د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

فیفا: حکومت د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره سلیقه يي چلند کوي


پر انتخاباتو څارونکي بنسټونه له حکومت نه غواړي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون په چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړي او د څنډې ته کولو پر ځای دې، ورته ژر کمېشنران وګماري.

د ولسي جرګې انتخاباتو ته درې میاشتې پاتې دي، خو د حکومت له خوا پر انتخاباتي کمېسیونونو ولکه او د انتخاباتو د ملاتړ لپاره د حکومت د پروګرامونو نشتوالی هغه اندېښنې دي چې د انتخاباتو د څاربنسټونه یې مطرح کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د حکومت د سلیقه یي چلند او لاسوهنو له امله، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون، د صلاحیتونو له کړۍ وتی او په داشان یو وضعیت کې باید د انتخاباتي عدالت په تمه ونه اوسوو.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت هڅه کوي چې دا پروسه په ښه بڼه پرمخ لاړه نه شي، موږ د انتخاباتو په تړاو د ماشومانو د یوې لوبې شاهدان یو، ستونزه باید هواره شي، نه داچې ولکه پرې وشي، بله داچې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د صلاحیتونو له کړۍ نه وتونکی دی، پر دې وضعیت اندېښمن یو او باوري یو چې انتخاباتي عدالت به یا مراعات نه شي اویا به له ځانه سره جدي ستونزه ولري."

د انتخاباتو د څار بنسټونه په داسې حال کې دغه اندېښنې څرګندوي چې د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار بنسټ ورځ مخکې انتقاد وکړ چې انتخاباتي کمېسیونونه له جدي ستونزو سره مخ دي او تراوسه لا په ګڼو ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ولایتي کارکونکي نه دي ګمارل شوي.

دغه بنسټ په دې باور دی چې حکومت د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په څنډې ته کولو سره د دغه کمېسیون په چارو کې مداخله کوي او غواړي انتخابات پخپله مدیریت کړي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوملړ تر اعلانېدو وروسته باید، انتخاباتي شکایتونو ته د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لخوا رسیده ګي وشي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړې حمیرا حقمل وايي، په تېرو درې ورځو کې دوی له مرکز او ولایتونو نه، ۵۰۰ اعتراضونه ترلاسه کړي خو، د دغه کمېسیون د کمېشنرانو نشتوالي، د دوی لاسونه تړلي او د ارزونې پروسه یې له ستونزو سره مخ کړې ده.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دوه میاشتې مخکې، د ۱۰۲ کسانو لېست ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږه، خو ولسمشر له یاد لېست نه۲۷ کسان د دغه کمېسیون د کمېشنرانو په توګه معرفي کړي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، د انتخاباتي شکایتونو په چارو کې د حکومت د مداخلې، د دغه کمېسیون د څنډې ته کولو او د کمېشنرانو په ګمارلو کې د ځنډ په تړاو، د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو د اندېښنو په اړه داسې وايي:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"د حکومت لخوا هېڅ ډول محدودیت نه شته، په خواشینۍ سره چې دغه کمېسیون پخپله وخت ضایع کوي، څو ورځې کېږي چې موږ د یو بشپړ فهرست په تمه یو، د حکومت کار په دوو برخو کې دی، د انتخاباتو مالي او امنیتي تامین، تخنیکي برخې یې کمېسیون پورې اړه لري چې څرنګه پروګرامونه تنظیموي، حکومت نه پخپله مداخله کوي او نه بل چاته اجازه ورکوي چې د کمېسیون په کارونو کې مداخله وکړي."

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د داسې کسانو لېست ته سترګې په لاره دی چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د کمېشنرانو په توګه، د غوراوي معیارونه ولري.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ټینګار کوي چې کوم کسان دوی ولسمشر ته ورپېژندلي په معیارونو برابر دي او بل لېست به ورونه لېږي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، دا چې د نظریاتو د اختلاف له امله د انتخاباتو مسیر یو نامعلوم لورې ته روان دی، د انتخاباتو روڼتیا او دغه شان د درغلیو او انتقادونو رسیدنې ته باید په تمه ونه اوسو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG