کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه هم لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د غزني ولایت د انتخاباتو د ځنډېدو په څېر اوس داسې ګُنګوسې دي چې حکومت غواړي د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات هم وځنډېږي.
په سرمقاله کې راغلي، ظاهراً د دې کار لپاره ډېر دلایل شته، خو د ورځپاڼې په باور که حکومت او کمېسیون رښتیا دغه تصمیم نیولی وي بیا خو تر شا نورې کیسې خامخا لري.
ځکه سرمقاله لیکونکی لیکي، پهدې کې شک نهشته چې تر اوسه پورې حکومت عملاً تر نیمايي افغانستان پر زیاته ساحه داسې کنټرول نهلري چې د انتخاباتو په څېر ملي پروسه دې پهکې عملي شي، خو په خبرهیې، که امنیتي ننګونې د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ځنډېدو لپاره دلایل او پلمه کېدای شي، بیا خو د ولسي جرګې او ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډولو لپاره هم دلیل کېدای شي.
حکومت غواړي د ولسوالیو شوراګانو انتخابات هم وځنډېږي.
په سرمقاله کې نورو لاملونو ته هم اشاره شوې او لیکل شوي، که د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډول او لغوه کول جدي وي، بیا خو په زغرده ویلی شو چې دا هم د نورو ډېرو پرېکړو په شان پر حکومت او کمېسیون تپل شوی پروګرام دی.
ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور له لویې جرګې نه چې څومره په افغان ولس کې د ستونزو د هواري او د یوه ملي تصمیم د نیولو تمه ده، په همدې کچه بهرنیان ترې وېره لري.
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې بیا د انتخاباتو په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ولسمشر غني په لارښوونه د حکومت، انتخاباتي کمېسیونونو، د ګوندونو د استازو او نړیوالې ټولنې لومړنۍ څلور اړخیزه غونډه د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ پرون جوړه شوه.
په سرمقاله کې پهدې اړه راغلي چې پهدغه غونډه کې د انتخاباتو په اړه د سیاسي ګوندونو طرحه پهداسې حال کې تر غور لاندې نیول کېږي چې پهدې وروستیو کې د دوی لهخوا د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ دا غوښتنه هم شوې وه چې د نوملیکنې بهیر دې باطل اعلان او دغهشان انتخابات دې بایومتریک شي چې کمېسیون په دومره لنډ او تنګ وخت کې دا نا ممکنه بللې وه.
په سرمقاله کې د پرونۍ غونډې د نتیجې په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو پهکې راغلي چې د ولسمشر دوهم مرستیال غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، د سرتاسري، رڼو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدل د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او حکومت چمتو دی چې د ګوندونو لهخوا وړاندې شوې طرحه وارزوي.
- سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا پهدې اړه په خپلې یوه مقاله کې لیکلي چې کاندیدان د قانون سوک ته برابر شوي.
په مقاله کې وړاندې راغلي، د وروستیو ۱۴ کلونو په څېر بیا خپلسري وسلهوال، زورواکي، پخواني او اوسني قوماندانان، د ځمکو مافیا او په ناقانونه چارو او فساد کې ښکېل کسان د ولسي جرګې انتخاباتو ته ولاړ دي.
خو د لیکوال په باور، په راتلونکو ټاکنو کې د ملت ویښتابه او د افغان ولسمشر لهخوا د قانون د عملي کولو ارادې د دوی لویه برخه دا ځل له ننګونو سره مخ کړې او د خپل راتلونکي په اړهیې اندېښمن کړي دي.