د پاكستان د کورنیو چارو وزير رحمان ملک پرون په كوټه كې ويلي، چې په پاكستان كې افغان كډوال هم له القاعده ډلې او وسلوالو طالبانو سره د ترهګرۍ فعاليتونه ترسره كوي،ده افغان كډوالو ته يواځې يوه مياشت وخت وركړى چې دوي دې خپل ځانونه راجسټر كړي.
د پاكستان د کورنیوچارو مركزي وزير رحمان ملک د شنبې په ورځ كوټې ته راغلى وو او په دې ښار كې ورځ تر بلې د خرابېدونكيو امنيتي حالاتو د مخنيوي په مقصد يې د بلوچستان له لوړ پوړېو چارواكيو سره وليدل.
رحمان ملک د تېرې چارشنبې په ورځ په كوټه كې د ملېشه ځواكونو د مشر د مرستيال پر كور غبرګې ځانوژونكې حملې وغندلې او په چاودنو كې د وژل شويو ملېشه سرتېرو او نورو ملکي خلكو پر وژنه يې خواشيني څرګنده كړه.
ده وويل، د القاعده او پاكستاني وسلوالو طالبانو ډېرى كسان اوس كوټې ته راغلي:
((وسلوالو ياغيانو او جنايتكارانو به پخوا په كليوالو سيمو كې تروريستي فعاليتونه تر سره كول، په كوچنيو ښارونو كې به چاودنې كولې، خو چي فكر يې وكړ هلته يې په مطبوعاتو كې اغېز كم دى، نو لويو ښارونو ته يې مخه كړه او اوس كوټې ته هم راغلي دي، په دې ترڅ كې موږ د پوليسو د تاڼو له مخې د هر كور سروې كوو چي وپوهېږو څوک په كې اوسېږي))
رحمان ملک زیاته کړه، په بلوچستان كې امنيتي حالات له دې امله خرابېږي چي وايي، دلته ګڼ شمېر داسې افغان كډوال اوسېږي چي راجسټر نه دي.
وايي موږ افغان كډوال خپل وروڼه بولو چې دوي ته مو دلته پناه وركړې ده خو دوي نن سبا دلته په تروريستي اعمالو كې لاس لري.
وايي دوي ته به هيڅكله اجازه ور نه كړي چي د پاكستان له مېلمپالنې په استفادې سره د ترهګرو ملګري شي.
رحمان ملک د خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب كې چي د افغانستان او پاكستان تر منځ پر ګډه پوله خو تل خلک يوې بلې خواته اوړي را اوړي، وويل: له پاكستان سره به هغه ټولې سرحدي سيمې وتړل شي او د پولې پر سر به د تګ راتګ لپاره بيرته د تالاشۍ ځانګړې پوستې جوړې شي:
((د پاكستان پر ټوله پوله له خيبرپښتونخوا تر بلوچستانه پورې به د تالاشۍ پر ټولو پوستو باندې د كډوالو د لېږد او پلټنې پوستې جوړېږي، چي افغانستان ته تلونكي راتلونكي افغانان به يواځې له همدغو پوستو څخه تېرېږي.
متاصفانه دغه پوستې زموږ له دوست هېواد افغانستان سره د تفاهم او اړيكو د نشتوالي له امله ختمې شوې وې))
رحمان ملک وويل، كوم افغان كډوال چې نه دي راجسټر شوي، هغوي دي په يوه مياشت كې دننه خپل ځانونه راجسټر كړي، تر هغه وروسته كه غيرقانوني اوسېدونكي افغان كډوال ونيول شول سخته سزا به وركړل شي.
رحمان ملک وويل، ترهګرو ته بايد مسلمانان يا انسانان ونه ويل شي، وايي دوي چي د ورانكارۍ په چارو بوخت دي، د دوي تر شا بهرني لاسونه دي چې غواړي پاكستان بې ثباته كړي، خو وايي موږ ډارن نه يو او د دوي د ځپلو له كاره به لاس وانه خلو.
د يادونې وړ ده چي رحمن ملک د بلوچستان د ستونځې د هواري لپاره مرورو بلوڅو ته هم يو ځل بيا د مذاكراتو وړانديز وكړ او ترې ويې غوښتل چي له غرونو را كښته شي، د پاكستان ملي بيرغ ته دي سلامي شي او د پاكستان زنده باد ناره دي وكړي، موږ به يې هر ډول غوښتنې ومنو.
باركوال مياخېل- كوټه