د ازادۍ راډیو خبریال
د پېښور عالي محکمې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت د نافذېدو پر ضد د عریضو له اورېدو وروسته، فدرالي حکومت او اړوندو چارواکو ته خبرتیاوې صادرې کړې او له هغوی یې ځوابونه غوښتي دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار سیمه کې نامعلومو وسلهوالو د مرمرو پر یوې فابریکې برید کړی او د یوه سیمهییز قومي مشر د زوی او ۱۷ کارګرانو په ګډون یې ۱۸ کسان تښتولي دي.
تښتول شوي سرتېري د بلوچستان په قلات کې تر روزنې لاندې وو او د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه سرتېري د جمعې پر ورځ (د اکتوبر ۱۶مه)، له روزنیز مرکزه د اوونۍ په رخصتۍ خپلو کورونو ته روان وو چې وسلهوالو یې د سپرلۍ موټر درولی او دوی یې له ځان سره بیولي دي.
د اپوزیسیون د اتحاد مشرانو هم په پېښور کې د دې پرېکړې پر ضد خپل دریځ څرګند کړ، خو وفاقي حکومت وایي، خراب امنیتي وضعیت دا ګام اړین کړی و. یو قانونپوه وایي، محکمه کولای شي د حکومت د توجیهاتو سموالی وارزوي.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت والي تور پورې کړ چې د دغه ایالت لپاره به تګلارې له کابل، کندهار او جلال اباده جوړېدلې، چې په خبره یې نور به دا کار نه کېږي. که څه هم د تحریک انصاف ګوند مسولانو د دغه تور په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې، خو سیاسي شنوونکي د والي فیصل کریم کنډي دغه ادعا سیاسي ګڼي.
د پاکستان ملکي او نړيوالې ادارې وايي، په پاکستان کې د آزادې خبریالۍ لاره د نویو سختو قوانینو او پر خبریالانو د پرلهپسې فشارونو له امله له سخت بحران سره مخ ده. پاکستان حکومت دغه ګامونه د امنیت ساتلو په پار بولي. ملي او نړیوالو رسنیزو سازمانونو د دغو محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
په اسلام اباد کې د پخوانۍ فاټا (قبایلي سیمو) او بلوچستان د طب پوهنځیو د هغو محصلانو احتجاج دوام لري چې په خبره یې، مرکزي حکومت یې حقونه خوړلي. د دوی په وینا، د مرکزي حکومت له لوري ورسره شوې ژمنې نه پوره کېږي.دغه محصلان څه غواړي او اعتراضونو یې څه پایله لرلې ده؟
د سویډن «رایټ لایولي هوډ» بنسټ جایزه یوه معتبره جایزه ده او هر کال هغو مخکښو شخصيتونو ته ورکول کېږي، چې د زورواکو نظامونو، بېعدالتیو او پر ښځو د زورزیاتي پر وړاندې درېږي. سږنۍ جایزه یې د بلوچستان د کوټې یې وکیلې جلیلې حیدر وګټله.
په خیبر پښتونخوا کې د پولیو یا ګوزڼ د یوه بلې پېښې په ثبت کېدو سره په روان زېږدیز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۵ ته ورسېد. د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګونه او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د کډوالو ویستلو، د دغه ویروس د خپرېدو وېره ډېره کړې ده.
په بلوچستان کې د انټرنیټ پرله پسې او دوامدارې پرچاوۍ ولس، زده کوونکو او کاروباریانو ته لوی سرخوږی او ستونزې جوړې کړې دي.
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا (پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل) د دغه هېواد په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلانو نوملیکنه لغو کړې او له پاکستانه یې د هغوی د سملاسي ویستلو پرېکړه کړې ده.
په بلوچستان کې د لویو لارو ناامنۍ د مسافرو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو اندېښنې زیاتې کړې دي. د ټرانسپورټي اتحادیو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو میاشتو کې د موټرو د سوځولو، تښتولو، غلا او باج اخیستنې شاوخوا ۴۰۰ پېښې ثبت شوې چې مالي زیان یې نږدې ۱۰ میلیارده پاکستانۍ روپۍ اټکل شوی دی.