نړۍ
چیک او سلواکیي په اروپايي ټولنه کې د سربیا د غړیتوب ملاتړ وکړ
واسلاو کلاوس او ایوان ګسپرویچ تیره ورځ د خپلو سربي او کرواتي سیالانو سره یو ځای د چېک پایتخت پراګ ته نژدې په خپلو کې خبرې وکړې.
د چېک او سلواکیا ولسمشرانو وویل، اروپايي ټولنه باید یوه پراخه او پرانیستې موسسه وي او د غړیتوب لپاره يې باید د کوزوو په رسمیت پیژندل معیار نه وي.
ټاکل شوې، چې اروپايي ټولنه په راتلونکې میاشت کې پریکړه وکړي، چې سربیا ته د غړیتوب لپاره د کاندیدې مقام ورکړي او که نه؟
په اروپا کې د سربیا د غړیتوب مسله د کوسوو د خپلواکی په مسله کې چې څلور کاله وړاندې له سربیا څخه جلا شوه، په پرمختګ پورې تړل شوې ده.
د چېک جمهوریت په شمول د اروپايي ټولنې زیات غړیي هېوادونه کوزوو د یوه خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت پیژني.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د يحيی سنوار له وژل کېدو سره سم يو ځل بيا غزه کې د اوربند غوښتنې زياتې شوي
یحیی سنوار چې د سختدریځې حماس ډلې له لوري پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اوومه د برید اصلي طراح بلل کېږي، د غزې په جنوب کې وژل شوی دی.
دا د اسراییل د پوځ لپاره چې له دغه برید وروسته یې د حماس د جرړو د ایستلو لپاره په غزه کې جګړه پیل کړې، یوه ستره بریا ګڼل کېږي.
د سنوار له وژل کېدوسره په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو او د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتې بیا زیاتې شوې چې حماس برمته کړي دي.
د امریکا متحدهایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د اسراییل پوځ پرون پنجشنبې پرخپل ایکسپاڼه یوازې دومره ولیکل چې، یحيی سنوار ووژل شو خو وروسته یې په یوه اوږده بیان کې وویل چې د ۸۲۸ لوا سرتېرو یې درې ترهګر په نښه کړي و او د هغوی د جسدونو له څېړلو وروسته معلومه شوه چې یو یې یحيی سنوار دی.
د نوموړي په وژل کېدو سره د ایران له ملاتړه برخمنه دا ډله په څه کم درې میاشتو کې دوهم ځل دی چې له خپل مشر څخه بېبرخې کېږي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن جرمني ته له رسېدو سره سم او د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره له ټیلفوني خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، اوس یې وخت دی چې په غزه کې د اوربند لپاره ګام پورته شي.
د سویلي افریقا ښځینه لوبډله د نړیوال جام پایلوبې ته ورسېده
د ښځو ترمنځ د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۷مه نېټه لومړۍ نیمه پایلوبه د سویلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه چې سویلي افریقا وګټله.
دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، سویلي افریقا یې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې وکړه.
اسټرالیا د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه، چې یادې لوبډلې ته بېت موني تر نورو ډېرې ۴۴ منډې وکړې.
سویلي افریقا ته ایوبونګا خاکا دوه لوبغاړې وسوځولې.
د اسټرالیا هدف سویلي افریقا د ۲ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په اتلسم اور کې پوره کړ او پایلوبې ته ووتل.
د سویلي افریقا په توپوهونکو کې انیکي بوش ۷۴ منډې وکړې او غوره لوبغاړې ونومول شوه.
ټاکل شوې ده چې نن جمعه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه دویمه نیمه پایلوبه د نیوزیلنډ او ویسټ اینډیز ترمنځ د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.
د ویلو ده چې د دې شل اوریز نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۰مه نېټه ترسره شي.
د نایجریا په شمال کې د تېلو ټانکر د چاودنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۱۵۳ ته زیات شو
پولیسو پرون ویلي، په پېښه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان چې ماشومان هم پهکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د پولیسو ویاند لاوان شیسو اډم ویلي، دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ په ماجیه ښارګوټي کې شوې او د ځینو ټپیانو وضعیت خراب دی.
راپورونه وايي، د ټانکر چلوونکي پر موټر کنټرول له لاسه ورکړی او ټرافیکي پېښه شوې ده.
ویل شوي، له خبرداریو سره-سره ځايي اوسېدونکي د پېښې په ساحه کې راټول شوي وو او هڅه یې کوله له ټانکر بهېدونکي پټرول ټول کړي.
د چهارشنبې په ورځ د پېښې په لومړیو کې د مړو شمېر ۱۴۰ ښوول شوی و.
عراقچي له مصري چارواکو سره سيمه کې د کړکېچ د زياتېدو پر مسئله خبرې کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مصري چارواکو سره پرون په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو پر مسئله خبرې وکړې.
دا له کله چې عباس عراقچي د ایران د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی، دا یې قاهرې ته لومړی رسمي سفر و.
عراقچي پرون له خپل مصري سیال بدر عبدالعاطي، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د غزې او لبنان په وړاندې د اسرايیل د زیاتېدونکې شخړې د کمولو پر مسئله تمرکز وکړ.
د مصر ولسمشر په غزه کې د اسرايیل د جګړې د ختمولو غوښتنه وکړه، چې په یوه سیمهییزه شخړه بدله نهشي.
السیسي په لبنان کې هم د زیاتېدونکې شخړې د مخنیوي غوښتنه وکړه او په لوېدیځه غاړه کې یې د سرغړونو د پای رسېدو غږ هم وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر روانه میاشت د سوریې، لبنان، قطر، عمان او عراق له چارواکو سره هم کتلي او تمه کېږي تر مصر وروسته ترکیې ته لاړ شي.
اسراییلو د حزبالله پر مرکزونو بریدونه کړي
د لبنان په جنوب کې د اسرايیلو لهخوا د لبنان په جنوب کې د سې شنبې په ورځ د اکټوبر ۱۷مه د حزبالله پر مرکزونو بریدونه شوي.
د اسراییلو په دغه بریدونو کې ډېر شمېر ودانۍ ویجاړې شوي او د یوه لبناني ښار ښاروال هم وژل شوی دي.
امریکا، د ایران له ملاتړه برخمن حزبالله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.
حزبالله د لبنان د جنوب کې ډېری برخې په واک کې لري او د لبنان په پارلمان کې یې د سیاسي څانګې استازي شتون لري.
هاریس په یوه مرکه کې د ایران پر مسئله تند بحث کړی
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د راتلونکې میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند کاندیده کاملا هاریس چې له پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکي ګوند له نوماند ډونالډ ټرمپ سره سیالي کوي، د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر۱۶مه د فاکس نیوز شبکې له یوه ویاند سره په یوه مرکه کې د ایران په مسئله تند بحث وکړ.
د ښي اړخي فاکس نیوز کوربه بریټ بایر له هاریس سره د مختلفو موضوعاتو په اړه لکه د غیرقانوني کډوالۍ، د بایډن ذهني سلامتي او د هغه پالیسۍ په هکله چې څنګه به د اوسنۍ ادارې سره چې دا یې یوه برخه ده توپیر ولري بحث وکړ.
د دې مرکې تر ټولو تند بحث چې د ایران په هکله هغه مهال رامنځته شو چې دوی د بهرنۍ پالیسۍ په اړه خبرې کولې.
بحث هغه وخت تند شو کله چې بریټ بایر د ایران په اړه د کاملا هاریس ته په یو پوښتنه کې وویل چې تهران د لګول شویو بندیزونو په لرې کېدو سره په ځانګړې توګه د تېلو د خرڅلاو له لارې په میلیاردونو ډالر ګټلی شي.
کامله هاریس په دې اړه مستقیم ځواب ورنهکړ او پر ځای یې د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال له تړون څخه د امریکا د وتلو په اړه د ټرمپ پر پرېکړې تمرکز وکړ.
