د فرانسې ولسمشر او د برتانیې صدراعظم چې یوځای طرابلس ته رسېدلي نن د لیبیا د لیرې کړای شوي مشر معمرقذافي د محاکمې غوښتنه وکړه. نیکولاس سارکوزي او دیوید کمېرون د لیبیا د انتقالي شورا له مشرانو مصطفی عبدالجلیل او محمودجبریلي سره د خبرو لپاره لیبیا ته تللي دي.
برتانیه او فرانسه د قذافي د دوه څلوېښت کلنې واکمنۍ د نسکورولو په مقصد د ناټو په مشرۍ د هوايي بمبارۍ له پلویانو څخه وو. سارکوزي له خبرو وروسته په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، قذافي او د هغه د رژیم هغه چارواکي چې په جنایاتو تورن دي باید محاکمه شي، خو ده په عین حال کې د لیبیا پر خلکو غږ وکړ چې له غچ اخیستني څخه دې ډډه وکړي.
کمېرون د قذافي د نیولو لپاره د لیبیا له نوي حکومت سره ملاتړ څرګند کړ او د لیبیا د خطرناکو وسلو د له مینځه وړلو په برخه کې یې د مرستې وړاندیز وکړ:
(موږ به له تاسو سره مرسته وکړو چې قذافي ومومئ او محاکمې ته یې راکاږئ او موږ غواړو دا مرسته هم درسره وکړو چې خطرناکې وسلې، که له ځمکې څخه فضا ته توغندي دي او یا هغه ماینونه چې ستاسو خلکو ته ستونزې پېښوي له لیبیا څخه لیرې کړو او برتانیه نن ژمنه کوي چې لیبیا به ماینونو څخه پاکوي.)
د کمېرون یوه ویاند مخکې ویلي و چې برتانیه به د لیبیا له ضبط شویو شتمنیو څخه ۶۰۰ میلیونه پونډ چې نژدې ۹۴۴ میلیونه ډالر کېږي، لیبیا ته وسپاري.
سارکوزي او کمېرون به له طرابلس څخه بن غازي ته ولاړ شي. د لیبیا موقت مشران دوه اونۍ وروسته له دې چې طرابلس یې د قذافي له پلویانو څخه ونیو، تراوسه په دې دوو ښارونو کې دېره دي.
د قذافي د استوګنې ځای تراوسه نه دی معلوم.