د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

انتخاباتو خپلواک کمېسیون:د سیاسي ګوندونو غوښتنې له قانون څخه لوړې دي


یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونه په انتخاباتي نظام کې د بدلون په تړاو په خپلو غوښتنو په ټینګار سره ګواښ کوي چې که یې غوښتنې ونه منل شي، د فشار بېلابېلې لارې به وازمايي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دغه غوښتنې له قانونه لوړې دي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته ایله دوه میاشتې پاتې دي، نو ځکه په یاده موده کې د انتخاباتي نظام بدلون او په بایو مټریک سیستم د رأی ورکړې بهیر ناشونی دي.

ښاغلی سادات وايي، سیاسي ګوندونه د انتخاباتي بهیر د شفافیت لپاره له دغې پروسې د څار حق لري، خو د دغه بهیر له ستونزو سره د مخامخ کولو هڅې دوی ته د منلو وړ نه دي.

سادات زیاتوي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سیاسي ګوندونو ته ویلي، هغه څه چې په قانون کې وضاحت لري، کولای شي په هغه برخو کې همکار واوسي، خو له قانونه لوړې غوښتنې منل د کمېسیون مسوولیت نه دی، حکومت په کم وخت کې نه شي کولای انتخاباتي نظام بدل کړي، قانون ځینې محدودیتونه وضع کړي او اوس کمېسیون نه شي کولای د انتخاباتي نظام د بدلون په اړه بحث وکړي."

ټاکل شوې چې سبا دوشنبه د سیاسي ګوندونو، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره ناسته ولري، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په‎دغه ناسته کې به یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو ته قناعت ورکړي چې دا مهال په انتخاباتي نظام کې بدلون ناشونی دی.

له دې یوه ورځ وړاندې یو شمېر معترضو سیاسي ګوندونو او جریانونو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره ناسته درلوده او په هغې کې یو ځل بیا د انتخاباتي نظام په بدلون او په انتخاباتي بهیر کې د بایومټریک سیسټم او د انتخاباتو په ورځ له انتخاباتي بهیره په څار ټینګار شوی و، خو دغه غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده.

تر دې مخکې دغو ګوندونو د ۹ میلیونو رأیه ورکوونکو نوم‎لېکنه خیالي بللې وه او ویلي و، که کمېسیون نوم‎لېکنه باطل اعلان نه‎کړي او انتخاباتي نظام بدل نه‎شي، دوی به حتی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو مخه ډب کړي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني دغو ګوندونو ته خبرداری ورکړی و چې پټه خوله پاتې کېدل یې د ناتواني معنی نه ورکوي او د ملت برخلیک یو قشر نه‎شي تعینولای.

له دغو اعتراضونو شاوخوا یوه میاشت وړاندې له ګوندونو، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او حکومتي غړیو یو کمېسیون جوړ شوی، څو یادې ستونزې ته د حل‎لاره ولټوي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هېچا ته به د مداخلې او د دغه بهیر په وړاندې د ستونزو جوړولو اجازه ورنه کړي.

خو د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند یوه غړي محمد ناطقي ازادي راډيو ته وویل چې دوی د سیاسي ګوندونو او جریانونو د غوښتنو په دریځ ټینګ ولاړ دي:

"تاسې اورېدلي چې د نوم لیکنې په بهیر کې دوه میلیونه تقلب شوی چې دا د منلو وړ نه دی او ډېر وحشتناک دی، چا ته به د منلو وړ وي؟ که زموږ غوښتنې ونه منل شي، د پایلو په اړه مو ورته ویلې دي."

ښاغلی ناطقي تینګار کوي چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي له ټولو مدني لارو چارو او فشارونو به کار واخلي چې پایلې به یې حکومت ته ښې نه وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، که د دواړو خوا له ترمنځ اختلافونه دغه شان ادامه پيدا کړي انتخابات به له ستونزو سره مخ شي چې راتلونکی یې ښه نه برېښي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG