تازه خبر
سه شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۳

ټانک کې د پولیو درې نور کارکوونکي وتښتول شول؛ چارواکي وايي اوه لا هم بندي دي

پولیس د کوهاټ په هغه ځای کې ولاړ دي چې وسله‌والو پر یوه پولیس برید کړی و، چې د پولیو د یوه ټیم ساتنه یې کوله. انځور له ارشیف څخه
پولیس د کوهاټ په هغه ځای کې ولاړ دي چې وسله‌والو پر یوه پولیس برید کړی و، چې د پولیو د یوه ټیم ساتنه یې کوله. انځور له ارشیف څخه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې وسله‌والو د پولیو درې نور کارکوونکي تښتولي دي. چارواکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې دلته نهه تنه پولیو کارکوونکي تښتول شوي چې اوه یې لا هم د وسله‌والو په ولکه کې دي. شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې ناامنۍ تر ټولو لوی زیان ماشومانو ته رسېږي.

د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ د چارواکو په وینا، نامعلومو وسله‌والو د وسلې په زور درې تنه پولیو کارکوونکي د سور غر له سیمې تښتولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي. چارواکي وايي، په ټانک کې په تېرو څو میاشتو کې پر پولیو ټیمونو د بریدونو او تښتونو په ترڅ کې نهه تنه پولیو کارکوونکي تښتول شوي، چې دوه یې خوشې شوي او اوه تنه لا هم د وسله‌والو په ولکه کې دي.

یوه ځایي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: «نهه تنه یې وړي وو، دوه پکې پرېښودل شول، اوه تنه لا هم د دوی سره دي.» د خیبر پښتونخوا یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط تایید کړې ده چې په ایالت کې لا هم لږ تر لږه اوه پولیو کارکوونکي او د کمپاین مسوولین د وسله‌والې ډلې په ولکه کې بندي دي.

د چارواکو په وینا، حکومت د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو هڅې کړې دي. د هغوی په خبره، د ټانک مرستیال کمېشنر او د امنیتي ادارو یو شمېر غړو ورته روښانه کړې چې د وسله‌والې ډلې یو شمېر غوښتنې د منلو وړ نه دي؛ له همدې امله د پولیو دا کارکوونکي تر اوسه لادرکه دي.

دغه چارواکي وايي، وسله‌وال ډېری وخت د داسې کسانو د خوشې کولو په بدل کې یا ډېرې پیسې غواړي او یا د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کوي، چې حکومت ته یې پوره کول ستونزمن دي.

نهه تنه یې وړي وو، دوه پکې پرېښودل شول، اوه تنه لا هم د دوی سره دي.

د دولتي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ز کال کې پر پولیو ټیمونو او د هغوی د ساتنې پر پولیسو یو شمېر بریدونه شوي، چې په پایله کې یې د پولیو ټیمونو په امنیت ګمارل شوي لږ تر لږه ۵ پولیس وژل شوي دي.

امنیتي پېښې یواځینی ګواښ نه دی چې د پولیو د له منځه وړلو هڅې یې له خطر سره مخامخ کړې دي. په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، یو شمېر کورنۍ هم خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو ته زړه نه ښه کوي.

د پاکستان د روغتیا وزارت د یوه راپور له مخې، یواځې په ټانک ولسوالۍ کې په هر پولیو کمپاین کې په اوسط ډول شاوخوا ۱۰۰۰ میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو له ورکولو انکار کوي. د چارواکو په وینا، په ټول خیبر پښتونخوا کې په هر کمپاین کې د داسې انکار کوونکو شمېر تر ۱۰۰ زرو رسېږي.

د پولیو نوې پېښې

شنونکي وايي، د دې ټولو ستونزو تر ټولو ډېر زیان کم‌عمره ماشومانو ته رسېږي، ځکه د ناامنۍ پېښې او د پولیو نوې پېښې په مستقیم ډول پر دوی اغېز کوي.

په ۲۰۲۶ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ۹ پېښې ثبت شوې دي، چې ۷ یې یواځې د خیبر پښتونخوا له دغو اغېزمنو سیمو څخه دي. له واکسین کمپاینونو سره سره، پولیو لا هم په پاکستان کې له منځه نه ده تللې.

د دې برخې متخصص سمیع خان ازادي راډیو ته وویل: «په دې سوېلي پښتونخوا ته مونږ وایو چې دا لکي مروټ، بنو، وزیرستان او دیره اسماعیل خان، کوهاټ وغیره دې سیمه کې اوس هم مطلب ماشومان د پولیو له څاڅکو نه ځکه پاتې کېږي چې هلته ډېر زیات مېلېټنسي (وسله‌وال فعالیتونه) دي، هلته شدت‌پسندي زیاته ده، هلته د دې کار په اړه خلکو ته ډېر زیات اویېرنس نشته.»

له څه مودې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې بیړنی حالت اعلان شوی او واک له ایالتي حکومت څخه والي ته انتقال شوی دی. حکومتي چارواکي وايي، د پولیو کارکوونکو د خوندیتوب ترڅنګ په ایالت کې د امنیت د ټینګولو لپاره عملي ګامونه اخلي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ له ډېری نړۍ ورک شوی دی؛ یواځې پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس شتون لري او هر کال یو شمېر ماشومان پکې د تل لپاره معیوب کېږي. د شنونکو په خبره، د امنیت ټینګول او په خلکو کې د پولیو په اړه پوهاوی د حکومتونو مسوولیت دی، څو ماشومان له دې ناروغۍ په بشپړه توګه وژغورل شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG