د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

فایز: ولسمشر غني د انتخاباتي شکایتونو ولایتي کمېشنران منظور کړل


بالاخره ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتي شکایتونو ولایتي کمېنشران منظور او د دغه کمېسیون انتظار ته یې د پای ټکی کېښود.

د دغه کمېسون يوه کمېنشر محمد بصیر فایز د جمعې به ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې معتبرې سرچینې د ولسمشر لخوا د دغو کمېشنرانو د منظورۍ ډاډ ورکړی دی.

ښاغلی فایز وايي، د ولایتي کمېشنرانو له معرفي کېدو سره به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

د ده په خبره، دغه کمېشنران په لومړۍ مرحله کې انتخاباتي شکایتونه څېړي او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د کابل مرکزي دفتر ته لېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له يوې موثقې سرچینې خبر شو چې له نیکه مرغه د ولسمشر لخوا د پاتې کمېشنرانو نوملړ منل شوی دی، موږ هم خپل تدابیر نیولي دي او دوی به خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږو، موږ له دغو کمېشنرانو ژمنه اخلو، د څار بنسټونه او مدني فعالان زموږ له چارو نظارت کوي، که پر دغو کسانو د فساد او رشوت اخېستلو کوم مورد ثابت شي نو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون شااوخوا دوه میاشتې مخکې د ۱۰۲ کسانو لېست ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږه، خو ولسمشر له یاد لېسته ۲۷ کسان د دغه کمېسیون د کمېشنرانو په توګه معرفي کړي دي.

په هغه وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ويلي و چې له دغه کمېسیونه یې غوښتي چې په شرایطو برابر کسان دې د کمېنشرانو په توګه ولسمشرۍ ماڼۍ ته معرفي کړي، خو اوس يې زموږ مکررو ټیلفوني اړیکو ته ځواب ور نه کړ.

خو اوس د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ د هم هغه پخواني نوملړ پاتې ۷۵ کسان تائید کړي چې له يو لړ مراسمو وروسته به ۳۴ ولایتونو ته واستول شي.

له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ګواښ کړی و چې د ولایتي کمېنشرانو په پېژندلو کې د ځنډ له امله د هر ډول رامنځته کېدونکې ننګونې مسؤلیت د ولسمشرۍ ماڼۍ په غاړه دی.

خو له دې ټولو سره سره، د ټاکل شوې مهال وېش له مخې په کار ده چې د زمري میاشتې تر ۱۲ نېټې پورې ټولو انتخاباتي شکایتونو ته رسېدنه وشي.

بله اندېښنه چې د کمېشنرانو د کار په وړاندې مطرح ده هغه د دوی بې طرفي او رښتینولي ده چې د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ اجرائيوي رئیس شاه محمود مل پرې ټینګار کوي:

"د دغو کسانو په ګمارنه کې دقت لازم و، اوس هم اړتیا ده چې دوی مسلکي او بې پرې خلک وي، که ځنډ د دې لپاره و چې معیار باید په نظر کې نیول شوی وای او اوس هم هغه نوملړ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا رد شوی و بېرته تائید شوی نو دا ښيي چې ستونزه پخپله د حکومت په داخل کې وه، اوس باید دغه کمېنشران ژر تر ژره خپل کار پيل کړي څو تر ټاکلي وخته پورې انتخاباتي شکایتونو ته رسېدنه وشي."

ښاغلی مل وايي، د دغه بهیر د مدیریت لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا لېدل کېږي او حتا تردې چې مدني ټولنې او څاروونکي د انتخاباتي شکایتونو په تړاوو په سمه توګه اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.

نوموړی ټینګار کوي چې که نوي کمېشنران پخپلو چارو کې بې پرې او صادقه نه وي نو راتلونکې ټاکنې به له درغلیو ډکې او په دغه بهیر به د خلکو باور ته زیان ورسېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG