افغانستان
اروپايي ټولنې د افغانانو په تیره بیا د نجونو د تعلیم له حقه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ وایي، بشري حقونه د یوه پیاوړي دولت د جوړولو او د یوه سوکاله افغان ولس لپاره ډیرمهم دي.
دې استازولې پرون سې شنبې د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې اروپایي ټولنه د ټولو افغانانو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د کار او تعلیم په برخو کې د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې خپله ژمنه بیا تکراروي.
پرون د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ډیرو نورو لورو هم په افغانستان کې د طالبانو له لورې له بشري حقونو په تیره د ښځو او نجونو له حقونوڅخه سرغړونې په کلکه وغندلې او د دغو حقونو د دفاع لپاره یې پرخپلو ژمنو یوځل بیا ټینګاروکړ.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر په یوه ویډیویي پیغام کې چې پرون سې شنبې یې پرخپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې خپورکړی ویلي چې “ زموږ حقونه، زموږ راتلونکې اوس” د بشري حقونو د سږني کال د نړیوالې ورځې پیغام دی او د افغانستان اکثریت وګړي هم همداشی غواړي خو زیاته یې کړه چې ولې طالبان دغو غوښتنو ته غوږ نه نیسي؟
امریکایي ډيپلوماته تعلیم د افغانانو د هوساینې لومړنی شرط بولي
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وایي، د افغانانو ترڅنګ دریږي او د ټولو تړل شویو تعلیمي مرکزونو د خلاصېدو غوښتنه کوي.
میرمن ډیکر د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت نن سه شنبه ( د لیندۍ شلمه) پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې ښوونه او روزنه د روغتیا او هوساینې لومړنی شرط دی او ټول افغانان ، ښځې او نرینه یې مستحق دي.
هغې زیاته کړې چې د افغانستان خلک د دې وړ دي چې باعزته ژوند ولري.
هغې طالبانو څخه پوښتنه کړې چې ولې د خلکو غوښتنو باندې غوږ نه ږروي.
نن د د سمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. دغه ورځ سږ کال " زمونږ حقونه، زمونږ راتلونکې" په شعار سره لمانځل کیږي.
دغه ورځ داسې مهال را رسیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په څه باندې درې کلونو کې د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښونځیو راګرځولي او د هغوی پوهنتونونه یې هم ورتړلي دي. هغوی تېره اونۍ د نجونو د روغتیایي زده کړو موسسې هم بندې کړې.
د سالنګ لار د موټرو پر مخ وتړل شوه
د سالنګ لویه لاره د دوو اونیو لپاره د لویو مسافروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې په تېرو څو ورځو کې په سالنګونو کې د پرله پسې واورو او توپانونو او د لارې په فرعي سړکونو کې د واورې او کنګل د زیاتېدو له کبله دا لویه لاره د ترافیکي ګڼې ګوڼې وړتیا نه لري نو ځکه لوی مسافروړونکي بسونه، فلایینګ کوچونه او لوی مسافروړونکي او بار وړونکې موټر د مرغومي یا جدي تر ۴مې نېټې پورې پر دې لاره د تګ راتګ اجازه نه لري خو کوچني مسافروړونکي تېزرفتار موټر له دواړو خواوو پر دې لاره تلای راتلای شي.
ډبيلوايچاو: اکتوبر کې تر ۱۳۴زره ډېرو افغانانو په روغتيايي مرکزونو کې طبي مشورې ترلاسه کړي
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د بېړني روغتیایي وضعیت په اړه د اکتوبر میاشتې راپور خپور کړ.
پهدې راپور کې ویل شوي چې، د اکتوبر په میاشت کې په افغانستان کې تر ۱۳۴ زره زیاتو کسانو په ۱۱۷ روغتیایي مرکزونو او روغتونونو کې، چې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې دي، طبي مشورې ترلاسه کړي دي.
راپور زیاتوي چې شدید اوبلن نسناستی، د بدن د اوبو کمېدا، د ډینګې تبه، شری او کوویډ-۱۹ د اکتوبر په میاشت کې عامې ناروغۍ وې.
د روغتیا نړیوال سازمان همداراز وايي چې، د نشهيي توکو د درملنې له ۱۲ مرکزونو سره یې په افغانستان کې مرسته کړې ده.
توماس نيکلاسن: افغانستان کې مو د ميليونونه يورو په ارزښت پروژو د تطبيق چارې روانې دي
کهڅه هم د طالبانو حکومت د اروپایي اتحادیې د پروژو د تطبیق په څرنګوالي نیوکه کړې، خو دغه اتحادیه وایي چې، په افغانستان کې یې له خلکو سره د مرستې لپاره د لسګونو میلیونو یورو په ارزښت پروژې روانې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، د کرنې وزارت معین مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په کتنه کې د ځینو پروژو د لوړو اداري لګښتونو په اړه نیوکه وکړه.
مولوي صدراعظم عثماني ويلي: "هغه پیسې چې د افغانستان خلکو ته ځانګړې کېږي، له بدهمرغه زیاتره د پروژو له لارې په اداري لګښتونو مصرفیږي."
خو ښاغلي نیکولاسن په ځواب کې ویلي چې، اروپایي اتحادیه په اوسني وخت کې په افغانستان کې د ۴۴ میلیون یورو په ارزښت پروژې لري، چې له هغې به تقریباً یو میلیون خلک ګټه پورته کړي.
د اسټراليا سفيرې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له استازې سره د افغان نجونو په اړه خبرې کړي
د جنسیتي برابرۍ لپاره د استرالیا سفیرې سټیفني کوپس کمپبل، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو له چارواکو سره په کتنه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو او ماشومانو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د استرالیا سفارت پرون (دوشنبې) په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د ملګروملتونو د استازو او اغلې کوپس خبرې د افغانستان د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو او بشري ستونزو پر حل متمرکزې و.
په یوه جلا غونډه کې چې د افغانستان لپاره د استرالیا سفارت له لوري جوړه شوې وه، کمپبل له افغان محصلانو سره د جنسیتي برابرۍ، تعلیم او د ځوانانو لپاره د فرصتونو د زیاتولو په اړه خبرې وکړې او د افغانانو د راتلونکي نسل د ځواکمنولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
تر دې مخکې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ، په طبي انستیتیتونو کې د نجونو پر زدهکړه د طالبانو د بندیز وروستۍ پرېکړه وغندله او ویې ویل چې، دا د افغان ښځو لپاره پاتې تعلیمي او کاري فرصتونه لهمنځه وړي.
د ملي مقاوت جبهې فارياب کې د يو طالب د وژنې او دوو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې ډلې، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا وکړه، چې په فاریاب ولایت کې د دوی په برید کې د طالبانو یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دې جبهې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید تېره شپه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو پر ګزمه شوی دی.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
د ازادې اروپا / ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا تاییدولی نهشي.
اسلاماباد کې د طالبانو سفير له اسحاق ډار سره د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړي
په اسلاماباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم له مرستیال محمد اسحاق ډار سره د دواړو لوریو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دواړو لوریو د پاکستان او افغانستان پر ژورو اړیکو خبرې وکړې او پرېکړه یې وکړه، دا اړیکې لا پیاوړې کړي.
وړاندې لیکل شوي، چې پهدې کتنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ګمارل شوي استازي محمد صادق هم برخه درلوده.
صادق تېره اوونۍ یو وار بیا د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی په وږي/ سنبلې میاشت کې له دندې لیرې کړای شو.
پاکستان د ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې دی، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي او په کابل کې یې سفارت فعال دی، خو پاکستاني چارواکو په وروستیو کې په وار وار ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان جګړهمار د افغانستان په خاوره کې حضور لري او د طالبانو حکومت یې په وړاندې اقدام نهکوي.
خو پر افغانستان واکمنو طالبانو د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د حضور موضوع رد کړې او ویلي دي، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورو د نورو هېوادونو پر خلاف کار واخلي.
اوچا: په افغانستان کې ۶ میلیونه او ۶۰۰زره وګړي سرپناه ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو یو بنسټ وايي، په افغانستان کې ۶ میلیونه او ۶۰۰زره وګړي سرپناه ته اړتیا لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په یوه راپور کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا پر خپله ویبپاڼه (ریلیف ویب) خپور کړی دا خبره کړې ده.
په راپور کې ویل شوي، د ستنېدونکو لوی شمېر، اقلیمي بدلون، د بېکارۍ او بېوزلۍ زیاتوالی، دغه راز د زلزلو او سېلابونو په څېر طبیعي افتونه، سرپناه ته د اړتیا د زیاتېدو عمده علتونه ګڼل کېږي.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کې په هرات کې د زلزلو له کبله څه باندې ۴۸زره کورونه زیانمن یا هم ویجاړ شول.
وړاندې راغلي چې روان میلادي کال په ټول افغانستان کې سېلابونه هم د استوګنې د څه باندې ۱۸زره او ۴۶۰ کورونو د زیانمنېدو او ویجاړېدو سبب شول.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله لسو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی.
په دغه هېواد کې په میلیونونو کسان د سرپناه تر څنګ بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې دا مهال بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۷ میلیونو زیات دی.