د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۴

بلوچستان کې د لویو لارو ناامني؛ سوداګر د میلیاردونو روپیو د زیان خبري کوي

 بلوچستان کې ناامني او پوځي حضور. انځور له ارشیف څخه.
بلوچستان کې ناامني او پوځي حضور. انځور له ارشیف څخه.

په بلوچستان کې د لویو لارو ناامنۍ د مسافرو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو اندېښنې زیاتې کړې دي. د ټرانسپورټي اتحادیو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو میاشتو کې د موټرو د سوځولو، تښتولو، غلا او باج اخیستنې شاوخوا ۴۰۰ پېښې ثبت شوې چې مالي زیان یې نږدې ۱۰ میلیارده پاکستانۍ روپۍ اټکل شوی دی.

د چمن اوسیدونکی محمد اشرف چې د اګست په ۱۵مه، له کراچۍ څخه خپل کلي ته په لاره و، له وسله والو سره د مخامخ کېدو کیسه کوي. دی وایي، د کورنۍ له ښځو سره یې په کراچۍ کې د خور د واده لپاره سودا کړې وه چې کور ته پر لار، د بلوچستان ايالت د قلات او سوراب ترمنځ سیمه کې له وسله والو سره مخامخ شو. دی زیاتوي چې وسلوالو د دوی موټر، سره زر او نور سامانونه له ځان سره یوړل او دوی یې بې اسرې پرېښودل.

محمد اشرف د دې پېښې او په هغه شېبه پر ښځو او کورنۍ یې د تېرې شوې وېرې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زما په ټول ژوند کې دا زما لومړی ځل و چې دا صحنه مې لیدله. پر دې سړک نه زنانې خوندي دي، نه سپین ږیری او نه هم ماشومان، پیغلې او ښځې. دا ټول ما په خپلو سترګو ولیدل چې ډېره زیاته ناجایزي راسره وشوه۔ د موټر تاوان خو د زغملو و، خو موږ دومره پر موټر نه وو دردیدلي لکه څومره چې زما په ماشومانو باندې وېره راغلې وه، موږ د دې خبرې له امله ډېر پریشانه وو."

دا یوازې د محمد اشرف د کورنۍ کیسه نه ده؛ دا مهال د کوټې- کراچۍ، کوټې-تفتان، کوټې- اسلام اباد او نورو مهمو لویو لارو هره ورځ لسګونه کورنۍ له داسې وېرې او مالي تاوانونو سره مخ کېږي. که د ټرانسپورټ او سوداګرۍ دې زیان ته وکتل شي، د اندېښنې انځور تر دې هم غټ دی. د ټرانسپورټرانو او تاجرانو اتحادیو د شمېرو له مخې، په تېرو څو میاشتو کې پر دغو مهمو لارو تر ۴۰۰ زیات مسافر وړونکي، بار وړونکي موټر او درانه ماشینونه یا سوځول شوي او یا هم د باج غوښتلو په ترڅ کې تښتول شوي، چې ټول مالي زیان یې شاوخوا ۱۰ میلیارده پاکستاني روپیو ته رسېږي.

په کوټه کې د مسافر وړونکو بسونو د اتحادیې مشر حبیب الله بادیزي ازادي راډیو ته وویل، څو میاشتې وړاندې به د کوټې او کراچۍ ترمنځ هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ بسونه چلېدل، خو اوس دا شمېر له ۱۵ تر ۲۵ بسونو ته راټیټ شوی دی. دی وایي، له پښین ښارګوټي څخه به پخوا په ورځ کې ۴۰ بسونه وتل، خو اوس مسافر د وېرې له امله کم شوي او یوازې ۶ بسونه په ټوله ورځ کې وځي.

د وسایطو د سوځول کېدو او تخریب په اړه حبیب الله بادیزي ازادي راډیو ته وویل:" زموږ د علاقې ډېر بلدوزرونه او ډمپرونه وسوځول شول، دا د سړکونو د جوړوونکو شرکتونو ماشینونه وو. تقریباً ۱۴۰ بلدوزرونه او ټریلران په دې موده کې سوځول شوي دي، چې د هر بلدوزر قیمت لږ تر لږه ۵ کروړه (۵۰ میلیونه) روپۍ دی."

بادیزی وایي، په غلا شویو یا په زور ګرځول شویو موټرو کې تر ۵۰ زیات مسافر وړونکي بسونه، او تر دوه نیم سوو پورې یې واړه مسافر وړونکي موټر شامل دي. د ترانسپورت ټولنه د هر بس او ټېلر موټر ارزښت شاوخوا ۵۰ میلیونه پاکستانۍ روپۍ یادوي او وایي چې دې چارې خصوصي سکټور ډېر زیانمن کړی.

د بلوچستان ګډز ټرک اونرز ایسوسی ایشن صدر نور محمد شاهواني ازادي راډیو ته وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې تر سلو زیات ټرکونه او نور ګاډي سوځول شوي یا تښتول شوي چې ځینې یې د پيسو بدل کې بیرته ازاد شوي دي۔ او شاوخوا د اويا کروړه روپيو، وريجي اور نور خوراکي توکي له ټرکونو څخه شوه کړل شوي او وړل شوي دي۔

نور محمد شاهواني د نیغ په نیغه بندو لارو په باره کې ازادي راډیو ته وویل: "په باقاعده توګه چې کومې اغېزمنې سیمې دي، دا دوه سړک مکمل بند دی.کوټه - کراچۍ او کوټه - تفتان، دا لارې بشپړې بندې دي او ټرافیک ورباندې د نيشت برابر دی. د وېرې له امله څوک موټر نه شي چلوای."

