د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

د ولسمشریزو انتخاباتو د نېټې پر اعلانېدو د اجرائیه ریاست ټينګار!


د افغانستان اجرائیه رئیس د ولسمشریزو انتخاباتو د نېټې پر اعلانېدو ټینګار کوي او وايي چې باید په دې لاره کې د حکومت د ارادې په اړه ابهام ته ځای پاتې نه‌شي.

په داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت د واک ختمېدو ته ۱۰ میاشتې پاتې دي، د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د ولسمشریزو انتخاباتو د نېټې په اعلان ټینګار کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۱» د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته وویل، د ملي وحدت حکومت مشرانو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د ولسمشریزو انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې حکومت د سراسري او شفافو انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دی او دغه بهیر باید له هر ډول درغليو پرته ترسره شي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"د ملي وحدت حکومت مشرتابه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غوښتنه کړې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه اعلان کړي، ځکه دا د کمېسیون دنده ده او باید په دې برخه کې د حکومت اراده خلکو ته مبهمه نه‌وي، البته هغه انتخابات چې خلک‌یې تمه لري، له درغلیو باید پاک وي او باید خلک د تېر په څېر انتخاباتو سره مخامخ نه‌شي."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ۱۳۹۸ کال د جوزا په لومړۍ نېټه د ملي وحدت حکومت واک پای ته رسېږي او د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره باید د ۶۰ ورځو په اوږدو کې د ولسمشر د کار له پای ته رسېدو وړاندې، انتخابات ترسره شي.

له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې ولسمشریز انتخابات به په ټاکلي وخت او په شفاف ډول ترسره شي.

ناامني، د بودجې کموالی او احمتالي تقلب د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې مهمې ستونزې او ننګونې بلل کېږي.

خو اوس هم دغو ستونزو ته به اشارې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون په هدف له اته میلیونو زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د دغه کمېسیون غړي او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي ازادي راډيو ته وویل، تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به د ولسمشریزو انتخاباتو مهالوېش جمهوري ریاست ته ولېږل شي او تر راتلونکو ۱۰ ورځو به د جمهوري ریاست د انتخاباتو دقیقه نېټه اعلان شي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

دی وایي:

"موږ د جمهوري ریاست د انتخاباتو په خاطر خپل چمتووالی د راتلونکي کال په پسرلي کې اعلان کړی او په تېرو دوو میاشتو کې موږ د مهالوېش په مسوده کار کړی او چمتو کړې مو ده، په یوه اوونۍ کې جمهوري ریاست ته لېږل کېږي او لږ تر لږه تر ۱۰ ورځو وروسته به دقیقه نېټه اعلان کړو."

له دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې په احتمالي توګه ویلي شي چې د افغانستان ولسمشریز انتخابات به د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۱۶مه ترسره شي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د انتخاباتو د یو شمېر څارونکو بنسټونو استازي وايي، هغه ستونزې چې د دغه بهیر پر وړاندې پرتې دي او دغه‌شان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې کمکاري به د دې لامل شي چې د جمهوري ریاست انتخابات په خپل وخت ترسره نه‌شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیقا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو او هم د ولسمشریزو انتخاباتو له دوو پېچلو مأموریتونو سره مخ کول، د انتخاباتو بهیر له ستونزو سره مخ کول دي.

نوموړی وړاندیز کوي چې لومړی باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره او په وړاندې یې پرتې ستونزې هوارې شي او وروسته له هغې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته چمتووالی ونیول شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG