راسره ملګري شئ
د پاکستان د پوځ د بلوچستان قوماندان جنرال عنایت حسین ویلي، د سوداګرۍ لپاره د سرحدي لارو د پرانیستلو هڅې روانې دي. په بلوچستان کې سوداګر او اوسېدونکي دې خبرو ته هیلهمن دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمې سوداګریزې لارې له یوه کال راهیسې تړلې دي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې وسلهوالو د پولیو درې نور کارکوونکي تښتولي دي. چارواکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې دلته نهه تنه پولیو کارکوونکي تښتول شوي چې اوه یې لا هم د وسلهوالو په ولکه کې دي. شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې ناامنۍ تر ټولو لوی زیان ماشومانو ته رسېږي.
د پاکستان وفاقي اساسي قانون محکمې د خیبر پښتونخوا د عامه نظم او امنیت د ساتنې قانون له مخې د نیول شویو کسانو اړوند قضیو کې د پېښور عالي محکمې اورېدنې تر بل حکم پورې ځنډولې دي.
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د نویو پېښو ثبتېدلو د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.