د السادة په اړه په راپور کې ويل شوې چې دا پاکستان ته په ٢٠٠٠م کال کې تللې او بيا يې افغانستان ته سفر کړى، چې د سپټمبر د ١١مې تر بريدونو مخکې يې له بن لادن سره واده کړى دى.
وروسته يې کورنۍ سره وپاشل شوه او هغې د پاکستان کراچۍ ته سفر وکړ. هغې وروسته په پېښور کې له بن لادن سره بيا وکتل او وروسته سوات درې ته لاړل، هلته يې په دوو کورونو کې ژوند کړى دى. په ٢٠٠٥م کال کې په ايبټ اباد کې تر مېشتېدلو مخکې دوى يوځل بيا کوم بل کور ته کډه شوي دي.
د راپور پر اساس، السادة ويلي، دوه ماشومان يې د پاکستان په دولتي روغتونونو کې پيدا شوي، په دواړو مواردو کې هغې په دغو روغتونونو کې يوازې دوه يا درې ساعته تېر کړي.
د بن لادن پر درې واړه کونډو په تورونو کې دا هم راغلي چې دوى چارواکو ته د ځان په اړه غلطې پېژندپاڼې ورکړي دي.
د بن لادن د تعقيب په موده کې به ګڼو امريکايي او پاکستاني چارواکو ويل احتمالاً بن لادن به د افغانستان او پاکستان پر پوله او ښايي په کومه سمڅه کې اوسېږي.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، دې حقيقت چې اسامه د پاکستان په ګڼ مېشتو سيمو کې اوسېده، داسې شکونه پيدا کړي، چې ښايي د پاکستان په امنيتي ځواکونو کې به ځينو عناصرو دى پټ ساته، خو امريکايي چارواکو ويلي، تر اوسه يې په دې برخه کې اسناد او شواهد نه دي پيدا کړي.