د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۱

د بلوچستان په پښتني سيمو کې تعلیمي کمپاین پیل شو


په ډېرى وروسته پاتې سيمو كې اوس هم په خلكو كې د تعليم په اړه د سويو منفي تبليغاتو هغه اثر موجود دى
په ډېرى وروسته پاتې سيمو كې اوس هم په خلكو كې د تعليم په اړه د سويو منفي تبليغاتو هغه اثر موجود دى
د بلوچستان په پښتني سيمو كې د پښتونخوا ګوند د زده كوونكيو د سازمان له خوا له تېرو شپاړلسو ورځو راهيسې كور په كور تعليمي كمپاين پيل شوى دى، دغه كمپاين تر دې شعار لاندې تر سره كېږي چې(هر ماشوم په ښوونځي كې، هر ښونکی په ټولګي كې، په هر كلي كې ښوونځى غواړو).

په بلوچستان كې نوى تعليمي كال د مارچ له لومړۍ نېټې پيل شوى، خو د ژمي د سړځګۍ او د بارانونو له امله د ښارونو غوندې په زیاترو كليوالو سيمو كې هم ښوونځي او ليسې لا په بشپړه توګه نه دي فعالې شوې.

په دې ايالت كې د تعلمیي كچې ټيټوالي ته په پام سره سږ كال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده كوونكيو د سازمان له خوا په لومړي ځل د تېرې فبرورۍ د مياشتې له يوويشتمې نېټې راهيسې د ايالت په ختيځو او شمال لوېديځو پښتني سيمو كې يو شل ورځنى تعليمي كمپاين پيل شوى چې مقصد يې عامو خلكو ته د تعليم په اړه پوهاوى وركول دي. د پښتونخوا ګوند د زده كوونكيو د سازمان مشر كبير افغان د دې كمپاين په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

((دا سازمان سږ كال په ټوله جنوبي پښتونخوا، په ټولو سيمو، كليو او ښارونو كې يو تعليمي كمپاين پيل كړى دى، د دې كمپاين مقصد دا دى چې څنګه كولاى شو زموږ له سيمو څخه د بې علمۍ، جهالت او رجعتي افكار له منځه يوسو او خپله ټولنه څنګه په يوه مترقي او روښان فكره ټولنه بدله كړو))

دغه سازمان په زیاترو پښتني سيمو كې هره ورځ د لاريونونو او ولسي غونډو په بڼه خلک دې ته هڅوي چې خپل ماشومان پر وخت په ښوونځيو كې شامل كړي.

كبير افغان وايي، له خپل تعليمي كمپاينه يې دا نتيجه تر لاسه كړې چې وايي خلک اوس په خپلو اولادونو تعليم كول غواړي خو د حكومت له خوا په پښتني سيمو كې تعليم ته د توجه د نشتوالي له امله لا هم په خلكو كې د جهالت تياره خپره ده:

((موږ په ټوله جنوبي پښتونخوا كې د لوډسپيكرانو، د خبرپاڼو د وېشلو او د ماشومانو د لاريونونو په ذيعه موږ خلک را ټولوو او په مسجدونو كې خلكو ته تبليغات كوو او زموږ شعار دا دى چې " هر ماشوم په ښوونځي كې، هر ښونکی په ټولګي كې، په هر كلي كې ښوونځى غواړو او خپل ماشومان به په ښوونځيو كې داخلوو".

موږ تر دې نارې لاندې هره ورځ په يخ، په باران او په واورو كې په لرو سيمو كې ګرځو او خلكو ته د تعليم په اړه شعور وركوو او دې ته يې اماده كوو، چې خپل بچی په ښوونځي كې داخل كړه او د دې بچي راتلونكى خوندي كړه، ځكه د هر بچي راتلونكى زموږ د قام له راتلونكي سره تړلى دى))

په ډېرى وروسته پاتې سيمو كې اوس هم په خلكو كې د تعليم په اړه د سويو منفي
هر ماشوم په ښوونځي كې، هر ښونکی په ټولګي كې، په هر كلي كې ښوونځى غواړو
تبليغاتو هغه اثر موجود دى چي عصري تعليم ورته د بېلاريتوب په مانا تعبير شوى او ډېرى خلک د نجونو د تعليم څه چې د هلكانو د تعليم هم مخالف دي، خو د پښتونخوا د زده كوونكيو د سازمان يو بل مشر عبدالمالک اڅكزى وايي، چې اوس خلک دې ته اماده شوي چې په نجونو هم تعليمونه وكړي:

((زموږ ټولنه داسې پاتې شوې ده، چې خلک مو ښځينه زدكړې عيب ګڼي، موږ نور نه شو كولاى چې تر ابده په دې وروسته پاتې او پخوانيو دودونو كې ښكېل پاتې شو او خداى مه كړه موږ نور هم خپلې خويندې لوڼې له زدكړې را وګرځوو، دا سمه ده چې په ځينو ځايونو كې اوس هم داسې ذهنيت لري خو اوس خلک تر ډېره حده پوه شوي دي چې په خپلو لوڼو زدكړې وكړي))

د بلوچستان په پښتني سيمو كې په ځانګړې توګه په كليوالو سيمو كې خلک شكايت كوي، چې هلته ښوونځي فعال نه دي، ځكه چې وايي ښوونكي يې تنخاوې اخلي خو ښوونځيو او ليسو ته نه ورځي، چې له امله يې ماشومان له تعليمه بې برخې په تياره كې پاتېږي. دا چې دغه استادان ولې ښوونځيو ته نه ورځي او خپله وظيفه نه تر سره كوي، په اړه يې د كلا عبدالله خان په سيمه كې يو ښوونكى عصمت الله وايي:

