د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې داپروژه د چرګانودروزنې ده چې ددرې نیموکلونوپه ترڅ کې به په کې په میلیونونوچرګوړې تولید او روزل کیږي .
دکرنې وزیر محمداصف رحیمي د شنبې په ورځ داټلاټيرین په نامه له یوه ایټالوي شرکت سره په جلال ابادکې ددغه پروژې دقرارداددلاسلیک په وخت وویل ، څلورپایي به د وړوچرګوړو د تولید ماشینونه ، لس بابه لوی فارمونه د چرګانولپاره د یوې ټولنې وداني ، د چرګانو زربابه واړه فارمونه او ځينې نورمهم تاسیسات به جوړیږي . چې په ترڅ کې به یې سلګونو خلکوته کاروموندل شي . ده و ویل داپروژه به یوشمیرښځينه ووته هم د عاید زمینه برابره کړي .
د کرنې وزیر دغه راز د ننګرهارپه ځینونورو سیمو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پراختیايي پروژو د ژر پرانیستو وینا وکړه .
دننګرهارد کامې ولسوالۍ خلک ددغه پروژې د پرانستو له او اعلان له امله خوښ و . په ولسي جرګه کې دننګرهاردخلکو استازي امیرخا ن یاروویل ، هغه وړاندوینې چې په دغه پروژه کې راغلي که تطبیق شي ، دا به په رښتینې توګه نه یوازې کامه والو ته بلکې ټول هیواد ته ګټوره وي .
د ولسي جرګې بل غړي فریدون مومند وویل . ددغه پروژې پرانستو ته خوښ دی ، خو موجوده کابینه د کاغذ پرمخ ښې پروژې وړاندې کوي ،خو په عمل کې یې فرق دي ، ده هیله وښوده چې دا پروژه لکه څنګه چې اعلان شوه هماغه شان تطبیق شي .
محمدداود وفا
جلال اباد