سمیع الله، چې د خپل ورور له کډې پسې جلالاباد ته روان دی، ازادي راډیو ته وویل: «زما د ورور د کور له سامانه يې درمل او نور شيان په تورخم کې اخيستي وو او هغه يې نه ورسره پرېښودل، د کور لپاره مو بوره او اوړه اخيستي وو هغه يې هم راڅخه کښته کړي.»
په تورخم کې د ګمرک یوه لوړپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط دا ستونزه تایید کړه. هغه ازادي راډیو ته وویل، هغه خوراکي توکي او شیان چې د سوداګرۍ او کاروبار په ډله کې راځي، د وړلو اجازه یې نه ورکول کېږي او که درمل له ټاکلې اندازې زیات وي، هغه هم پکې شاملېږي.
د کډوالو په وینا، ګمرکي چارواکي د کورنیو توکو تر څنګ د دوی څاروي هم اخلي او افغانستان ته یې د وړلو اجازه نه ورکوي.
زما د ورور د کور له سامانه يې درمل او نور شيان په تورخم کې اخيستي وو او هغه يې نه ورسره پرېښودلسمیع الله، ستنېدونکی کډوال
په پېښور کې مېشتې یوې افغان زدهکوونکې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې ستونزه یواځې د پاکستان له لوري نه ده او د افغانستان له لوري هم درمل او ځینې نور توکي نه پرېښودل کېږي.
هغې زیاته کړه: «دا مسئله له اوسه نه ده، له پخوا ده، اول به هم د پاکستان له لوري بيخي په لږ مقدار کې درمل پرېښول کېدل، خو اوس دا ده چې افغانستان لوري ته اجازه نشته او هلته خو د پاکستان پر درملو پوره بنديز دی.»
ستنېدونکي کډوال غواړي د دواړو هېوادونو چارواکي د کډوالو د ستنېدو پر مهال یوه ځانګړې لاره جوړه کړي، څو خلک وکولای شي اړین توکي او د ناروغۍ درمل پرته له بندیزه له ځان سره یوسي. دوی وايي، بشري ادارې باید د پاکستاني سرحدي پولیسو او ګمرکي چارواکو د دې چلند په اړه غږ پورته کړي.
له ۲۰۲۳ز کال راهیسې پاکستان له خپلې خاورې د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۲.۷۵ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.