کرکټ؛ د هندوستان ملي لوبډله یوازې په ۴۶ منډو وسوځېده
د هندوستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې هندۍ لوبډله په ۴۶ منډو وسوځېده.
دغه ټېسټ لوبه د هند په کوربهتوب په بنګلور ښار کې پیل شوې چې هندوستان د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
یادې لوبډلې ۳۱.۲ اورونه ولوبول، ۴۶ منډې یې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
مخکښ منډه جوړونکی یې رېشب پانټ و چې په ۲۰ منډو وسوځېد.
په دې پاڼۍ کې ویرات کهولي، سرفرازخان، کیل راهول، رویندر جدیجا او روي چندرن اشوېن په صفر وسوځېدل.
د نیوزیلنډ په توپ اچونکو کې مت هنري۵، ویلیم اوروک۴ او ټیم ساوتي یوه ویکټ واخیسته.
دا د لومړۍ ټېسټ لوبې دوهمه ورځ ده، په لومړۍ ورځ د ورښت له امله هېڅ لوبه ونه شوه.
د ویلو ده چې دا د ټېسټ اتلولیو اړوند سیالۍ دي چې دواړه لوبډلې به درې ټېسټ لوبې ترسره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر مصر ته رسېدلی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تېره پرون چهارشنبه مصر ته ورسېد.
دا له شاوخوا دولسو کلونو وروسته مصر ته د ایران د بهرنیو چارو د یوه وزیر لومړنی سفر دی.
وروستی ځل د ایران د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي افریقا ته د سفر پر مهال د ۲۰۱۳م کال په جنورۍ کې قاهرې ته تللی و.
عراقچي چې دا مهال د څو هېوادونو په سفر بوخت دی، د اردن له سفر وروسته مصر ته ورسېد او هلته یې له خپل سیال ایمن صفادي سره وکتل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، دواړو چارواکو په سیمه کې د پرمختګونو او پر غزې او لبنان د اسراییلو د بریدونو په اړه خبرې وکړې.
عراقچي تېره اوونۍ لبنان، سوریې، سعودي عربستان، عراق او عمان ته سفرونه وکړل چې د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، عراقچي به له مصر وروسته ترکیې ته هم سفر وکړي.
د ښځو د کرکټ نړیوال جام؛ د استرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه ده
د ښځو د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې نن په لومړۍ نیمه پایلوبه کې استرالیا له جنوبي افریقا سره مخامخېږي.
دوهمه نیمه پایلوبه به سبا جمعه د وېسټ اینډیز او نیوزیلنډ ترمنځ وشي.
دا نړیوال جام چې د اکټوبر په درېیمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شو، پایلوبه به یې د یکشنبې په ورځ د اکټوبر په شلمه په دوبۍ کې ترسره شي.
زیلینسکي د کییف په ګټه د جګړې د څرنګوالي بدلولو لپاره یو لړ اقدامات په ګوته کړل
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن چهارشنبې یو لړ اقدامات په ګوته کړل چې د ده په وینا هغه به د کییف په ګټه د جګړې څرنګوالی بدل کړي او ښایي راتلونکي کال له روسیې سره جګړه پای ته ورسوي.
زیلینسکي نن چهارشنبې د اوکراین پارلمان ته په وینا کې له خپلو لوېدیځو شریکانو وغوښتل چې د اوکراین پر ټولو هغو سیمو چې روسیې اشغال کړي، د روسیې پر خاوره او د دښمن پر پوځي تاسیساتو د بریدونو لپاره له کییف سره په مرسته شویو لیرې واټن ویشتونکو وسلو باندې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.
د اوکراین د ولسمشر د بریا په شپږ مادهییز پلان کې د اوکراین د خاورې له لاسه ورکول رد شوي او غوښتنه شوې چې ناتو دې له دې پوځي تړون سره د اوکراین د یوځای کېدو لپاره کییف ته له قید او شرط پرته بلنه ورکړي او هم غوښتل شوي چې په اوکراین کې له ستراتیژیکو اټومي وسلو پرته دې په دې هېواد کې د دفاع په هدف یو ځواک ځای پرځای شي.