مسعودي عزیزي د ۹ ورزشکارانو په ډله کې وځغاست، سل متره واټن یې په ۱۹، ۱۱ ثانیو کې وواهه او تر دوو تنو مخکې شو .
افغانه ورزشکاره تهمینه کوهستانۍ نن په لندن کې د المپيک د سل متره منډې په مسابقه تر خپلو نورو سیالانو شاته پاتې شوه او له میدانه وایستل شوه .
سارا سلطانه بشرمل په لندن کې یوه ځوانه افغانه ژورنالیسته ده. هغې د ۲۰۱۲ کال المپیک لوبې له پیل څخه څارلي دي او د افغان لوبغاړو په اړه یې یو شمېر تلویزیوني راپورونه هم جوړ کړي دي.
د المپیک په مسابقو کې د سرو زرو د ګټونکي چینایې ورزشکارې کورنۍ بلاخره هغه راز څرګند کړل، چې له ډیرې مودې راهیسې یې ساتلی وو، چینایې (Wu Minxia) په لندن کې د المپیک په روانو سیایلو کې د لوړې ارتفاع څخه
په لندن کې د المپيک د مسابقو تنظیمونکی کمیټې نن د هغو ټکټونو د د را غونډولو او بیا خرڅولو اعلان کړی دي ، چې خلکو اخیستی خو نه یې کاروي.
روسي جودوکار موسی موګوشکوف ((Musa Mogoshkov نن په غیر مترقبه ډول د المپیک په مسابقو کې ماتې وخوړه . موګوشکوف د ټولې نړۍ په کچه دوهم تکړه جودوکار بلل کیږي.
د جوډو افغان ورزشکار اجمل فیض زاده نن له خپل هنګري سیال سره مخامخ شو خو په لومړۍ دقیقه کې د هنګري ورزشکار وتوانید چې فیض زاده مات کړي.
د المپيک نړیوالې مسابقې د بریتانیې له دود سره سم، د دې هېواد د ملکې په وینا پرانیستل شوې. د رسمي پرانیستني لپاره د انګلستان ملکې په ځانګړې وینا کې د ټولو هغو ځوانانو ستاینه وکړه، چې د غوره نړۍ د رامنځ ته کولو لپاره یې زیار ایستلی دی. ملکې دوهمې الېزابت...
د انګلستان ملکې دوهمې الیزابت په داسې حال کې چې د نړۍ شاوخوا یو میلیارد خلکو د تلویزیون له لارې د لندن د اولمپیک لوبو د مراسمو ننداره کوله، دا لوبې تېره شپه د اولمپیک په سټېډیوم کې پرانستلې. “زه د لندن د اولمپیکلوبو پیل اعلانوم او د معاصر تاریخ د اولمپیا دېرشمې سیالۍ لمانځو.
د انګلستان ملکې دوهمې الیزابت په داسې حال کې چې د نړۍ شاوخوا یو میلیارد خلکو د تلویزیون له لارې د لندن د اولمپیک لوبو د مراسمو ننداره کوله، دا لوبې تېره شپه د اولمپیک په سټېډیوم کې پرانستلې. “زه د لندن د اولمپیکلوبو پیل اعلانوم او د معاصر تاریخ د اولمپیا دېرشمې سیالۍ لمانځو.” د ملکې له خبرو وروسته د انګلیسي لوبغاړو له خوا د اولمپیک مشال ولګول شو. له معمول سره سم، د یونان لوبغاړي ستډیوم ته داخل شول او ورپسې د افغانستان د ټیم په ګډون، د شاوخوا دوه سویو هېوادونو لوبغاړي د لوژ له مخې تېر شول او د خپل هېواد بیرغونه یې له ځان سره وړل. دا لوبې به د آګست میاشتې تر ۱۲ مې پورې دوام وکړې او په ۲۶ سپورتي لوبو کې شاوخوا لس زره او پنځه سوه لوبغاړې به، د سرو زرو د ۳۰۲ میډالونو د تر لاسه کولو لپاره سیالۍ وکړي.
نور راوښيه