خبرونه
د ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ انتخابات په یو وخت ترسره کېږي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون وايي، د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د نېټې په اړهیې پرېکړه نهايي کړې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظالله هاشمي پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل، کمېسون د رأیو په اکثریت پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به د راتلونکي ۱۳۹۸ هجري شمسي کال د وري د میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.
که څه هم د اوسنیو ولایتي شوراګانو کاري دوره د روان کال د عقرب په میاشت کې پوره کېږي، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظالله هاشمي وايي، تخنیکي او مالي امکاناتو ته په کتو کمیسیون پرېکړه کړې چې د ولایتي شوراګانو انتخابات هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت ترسره کړي.
په هېواد کې پراخې ناامنۍ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالي او تخنیکي ستونزې او سیاسي بېثباتي د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې ګڼل کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم نړیوال جام کې سبا جنوبي افریقا سره مخامخ کېږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا، چهارشنبه (د فبروري ۱۱ مه ) د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په دویمه لوبه کې د سویلي افریقا سره مخ شي.
دا لوبه د چهارشنبې په ورځ د کابل په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د هند د ګجرات ایالت په احمد آباد ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې پیلیږي.
د پرون په لوبو کې، سکاټلینډ د ایټالیا په وړاندې، زمبابوې د عمان او سویلي افریقا د کاناډا په وړاندې بریا ترلاسه کړه.
افغانستان د یکشنبې په ورځ په دې سیالۍ کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلند ته وبایلله.
د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د ارمنستان لیدنه کوي
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د دوشنبې په ورځ (د فبروري ۲۹مه) ارمنستان ته ورسېد.
هغه پلازمینې یریوان ته په رسیدو سره د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ولیدل.
وینس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې څخه ترټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې ارمنستان ته سفر کوي.
دا سفر نږدې شپږ میاشتې وروسته له هغه کیږي چې ارمنستان او اذربایجان د امریکا په منځګړیتوب د ناګورنو قره باغ سیمې په اړه د اوږدې مودې شخړې د پای ته رسولو لپاره د تړون لاسلیک وکړ.
د RFE/RL د ارمني څانګې د راپور سره سم، ارمنستان ته د امریکا د مرستیال ولسمشر سفر د اعتماد جوړونې لپاره د یریوان او باکو ترمینځ د اقتصادي اړیکو پراختیا باندې متمرکز دی.
سپینې ماڼۍ وویل چې جي ډي وینس به ارمنستان ته له خپل سفر وروسته د اذربایجان پلازمینې باکو ته ولاړ شي.
د افغانستان په نهو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې نن سه شنبې د افغانستان په نهو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پکتیکا او بدخشان ولایتونکې به نن، سې شنبه (د فبروري ۱۰مه) باران او واورې وشي.
د هوا پیژندنې اداره زیاتوي چې تمه کیږي چې په مختلفو ځایونو کې د واورې اندازه د ۱۰ او ۲۰ سانتي مترو ترمنځ او د باران اندازه د ۱۰ او ۲۰ ملی مترو ترمنځ وي.
مخکې له دې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو وړاندوینه شوې وه.
جاپان د اقلیمي تغییراتو په وړاندې دافغانستان خلکو سره لس ملیونه ډالر مرسته کوي
د جاپان د نړیوالې همکارۍ اداره (JICA) وايي د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر سره یې د شاوخوا ۱۰ ملیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی ترڅو د اقلیمي تغییراتو په وړاندې مبارزې لپاره افغانانو سره مرسته وکړي.
جایکا د دوشنبې په ورځ (د فبروري ۹) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د دغې دوه کلنې پروژې هدف دادی چې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې مبارزه کې د زیانګالو ټولنو ظرفیت پیاوړی شي.
افغانستان دنړۍ دهغو لسو هیوادونو په کتار کې دی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې خورا زیان منونکي دي.
د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمیدو سربیره، سیلابونه او پیاوړي بادونه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون نتایج ګڼل کیږي.
سرګي لاوروف : افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې ترهګریز فعالیتونه لیدل کیږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمینځ او دهند او پاکستان ترمینځ سیمو کې د"ترهګریزو" فعالیتونو شتون لیدل کیږي.
لاوروف دا څرګندونې د بریکس نړیوال تلویزیون سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه د روسیې له لومړیتوبونو څخه ده.
روسیه په نړۍ کې یواځنۍ هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی او ورسره نږدې اړیکې لري.
طالبانو تر اوسه د لاوروف د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه اندیښنې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي.
