تازه خبر
جمعه ۶ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۰

د مکې دفاعي تړون غونډه په اسلام اباد کې؛ خواجه اصف: سعودي ته هر ګواښ موږ ته هم ګواښ دی

ارشیفي انځور
ارشیفي انځور

د مکې د دفاعي تړون غړي هېوادونه د جمعې پر ورځ (د نومبر ۲۷مه) په اسلام اباد کې غونډه کوي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، د سعودي عرب په جنوب کې روانه بدامني به د غونډې په اجنډا کې مهم ټکی وي. د اسلام اباد ادارې د غونډې له امله په پلازمېنه کې ځایي رخصتي اعلان کړې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د فرانسې خبري اژانس (AFP) ته ویلي، په غونډه کې به د سعودي عرب، ترکیې او پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو وزیران او اړوند چارواکي ګډون وکړي.

هغه د چهارشنبې پر ورځ ویلي وو: «د سعودي عرب په جنوب کې پرله‌پسې روانه بدامني به یقیناً د غونډې د اجنډا یو مهم ټکی وي.»

خواجه اصف زیاته کړې: «د تړون له مخې سعودي عرب ته پېښ هر ګواښ پاکستان او ترکیې ته هم ګواښ دی او په دې کې هېڅ شک نشته.» هغه په یمن کې له حوثي وسله‌والو سره د شخړې د هوارولو لپاره د سعودي عرب تګلاره هم ستایلې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر په وینا، دا تړون چې په منځني ختیځ کې د جګړې د خپرېدو پر مهال لاسلیک شو، اوس په لومړني پړاو کې دی. دا جګړه د فبرورۍ په میاشت کې پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته پیل شوې وه.

د تړون له مخې سعودي عرب ته پېښ هر ګواښ پاکستان او ترکیې ته هم ګواښ دی
خواجه اصف، د پاکستان د دفاع وزیر

هغه وویل: «په لومړي سر کې به موږ ته په منظمه توګه غونډې کول وي، ترڅو تر جوړېدو لاندې نظام په سمه لور وړاندې یوړل شي. زموږ هڅه ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې اړین نظم بشپړ شي او موږ په دې تړون باندې په عملي توګه وړاندې لاړ شو.»

خواجه اصف دې پوښتنې ته له ځواب ډډه وکړه چې که ایران په مستقیم ډول پر سعودي عرب برید وکړي، د تړون غړي به څه غبرګون وښيي. خو هغه اسراییل د سیمې د هېوادونو لپاره احتمالي ګواښ وباله: «د اسراییلو له خوا د تېري امکان شته، چې د دې لپاره به د سیمې هېوادونو ته په یو موټي کېدو سره د خپلې دفاع لپاره چمتو اوسېدل وي.»

د بهرنیو پلاویو د تګ راتګ له امله، د اسلام اباد ادارې د جمعې پر ورځ د پلازمېنې په حدودو کې ځایي رخصتي اعلان کړې ده، خو دولتي او اړینې ادارې او روغتونونه به پرانیستي وي.

د پولیسو د خبرتیا له مخې، د نومبر د ۲۶مې له ماښامه د ۲۸مې د شپې تر دولس نیمو بجو پورې به اسلام اباد او راولپنډۍ ته د موټروې او جي ټي روډ له لارې د لویو موټرو پر ننوتو بندیز وي او د فیض اباد د بسونو تمځای به هم تړلی وي.

پولیسو له ښاریانو غوښتي چې له غیرضروري سفر ډډه وکړي او د نویو معلوماتو لپاره د پولیسو له رسمي ټولنیزو پاڼو سره اړیکه وساتي.

پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د اګست په میاشت کې د مکې دفاعي تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې پر یوه هېواد د برید په صورت کې د یو بل د مرستې ژمنه شوې ده.

په یمن کې د جولای له میاشتې راهیسې د کورنۍ جګړې له زیاتېدو وروسته، حوثي وسله‌والو د سعودي عرب ښارونه، د تېلو زېرمې او سمندري بېړۍ په نښه کړې دي.

تر دې وړاندې، د روان کال په جون کې پاکستان د امریکا او ایران تر منځ منځګړیتوب کړی و، چې په پایله کې یې جګړه په لنډمهاله توګه ودرېده او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د ایران د اټومي پروګرام پر سر د خبرو تګلاره وټاکل شوه.

خو پر یو بل د سرغړونې له تورونو وروسته دا اوربند مات شو او له څو میاشتو راهیسې قطر او پاکستان د هغه د بیا ټینګښت لپاره د اصلي منځګړو رول لوبوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG