دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې په یوې بلې پېښې کې ۲۰ تنه تر روزنې لاندې پولیس سرتېري هم تښتول شوي او په دې توګه په دوو جلا پېښو کې د تښتول شویو کسانو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی.
د خضدار د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل چې تازه پېښه د شنبې په شپه، د اکتوبر په ۱۷مه، د خضدار ولسوالۍ د نال په بېسار اناري سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، وسلهوالو د مرمرو پر کان او فابریکې برید کړی او هلته یې ۱۸ کسان له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولي دي. دغه پولیس چارواکي زیاته کړه چې بریدګرو له فابریکې یو لوډر او دوه نور موټر هم وړي دي.
د هغه په خبره، تښتول شوي کارګران د خضدار ولسوالۍ د نال او وډې سیمو اوسېدونکي دي. تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې تښتونې مسوولیت نه دی منلی او د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.
د بلوچستان ایالتي حکومت دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې د تښتول شویو کسانو د خوندي خوشې کولو او د بریدګرو د نیولو لپاره یې په سیمه کې ګډ امنیتي عملیات پیل کړي دي.
چارواکو ټینګار کړی چې په ایالت کې د امنیت د ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د خضدار، نال او وډې په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې تر دې وړاندې هم پر دولتي تاسیساتو، پرمختیايي پروژو او کارګرانو د وسلهوالو د بریدونو او تښتونو پېښې شوې دي.
د خضدار تازه پېښه داسې مهال شوې چې له دې وړاندې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې هم نامعلومو وسلهوالو له یوه مسافر وړونکي موټر څخه ۲۰ تنه تر روزنې لاندې پولیس سرتېري تښتولي وو.
دغه سرتېري د قلات د پولیسو په روزنیز مرکز کې تر روزنې لاندې وو او د اوونۍ په رخصتۍ خپلو کورونو ته روان وو چې وسلهوالو یې موټر ودراوه او له ځان سره یې بوتلل. تر اوسه د دغو پولیسو د تښتونې مسوولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.
بلخوا، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) ویلي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بلوچستان په کوټه، نوشکي او خضدار سیمو کې جلا عملیات کړي چې په ترڅ کې یې اته وسلهوال وژل شوي دي.
د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې له وسلهوالو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. خو دا نه ده څرګنده چې دغه عملیات د تښتونو له وروستیو پېښو سره تړاو لري که نه.