د جاپان په پارلماني ټاکنو کې د حاکم لیبرال ډموکراټ ګوند تاریخي بریا؛ دوه پر دریمه څوکۍ یې ګټلي
د جاپان د صدراعظمې سانائه تاکایچي، ګوند لیبرال ډموکراټ د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې دوه پر دریمه څوکۍ وګټلې.
دا د یاد ګوند لپاره یوه تاریخي بریا ګڼل کېږي.
لیبرال ډموکراټ او اییتلافي ملګري ګوند یې د جاپان د استازیو جرګې له ۴۶۵ څوکیو څخه ۳۲۸ وګټلې.
تاکایچي ویلي وو که په ټاکنو کې بریالۍ نه شي نو د ګوند له مشرۍ به استعفی کوي.
مګر په اوسنۍ بریا سره به د ټاکنیزو ژمنو په پوره کولو کې د هغې لپاره لار هواره شي.
تاکایچي د جاپان لومړنۍ ښځینه صدراعظمه ده.
یوناما وايي ۲۰۲۵ کال ۶۱۳ افغانانو ته د پاکستان په بمباریو او نښتو کې مرګژوبله اوښتې
یوناما راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر تر ډسمبره پورې د پاکستان په حملو کې ۷۰ تنه افغان ملکیان وژل شوي او ۴۷۸ نور ژوبل دي.
دا له ۲۰۱۱ کاله راهیسې د پاکستان پوځ ته د منسوبو بریدونو په نتیجه کې د افغانانو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) په خپل راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي دا مرګژوبله پر افغانستان د پاکستاني پوځیانو د بمباريو او د طالبانو له حکومتي ځواکونو سره د نښتو په مهال رامنځته شوې ده.
يوناما په پکتيکا، کابل او خوست کې د پاکستاني الوتکو د حملو او په تورخم او چمن کې د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمنځ د جنګونو یادونه کړې ده.
يوناما ټينګار کړی چې افغانستان کې ټولې ښکېلې خواوې باید په شخړو کې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
د پاکستان حکومت بیا ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱۱۵ پاکستاني په هغو بریدونو کې مړه او ټپیان شوي چې د دوی په وينا له افغان خاورې پلان شوي وو. په هغوی کې د وژل شويو شمېر ۳۸۷ او د ټپيانو شمېر ۷۲۸ ښوول شوی دی.
د کرکټ د شل اوره نړیوال جام: نن درې لوبې ترسره کیږي
د ۲۰۲۶ کال کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په ترڅ په پام کې ده چې نن دوشنبې ایټالیا له سکاټلنډ، عمان له زیمبابوې اوکاناډا له جنوبي افریقا سره مخامخ شي. په دې جام کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه پرون یکشنبې نیوزیلنډ ته وبایلله.
لوبه افغانستان پیل کړه او د ۶ لوبغاړو په زیان سره یې نیوزیلنډ ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. نیوزیلنډ دا هدف په اتلسم اوور کې پوره کړ.
د افغانستان بله لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره پلان شوې ده.
نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورو او باران د وریدو اټکل
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون یکشنبې پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره د هواپېژندنې ملي ادارې په حواله خبر ورکړی چې له کونړ، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان او نیمروز پرته په پاتې ټولو ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو احتمال شته.
د سږني کال په مرغومي او سلواغې میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې خلک یې د وچکالۍ پای ته رسېدو ته هیله من کړي خو دې ورښتونو په عین حال خلکو درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څو کلونو بند او تبعید محکومه شوه
د ایران یوې محکمې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څو کلونو بند او تبعید محکومه کړه.
د هغې مدافع وکیل مصطفی نیلي د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۹مه اعلان وکړ چې د مشهد انقلابي محکمې نرګس محمدي په اووه نیم کاله بند، له هېواده د وتلو په بندیز او تبعید محکومه کړه.
ښاغلي نیلي پرخپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل: "هغه د غونډو اوتوطیې په تور په شپږ کاله بند، د تبلیغاتي فعالیتونو په تور په یو نیم کال بند او د تکمیلي سزا په توګه دوه کاله له هېواده پر وتلو په بندیز او دوه کاله هم د خوسف ولسوالۍ ته په تبعید محکومه شوې ده."
هغه وویل چې میرمن محمدي د مشهد له امنیتي توقیف ځای څخه په ټیلیفوني تماس کې خبر ورکړ او ویې ویل چې هغه د شنبې په ورځ د مشهد د انقلابي محکمې لومړۍ څانګې ته احضارشوې وه او د محکمې له غونډې وروسته ورته دغه سزا واورول شوه.
نرګس محمدي او د بشري حقونو څو نور فعالان په تیره ډسمبرمیاشت کې په مشهد کې د وکیل او د بشري حقونو د فعال خسرو عليکردي د یادغونډې پر مهال نیول شوي وو.