((په دې كې بنيادي خبره دا ده چې هلته په سيمو كې كومې د تعليم ضلعي ادارې دي هغوي په دې كې لاس لري، ځكه كوم استادان چې وظيفه نه تر سره كوي دوى يې پوښتنه نه كوي، په اكثره ښوونځيو كې سرښوونكي (هيډماسټران) نور خلک د عوضي په توګه په خپله وظيفه ګوماري چې هغوي ته نيمه تنخا وركوي، چې په هغو كې ډېر داسې خلک وي چې هيڅ يې هم زده نه وي))

ښوونكى عصمت الله وايي، په ډېرى سيمو كې زده كوونكي په ښوونځيو كې د ناستې لپاره چوكۍ نه لري او پر خاورو كښېني چې وايي، له امله يې ماشومان د څرمنې په ناروغيو اخته شوي دي.

دا چې د بلوچستان د پښتني سيمو په ښوونځيو كې زده كوونكي له نورو كومو ستونځو سره مخامخ دي، په اړه يې يو ځل بيا كبير افغان وايي:

((زموږ ټولنه كه باشعوره شي، تعليم يافته شي زموږ په سيمو كې چې اوس كومې ستونځې دي دا به تر ډېره حده كمې شي، اوس چې د ساينس، د ادب، د هنر، د ټيكنالوژۍ او د علم پېړۍ ده، خو پښتانه په دې وخت كې هم له هر څه بې برخه دى، نو موږ دا ناره خپله كړې ده چې په كار دى له لومړي تر لسم ټولګي پورې هر بچي ته كتابونه پر وخت ورسېږي او بل چې كوم تعليمي كال دا بايد پر وخت پيل شي او ټول په ښوونځيو او ليسو كې بايد د استادانو ۹۵ فيصده او د شاګردان ۷۵ فيصده حاضري لازمي كړاى شي او حكومت چې كومه بې غوري كوي او د تعليم ته توجه نه كوي خلک بايد را ويښ شي او د دې پوښتنه وكړي))

سره له دې چې په بلوچستان كې د حكومت له خوا په تعليمي ادارو كې دلته د مېشتو قومونو په مورنيو ژبو زدكړې نه وركول كېږي، خو د پښتونخوا د زده كوونكيو سازمان په خپل كمپاين كې په شخصي ښوونځيو او ځانګړېو مركزونو كې د پښتو د زده كړې لپاره هم كار پيل كړى دى، د زده كوونكيو د سازمان يو بل غړى ملک عمرخان د پښتو د زدكړې په اړه وايي:

((دا وخت موږ په بېلابېلو سيمو كې د پښتو د زدكړې ښوونه هم پيل كړې ده، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ايالتي غونډه كې دا پرېكړه شوې چې موږ به په هغو سيمو كې چې پښتانه اوسېږي او پښتو يې زده نه ده هلته موږ په پښتو درس پيل كړى دى، موږ تر كوټې پوهنتون، تر ليسو او د تعليم د رياست (بورډ) پورې موږ دا مبارزه پيل كړې ده چې پښتو بايد دلته له لومړي تر منځي ښوونځي پورې د تعليم ژبه وګرځول شي))

د بلوچستان د تعليم د وزارت په ګډون په بلوچستان كې ډېرې داسې حكومتي او غيرحكومتي موسېسې هم شته چې د تعليم د ودې او پرمختګ لپاره كار كوي.

د زده كوونكيو د سازمان يو بل غړى سيداحسان اغا وايي، دغو موسېسو هم په پښتني سيمو كې د ښوونې او روزنې په برخه كې چندان كار نه دى كړى:

((موږ له سركاره دا غوښتنه كوو، چې زموږ د بچيانو لپاره زموږ په كليو او زموږ په وروسته پاتې سيمو كې بايد ښوونځي خلاص كړي، خصوصاً موږ له هغو انجوګانو دا غوښتنه كوو چې دوي د تعليم په برخه كې د كار كولو ادعا كوي، دغه انجوګانې چې د تعليم لپاره حكومتي او بهرنۍ مرستې تر لاسه كوي بايد دوي د پښتنو په هر كلي كې د تعليم رڼا خپره كړي))

په خلكو كې د تعليم د عام كولو او د خلكو د وروسته پاتې ذهنونو په روښانه كولو كې به دا ډول كمپاينونه او تبليغات څومره مثبتې نتيجې ولري، په دې اړه د پښتونخوا ګوند د زده كوونكيو د سازمان يو بل مشر عبدالمالک اڅكزى وايي:

((يوه مثبته نتيجه خو به يې دا وي، چې ټول خلک ميندې او پلرونه به په دې خبر شي چې خپل اولادونه- زامن او لوڼه- په ښوونځيو كې شامل كړي، بله نتيجه يې دا ده چې واقعيتاً اوس حكومت تر ډېر زيات فشار لاندې راغلى دى او ټول سياسي ګوندونه او باشعوره خلك هم په دې نظر دي چې پر حكومت بايد فشار راوړل شي چې زموږ تعليمي ادارې فعالې وساتي او تعليم ته وده وركړي))

د پښتونخوا ګوند د زده كوونكيو د سازمان غړي وايي، د دوي د سږني كال دا هڅه به د دې سبب شي چې په پښتني سيمو كې د تعليم په كچه كې څو چنده زياتوالى راشي چې په دې توګه به د بې سوادۍ كچه را ټيټه شي او په سيمه كې به د مذهبي افراطيت د خپرېدو مخنيوى وشي.

رپوټ:- باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG