د مستونګ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل چې پېښه د مستونګ او نوشکي ترمنځ د ګورګینې په سیمه کې شوې ده.
د یوه بل پولیس چارواکي په وینا، تښتول شوي سرتېري د قلات د پولیسو په روزنیز مرکز کې تر روزنې لاندې وو. دغه چارواکي ازادۍ راډیو ته وویل چې پر موټرسایکلونو سپرو وسلهوالو د سپرلۍ موټر درولی او په هغه کې سپاره پولیس سرتېري، درې نور مسافر او موټرچلوونکی یې له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولي دي.
د نوموړي په خبره، وسلهوالو وروسته درې ملکي مسافر او موټرچلوونکی خوشې کړي، خو پولیس سرتېري لا هم ورسره دي.
پولیس وايي، د تښتول شویو سرتېرو د موندلو هڅې روانې دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په تښتول شویو کسانو کې اته د خاران، پنځه د نوشکي، څلور د چاغي او درې د واشک ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
دغه سرتېري مخکې د لیویز ځواک غړي وو، خو د پولیسو او لیویز ځواکونو له یوځای کېدو وروسته د پولیسو په لیکو کې شامل شوي او اوس یې په قلات کې روزنه ترلاسه کوله.
د راپور تر جوړېدو پورې د دغو پولیسو د تښتولو مسوولیت کومې ډلې نه و منلی او د تښتوونکو هویت هم نه دی څرګند شوی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د پنجشنبې پر ورځ (د اکتوبر ۱۵مه)، د بلوچستان د رخشان ډیویژن کمېشنر اسدالله کاکړ هم د خاران په سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا وتښتول شو.
د راپورونو له مخې، اسدالله کاکړ له کوټې څخه خاران ته روان و چې وسلهوالو یې موټر ودراوه او هغه یې له ځان سره بوتلی.
چارواکو تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه تازه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.