د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

څارونکي:ګټونکی به صدراعظم ولادیمیر پوتین وي


په سږنیو انتخاباتو کې د پوتین سیالان د کمونیست ګوند کاندید ګنادي زوګانوف، نامتو میلیاردر میخاییل پروخوروف، د لېبرال دیموکرات ګوند کاندید ولادیمیر ژېرېنوفسکي او د مشرانو جرګې پخوانی مشر سیرګي مېرونوف دي خو نظرپوښتنې ښيي چې ښايي پوتین په سلو کې شپېته رایې وګټي او انتخابات به دوهمې دورې ته ولاړ نشي.

په مسکو کې یوه رای ورکوونکي سیرګي آزادۍ راډیو ته وویل چې ولې یې پوتین ته رایه ورکړه:

(البته چې پوتین زموږ د خوښې یوازینی کاندید دی.)

خو ناتالیا چې پروخوروف ته یې رایه ورکړې وايي چې پر پوتین یې خپل اعتبار له لاسه ورکړی:

(دا امېد شته چې ښايي په دې هېواد کې یوڅه بدلون راشي. یوه واحد کس ته باید اجازه ورنکړل شي چې د اوږدې مودې لپاره د یوه هېواد مشري وکړي.)

ولادیمیرپوتین چې خپله رایه یې د مسکو د علومو په اکاډیمۍ کې په صندوق کې واچوله وویل چې دی له سپورت وروسته سیده د رای ورکولو مرکز ته تللی. پوتین له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۸ پورې د روسیې ولسمشر و، خو د هېواد اساسي قانون د دریمې دورې اجازه نه ورکوله، نو ځکه ده، د یوې دورې لپاره د دیمیتري مېدوېدېف تر مشرۍ لاندې د صدراعظم په توګه کار وکړ.

د ازادۍ راډیو د خبریال د راپور له مخې په مسکو کې په ګڼ شمېر پولیس لیدل کېږي. ویل کېږي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره له ۳۸۰ زرو زیات سرتېري په ټوله روسیه کې ګومارل شوي.

د انتخاباتو د ناظرانو د ډلې زرګونه څارونکو په انترنېټ کې هغه څه خپاره کړي دي چې دوی درغلي بللې، خو د انتخاباتو د کمیټې مشر ولادیمیرچوروف دا ادعاوې رد کړې.

روسي رسنیو راپور وکړی چې شپږسوه پنځه اتیا نړیوالو څارونکو ته رسماُ اجازه ورکړل شوې چې پر دې انتخاباتو څارنه وکړي چې په دې کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان او د دیموکراسۍ او بشري حقونو د پلوي ټولنو ۲۱۹ څارونکي هم شامل دي.

تېرکال د ډسمبر په څلورمه نېټه د روسیې په پارلماني انتخاباتو کې د ولادیمیرپوتين په مشرۍ د متحدې روسیې د ګوند له کامیابۍ وروسته زرګونو کسانو په ټوله روسیه کې په پراخو مظاهرو کې ګډون وکړ.
مظاهره چیانو په انتخاباتو کې له درغلیو شکایت درلود او د پوتین له بیاانتخاب سره یې مخالفت کاوه.

زرګونو نورو بیا د متحدې روسیې په پلوۍ مظاهرې وکړې او پوتین یې د روسیې د امنیت او ثبات تر ټولو غوره ساتونکی وباله.
XS
SM
MD
LG