د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ولایتي کمېشنران سبا سې شنبه کار پیلوي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، ولایتي کمېشنران به سر له سبا په ولایتونو کې خپل کارونه پیل کړي.

که څه هم له مهالوېش سره سم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د څېړل شویو شکایتونو اعلان ته ایله څلور ورځې پاتې دي، خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د دوی ولایتي کمېشنران به د سې شنبې په ورځ په کار پیل وکړي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او منشي علي رضا روحاني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۸» په کابل کې د دغو کمېشنرانو د لوړې د مراسمو تر ادا کولو وروسته خبریالانو ته وویل، ولایتي کمېشنران ځکه ناوخت ټاکل شوي چې د جمهوري ریاست له‎خوا لېست په ځنډ سره تأیید شو.

ښاغلی روحاني وايي چې دغه کمېشنرانو ته د لوړې تر ورکولو وروسته یو ورځنی مختصر کاري ټرېنېنګ هم ورکول کېږي.

ښاغلي روحاني زیاته کړه:

"د دغه لېست یوه برخه چې ۲۷ کسان وو، مخکې د جمهوري ریاست له لوري منظور شوی و او اوسنی لېست چې له مخکېني هغه سره ۱۰۲ تنه کېږي همدا اوونۍ منظور شوی او ان‌شاءالله سر له سبا به زموږ ټول ولایتي کمېشنران ولایتونو ته لېږل کېږي او کار به پيلوي."

د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې د انتخاباتي شکایتونو له پنځو لویو او دایمي کمېشنرانو سربېره هر ولایت ته درې لنډ مهال کمېشنران ټاکل کېږي چې یوه‌یې باید ښځه وي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي چې نږدې پنځو ولایتونو ته ښځینه کمېشنرانې پیدا نه‌شوې او پر ځای یې نارینه کمېشنران ولېږل شول.

ولایتي کمېشنران ځکه ناوخت ټاکل شوي چې د جمهوري ریاست له‎خوا لېست په ځنډ سره تأیید شو.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي، که څه هم دغه ټاکنې ناوخته شوي، خو بیا هم پر ځای اقدام دی.

د دغه بنسټ د خپرونو د مسئول نعیم اصغري په خبره، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د خپل کار له پيله نه‎دی توانېدلی چې خپل کارونه له قانون سره سم مخته یوسي.

ښاغلي اصغري زیاته کړه:

"له بده مرغه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د پروسې له پیله ونه‌توانېد چې پروسه په قانوني ډول مخ ته یوسي چې ښکاره بېلګه‌یې په ځنډ د ولایتي کمېشنرانو ټاکل دي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د راتلونکو انتخاباتو په اړه شااوخوا ۸۰۰ شکایتونه دوی ته رسېدلي چې په اړه‌یې څېړنې روانې دي او ممکن په لومړي لېست کې راغلي ځیني کسان له وروستي لېسته وایستل شي او له لومړني لېسته ایستل شوي کسان بېرته لېست ته دننه شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، دوی تمه لري چې د دغو شکایتونو د څېړلو چارې په خپل ټاکلي وخت چې د روان کال د اسد ۱۱مه نېټه کېږي بشپړې کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا ټینګار کوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید د انتخاباتي عدالت د ښه پلي کېدلو په هدف په خپلو کارونو کې دقت او شفافیت ته زیات پام وکړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG