د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

په افغانستان کې د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ځنډېدو وړاندیز شوی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو د معیارونو نیمګړتیاوې د دې سبب شوي چې دغه کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ځنډېدو وړاندیز وکړي.

د افغانستان په ډېرو ولسوالیو کې د کافي نوماندانو نشتوالی په تیره بیا د ښځینه نوماندانو کموالی د دې سبب شو چې د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره معیارونه پوره نه‌شي او د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو د ځنډېدو وړاندیز وکړي.

د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو د قانون د ۱۰۴ مادې له مخې اړوندې کمېټې ته وړاندیز شوی چې د ولسوالیو شوراګانو د ځنډ په اړه پرېکړه وکړي.

په دې کمېټه کې د امنیت شورا غړي، د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، لویه څارنوالۍ، قاضي‌القضات او د اساسي قانون د څار کمېسیون مشر غړيتوب لري.

دوی د قانون له مخې صلاحیت لري چې په بېړنیو حالاتو کې تر څلورو میاشتو پورې انتخابات وځنډوي.

د انتخاباتو د کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي
د انتخاباتو د کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي

دا معلومه نه‌ده چې دغه کمېټه به تر څه وخته په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي، خو ښاغلی هاشمي پر هغو عواملو غږېږي چې ولې په اکثرو ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو معیارونه پوره نه‌شول.

نوموړی وايي:

"یو څه به سړی حقایق ووایي. یو څه عام پوهاوی ونه‌شو، په قانون کې د ۱۲م ټولګي سند معیار ګرځېدلی وو. داسې سیمې چې د ۱۲م ټولګي زده‌کړې د نارینه لپاره هم مساعد نه‌دي، نو د ښځو لپاره خو ډېر سخت دی. بله ستونزه د ناامني ده. بل زموږ په سُنتي ټولنه کې ښځې نه‌پرېښودل کېږي چې داسې څوکیو ته راشي. په پیل کې د دوی حقونو صلاحیتونو وضاحت نه‌درلود. که پر دې ټولو موضوعاتو له مخکې کار شوی وی، شاید دا ستونزه به اوس نه‌وی."

تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو لپاره د نامعلومو امتیازاتو او صلاحیتونو په اړه او هم په دې لېست کې د ښځو د کموالي له کبله اندېښنه ښودلې وه.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د بېلابېلو عواملو له کبله ځنډېدلي دي.

​ښاغلي هاشمي د دې پوښتنې په ځواب کې چې څه تضمین شته چې د نورو څلورو میاشتو په موده کې به یادې ستونزې هوارې او معیارونه به پوره شي؟ وویل:

"ولسمشر د هغه طرزالعمل چې د دوی دندې ځانګړې کوي، د تنظیم سپارښتنه کړې ده هغه د آماده کېدو په حال کې دی، نو زه فکر کوم هغه سخت شرایط چې د ۱۲م ټولګي سند دی، شاید حکومت غور ورباندې وکړي. موږ هم حکومت ته دا مشوره ورکوو چې که په ځانګړي ډول د ښځو لپاره لږ نرمي راوړي، نو موږ به کافي نوماندان ولرو چې رقابت سره وکړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، په څه باندې ۱۲۰ ولسوالیو کې د ولسوالۍ شوراګانو لپاره حتی یوه ښځینه نومانده نه‌شته.

په څه باندې ۱۲۰ ولسوالیو کې د ولسوالۍ شوراګانو لپاره حتی یوه ښځینه نومانده نه‌شته.
په څه باندې ۱۲۰ ولسوالیو کې د ولسوالۍ شوراګانو لپاره حتی یوه ښځینه نومانده نه‌شته.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د بېلابېلو عواملو له کبله ځنډېدلي دي.

له دې سره نړیوالې ټولنې په وار وار پر افغانستان ټینګار کړی چې انتخابات پر خپل وخت ترسره کړي.

د میزان ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ټاکل شوې ده.

XS
SM
MD
LG