معلومه نه ده چې وسله وال ولې دغه موټر تښتوي او څنګه ترې استفاده کوي، خو د بسونو او نورو موټرو یوشمېر مالکان وایي، وسله وال ورڅخه د موټرو د خوشې کېدو په بدل کې د ۳۰ تر ۵۰ لکو روپیو غوښتنه کوي.

د ترانسپورټرانو د ناسم وضعیت په اړه حبیب الله بادیزي ازادي راډیو ته وویل: "که موږ وسله‌ والو ته باج نه ورکوو، هغوی زموږ ګاډي او بسونه سوځوي؛ او که پیسې ورکړو، حکومت پر موږ تور پورې کوي چې تاسو د ترهګرو سهولت کاران یاست. اخر موږ څه وکړو؟ دا پر موږ یوه نوي ګراني او سخت حالت راغلی دی، د بلوچستان پر خلکو او په ځانګړې توګه په جنوبي پښتونخوا کې دا پېښې روانې دي۔ مړي کېږي، نه پوهېږو چې په کوم لوري روان یو، څه وکړو او څه کول پکار دي؟ تر اوسه پورې د سرکار او حکومت لخوا په دې اړه کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی."

د سرچینو په وینا، د صوبې پر ټولو مهمو لویو لارو د پولیسو، ایف سي او څارګرو ادارو ۲۷ ګډ غبرګونیز مرکزونه (Joint Response Centers) جوړ شوي او په مکران کې د "کوسټل هایوې پولیس" په نامه ځواک ګمارل شوی دی.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په کوټه کې د نوي امنیتي وضعیت او حکومت د دریځ په اړه ویلي دي: "لار او د حل لاره وښیئ که امکان لري. موږ ویلي چې اپوزیشن یا بهرني جرګه وال دې رهبري واخلي او لاره دې وښیي. په نړۍ کې یوه بېلګه راکړئ چې له تشدد خوښو سره یوازې د خبرو له لارې ستونزه حل شوې وي؟ دویم حل دا دی چې د حکومتولۍ ترڅنګ د پوځ، ایف سي او پولیسو پوځي عملیات تېز کړل شي. خو د عملیاتو په یادولو سملاسي د بېلابېلو سیاسي مشرانو بیانات پیل شي چې بلوچستان د عملیاتو زغم نه لري. نو بیا لږ تر لږه هغوی ته هم پکار ده یو حل لاره وښیي چې موږ څه وکړو؟"


پر ځمکنیو لارو د ناامنۍ د پېښو له زیاتېدو سره سم هوایي سفر زیات شوی خو د ټکټونو کرایې دومره پورته شوې چې د عامو خلکو تر وس وتلې دي. د کوټې - کراچۍ او کوټې - اسلام آباد ټکټونه چې ۱۸ یا ۲۰ زره روپۍ وو، اوس تر ۸۵ زرو، ۹۰ زرو او آن تر ۱ لک او ۱۵ زرو روپیو پورې رسېدلي دي، چې څه باندې ۵۰ فیصده زیاتوالی پکې راغلی.

د هوایي چلند برخې کارپوهان وایي د لارو د ناامنۍ تر څنګ، د ډالر ختلو، د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ټیټېدلو او د الوتکې د تېلو ګرانېدلو ټکټونه لوړ کړي دي.

پر لویو لارو د بریدونو او د لویو موټرو د سوځولو زیاترو پېښو مسوولیت ناقانونه ګرځول شوې وسله‌والې ډلې بي ایل ای یا د بلوڅانو ازادي غوښتونکي پوځ منلې، خو خپلواکو سرچینو په دې اړه ډېر څه نه دي ویلي.

که څه هم ټرانسپورټران دعوه کوي چې دا ټول ثبوتونه او د باج غوښتنو غږیز پیغامونه یې له اعلا حکومتي چارواکو سره شریک کړي، خو هغوی وایي تر اوسه نه امنیت شته او نه هم زیانمنو ته د مالي تاوان څه جبران شوی دی.

ازادي راډیو په دې اړه د بلوچستان حکومت له وياند شاهد ريند سره د ټيلي فون او واټس‌اپ له لارې تماس نيولی و، خو د دې راپور د جوړولو تر وخته هغه ځواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې حکومتي چارواکو په بيا بيا ويلي چې وسلوالې ډلې د ځان د بقا او دوی په ټکو په ايالت کې د ترهګرۍ لپاره له خلکو باج اخلي.

د بلوچستان حکومت که څه هم په سږني ولایتي بجټ کې د امن او خوندیتوب د ټینګښت، پولیسو او امنیتي ځواکونو لپاره شاوخوا ۸۶.۷ میلیارده روپۍ ایښې دي، خو د ایالت د خلکو او ټرانسپورټ خوندي کول لا هم یو بې ځوابه سوال ښکاري.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG