د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بیړني حالت او ګورنر راج یا والي ته د واک لېږدولو خلاف نن د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې پراخ احتجاجونه پیل شوي او دا لړۍ د پراخېدو په حال کې ده.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر او د تحريک تحفظ آیین پاکستان مشر محمود خان اڅکزي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند نورو سیاسي مشرانو په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې د حکومت دا ګام په کلکه وغانده.
په ټول پاکستان کې که چېرې یو حکومت د اساسي قانون لاندې جوړ و، هغه د پښتونخوا ایالت حکومت و، دا غیر آییني او غیر قانوني عمل دیمحمودخان اڅکزی
اڅکزي وویل، دوی لا هم له حکومت سره خبرو اترو ته تیار دي، خو په صوبه کې بیړنی حالت او د والي واکمني په هیڅ ډول ورته د منلو وړ نه دي او د دې پر ضد به احتجاجونه نور هم پراخ کړي.
"په ټول پاکستان کې که چېرې یو حکومت د اساسي قانون لاندې جوړ و، هغه د پښتونخوا ایالت حکومت و، دا غیر آییني او غیر قانوني عمل دی. په پاکستان کې چې چېرې هم د قانون او آیین ملګري دي، هغه دې راوځي. دوی چې وايي د ناامنۍ له وجې یې د پښتونخوا ایالت حکومت ختم کړی، نو بیا خو پکار وه چې لومړی د بلوچستان حکومت ختم کړل شي، ځکه چې هلته زیاته ناامني ده؛ نه پوځ محفوظ دی نه عوام، د یو چا خبره نه منل کېږي. نه نه، تاسو خو هغه ځکه نه ختموئ چې هلته تاسو خپل نازولی اعلی وزیر کښېنولی دی."
بلخوا، د تحریک انصاف ګوند مشر بیرسټر ګوهر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم دا اقدام غیر ډیموکراتیک او امریت بللی دی.
د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په وینا، دا ډول ناڅاپي ګامونه ستونزې نورې هم پیچلې کوي او د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان هم ټینګار کړی چې د صوبې او ولس ټاکل شوی حکومت ختمول د ډیموکراسۍ ضد او یو زیان دی.
د یکشنبې په ورځ د پاکستان فدرالي حکومت د اساسي قانون د ۲۳۲ او ۲۳۴ مادو له مخې په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت او والي واکمنۍ د لګولو اعلان وکړ. د دې پرېکړې له مخې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان افریدی، وزیران، مشران او نور قانوني چارواکي غیر فعال شوي او واک د ایالت والي یا ګورنر فیصل کریم کنډي ته سپارل شوی دی. همدارنګه، د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې له مخې د صوبايي ادارو د مرستې لپاره په ایالت کې د پاکستاني پوځ ځای پر ځای کولو حکم هم شوی دی.
د مرکزي حکومت د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي، په پښتونخوا ایالت کې د خراب امنیتي وضعیت له امله دا جدي ګامونه اخیستل شوي، ځکه یې ۱۱ کسیزه شورا هم جوړ کړی چې نور به هغه د ایالت د حکومتولۍ چارې پر مخ وړي.
فدرالي حکومت او خیبر پښتونخوا په ګډه د ترهګرۍ پر ضد سخته او اغېزناکه پرمختګ وکړي او په دې برخه کې به بریا ترلاسه کړومحسن نقوي
د دې ترڅنګ، نن د ایالت په مرکز پېښور کې د ایالت د والي فیصل کریم کنډي په مشرۍ یوه غونډه شوې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د ایالت پوځي مشرتابه او د نوې جوړې شوې شورا غړیو پکې ګډون وکړ. محسن نقوي له غونډې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل:
"زړه به نه بايلو، ښه او بد پکې راځي خو موږ هر ډول نتیجو ته تیار یو. اوس به فدرالي حکومت او خیبر پښتونخوا په ګډه د ترهګرۍ پر ضد سخته او اغېزناکه پرمختګ وکړي او په دې برخه کې به بریا ترلاسه کړو."
د بیړني حالت له اعلان وروسته په خیبر پښتونخوا کې وضعیت کړکېچن شوی دی. هلته د موبایل سګنلونه او انټرنیټ شبکې هم اغېزمنې دي. تحریک انصاف ګوند ادعا کوي چې پولیسو د اعلی وزیر سهیل افریدي په ګډون د تحریک انصاف نږدې ۲۸۰ غړي نیولي دي.
د پاکستان تحریک انصاف غړي او د تحريک تحفظ آیین پاکستان ویاند اخوندزاده حسین ازادۍ راډیو ته وویل:
"د پښتونخوا پولیسو نن د ایالت په عدالت کې قاضي ته ویلي چې اعلی وزیر سهیل افریدی، د ګوند ایالتي صدر جنید اکبر چې هغه د قامي اسمبلۍ غړی هم دی، او د پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي له دوی سره دي، او سلګونه نور ملګري مو نیول شوي او د نورو د نیول کېدو هم وېره ده."
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د فدرالي حکومت له لوري لګول شوی بیړنی حالت او د والي واکمني د خلکو د حق او رایې ضد عمل بللی او دا یې غندلي دي. بل لوري ته د خیبر پښتونخوا ایالت والي د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د اساسي قانون ۱۴۴ مادې د پلي کولو امر کړی او ویلي یې دي چې له قانون ماتوونکو سره به قانوني چلند کېږي.