د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات راتلونکي حمل کې ترسره کېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د نېټې په اړه‌یې پرېکړه نهايي کړې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي وايي، د دې کمېسیون د سې شنبې د ورځې په غونډه کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو نېټه نهايي شوه او پرېکړه وشوه چې د راتلونکې هجري لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات په یوځای ترسره شي.

د ولایتي شوراګانو پخواني انتخابات هم د ولسمشرۍ له تېرو انتخاباتو سره یوځای ترسره شوي وو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي

ښاغلي هاشمي پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل:

"کمېسیون نن د رأیو په اکثریت پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به د راتلونکي ۱۳۹۸ هجري شمسي کال په پسرلي کې د وري د میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي."

د اوسنیو ولایتي شوراګانو د کار دوره د روان هجري لمریز کال په عقرب میاشت کې پوره کېږي چې باید لپاره‌یې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې انتخابات شوی وی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي وايي، تخنیکي او مالي امکاناتو ته په کتو کمېسیون پرېکړه کړې چې د ولایتي شوراګانو انتخابات هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت ترسره کړي.

  • په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسوالۍ د شوراګانو انتخابات هم ځنډولي ایا دا انتخابات به هم د ولسمشرۍ انتخاباتو سره یوځای وشي؟

ښاغلي هاشمي وویل چې په دې اړه پرېکړه د ملي امنیت کمېټې ته راجع شوې چې د انتخاباتو د قانون له مخې کولای شي د څلور میاشتو لپاره د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه وکړي.

انتخابات له اوس څخه شااوخوا اته نیمې میاشتې وروسته ترسره کېږي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د اعلان شوې نېټې پر بنسټ دا انتخابات له اوس څخه شااوخوا اته نیمې میاشتې وروسته ترسره کېږي.

  • ایا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په چمتووالو کې هم له انتقادونو سره مخ دی، په دې څو میاشتو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره چمتووالی بشپړولی شي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي وویل، د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره یو لړ نیول شوي چمتووالي به له دوی سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مرسته وکړي.

نوموړی وايي:

"تر ټولو لوی کار چې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په درد خوري هغه «د رأی ورکولو» په شرایطو د پوره کسانو د نوم لیکنې پروسه ده. دا لېست چې موږ جوړوو، دا د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ انتخاباتو ته کارول کېږي او دا به لومړی ځل وي چې افغانستان د رأی ورکولو په شرایطو د پوره کسانو یو لېست لري."

بېلابېل سیاسي لوري، سر له اوسه د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون لپاره په چمتووالي بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی ډاډمن دي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره به نورې چارې هم په دې موده کې بشپړې شي.

که څه هم تر اوسه پورې په رسمي توګه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ګوندونو او یا اشخاصو د مشخصو کاندیدانو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په کابل په وروستیو کې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف په نوم د یوې سیاسي ټلوالې د جوړېدو اعلان او د افغان سیاستوالو ترمنځ له نورو ناستو ولاړو څرګندېږي چې بېلابېل سیاسي لوري، سر له اوسه د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون لپاره په چمتووالي بوخت دي.

ګومان کېږي چې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په شمول به د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي ډلو او څېرو ترمنځ د مبارزو شاهد وي.

په هېواد کې پراخې ناامنۍ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالي او تخنیکي ستونزې او سیاسي بې‌ثباتۍ د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG